د معجزې تیږه

لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدري

پولیسي ناول

 ———————————–

١٠_ ورسکي د تقدير استازی:

ارسن لوپن ورسکي ته وکتل او چيغه يې کړه!

_ته يو جنايتکار يې؛  د ورونيک رهنما ( هونوريک )  دې هم ووژله.

د ورونيک زړه ولړزېد.

ارسن لوپن وويل:

_خو يوه خندونکې خبره پاتې شوه، ډرويد.

شونې نه وه چې  ډرويد او ارسن لوپن دې يو کس واوسي او په يوه وخت دې د دوو کسانورول ادا کړي؛ زوړ ډرويد له پخوا راهيسې په دې جزېره کې ژوند کاوه؛ تا د ډرويد ځوانه لور ووژله او ډرويد د غچ اخيستلو په تکل کې شو؛ هغه  د سارک د جزېرې ټولې سمڅې او خرابې پېژندلې؛  ته يې څارلې او د غچ اخيستلو په موقع پسې ګرځېده؛ کله چې دې جزېرې ته راغلم،  ډرويد مې ولېد؛  پوه شوو چې دواړه يو هدف لرو.

ما د ډرويد په مرسته ستا د لومړنۍ ښځې الفريډ جسد وموند؛  ډرويد راته وويل چې دا ښځه په تا پسې ګرځېده او غوښتل يې چې خپل زوی وويني؛ خو ستا ملګرو په تياره کې ډزې ورباندې وکړې او مړه شوه؛  تاسو دومره په وحشت کې ډوب وئ، چې ان خپل او پردي مو هم نه پېژندل؛  هرڅوک چې په مخه درتلل؛ ويشتل مو. موږ د الفريډ جسد را واخيست او کله چې ته او کونورا په سپين کالي سړي پسې ګرځېدئ، په ډېر مهارت سره مو د ورونيک پر ځای پرې اېستله.

 په بيړه سمڅو ته ورغلو؛ ډرويډ پر پروړه پرېووت  او ما هم په بله کوټه کې ستاسو د راتګ انتظار ايست؛ نوره کيسه مالومه ده.

د ورسکي شونډې وخوځېدې؛ ارسن لوپن غوږ ور نږدې کړ، ويې ويل:

_په زوره ووايه، فرانسوا چېرته دی؟

ورسکي په زحمت وويل:

_يو شرط لرم.

_څه؟

_ما خوشی کړئ.

ارسن لوپن وويل:

_ژمنه کوم.

ورسکي په زحمت وويل:

_فرانسوا تر پله لاندې موندلی شئ.

ارسن لوپن وويل:

زه په خپله خبره ولاړ يم؛ ورسکي خوشي کړئ!

يوه شېبه غلی و؛ بيا يې وويل:

_له دې ځايه ورک شه!  هو رښتيا، ورونيک او استفان له يو بل سره مينه لري او په نږدې وخت کې يې واده دی؛  اووه لس کاله کېږې چې ته او ورونيک له يو بل څخه بېل ياست؛ د فرانسې د قوانيو له مخې ستا او د ورونيک واده فسخه شوی دی، نو دوی ته مزاحمت مه کوه که نه نو  تر ما به بد سړی نه وي.  لس دقيقې وخت لرې چې دا جزېره پرېږدې!

ارسن لوپن  او استفان د پله خواته منډه کړه، کله چې هلته ورسېدل فرانسوا يې پر ډبرېنه تخته تړلی وليد. استفان په بيړه د هغه تر لاسونو  پښو تړلی پړی خلاص کړ؛ فرانسوا کمزوری شوی و؛ په احتياط کېناست؛ ارسن لوپن وويل:

_له تېرې شپې راهيسې همدلته وې؟

فرانسوا د سر په اشاره د هو ځواب  ورکړ؛ وروسته يې په زحمت وويل:

_ورسکي چېرته دی؟

_هغه مو خوشی کړ.

فرانسوا حيران شو:

_ولې؟

ارسن لوپن وخندل:

_زه له خپلې ژمنې نه اوړم.

  • *   *    *

د سمندر پر مخ يوې بېړۍ حرکت کاوه؛ د بېړۍ په مينځ کې له لرګيو جوړه کوچينۍ، ښکلې کوټه  ښکارېدله؛ ورونيک پر څوکۍ ناسته وه؛ د هغې په نيولې څېره کې د ستړيا نښې له ورايه ښکارېدلې. دې د خپل زوې فرانسوا د ليدو تمه درلوده.

فرانسوا کوټې ته ور ننوت؛  ځان يې د مور غېږې  ته ور واچاوه او دواړو په چيغو، چيغو وژړل. مور او زوی تر ډېره اوښکې تويولې؛ وروسته د کوټې دروازه خلاصه شوه، ارسن لوپن و.

فرانسوا په ژړا کې وويل:

_مورې! دې سړي موږ دواړه له مرګه وژغورلو.

ارسن لوپن د ځوان تر څنګ کېناست. مور او زوی ژړل؛ د ارسن لوپن سترګې هم له خوشالۍ ځلېدلې.

١١_ د معجزې تيږه

له څو دقيقو وروسته ارسن لوپن، پاتريس بلوال او استفان  له بېړۍ څخه کښته شول؛ د ساحل شګې پستې وې؛ د بوټونو تلي يې پټول، پورته؛ تر شنه اسمان لاندې سمندري سپين مرغان په هوا کې ګرځېدل؛ چيغې يې وهلې؛ يو نيم به په سرعت ټيټ شو او  د اوبو له سره به يې يو کوچينۍ ماهی ور پورته کړ.

پاتريس بلوال وويل:

_د دې خطرناک سړي خوشي کول ښه کار نه و.

ارسن لوپن يوه وړه تيږه په پښه ووهله، ويې خندل:

_وبښئ! خو زه له تاسو سره موافق نه يم.

استفان وويل:

_ارسن لوپن بله چاره نه درلوده؛ فرانسوا په خطر کې و.

ارسن لوپن وويل:

_پوهېږم؛  ورسکي په جنايت کې وړې ده، خو ما ژمنه ورسره کړې وه.

پاتريس بلوال  وويل:

_خو د ورسکي پرېښودل مې زړه خوري؛ هغه په لسګونو بيګناه انسانان ووژل؛ جزېره يې په وحشت بدله کړه؛ اخ، بايد چې تر ستوني مې نيولی وای.

ارسن لوپن وخندل؛ يوه ساتونکې ته يې اشاره وکړه؛ ساتونکی له دوو دوربينانو سره راغی؛ ارسن لوپن يو دوربين پاتريس بلوال او بل استفان ته ورکړل، ويې ويل:

_اوبو ته وګوررئ!  په  يوه ميل واټن کې به يوه بېړۍ ووينئ.

دواړو دوربينونه سترګو ته ور نږدې کړل؛استفان وويل:

_ليرې  يوه کوچينۍ بيړی روانه ده؛ يواځې يو نفر پکې ښکاري؛ اه، فکر کوم چې ورسکی دی؛ خپل ملګری اوتو يې وژلی او په بيړی کې تښتي.

ارسن لوپن وخندل:

_او که برعکس اوتو هغه وژلی وي، بيا؟

پاتريس بلوال په حيرانۍ وويل:

_دا امکان نه لري.

ارسن لوپن له جېبه کتابچه را واېسته؛ پاڼې يې واړولې؛ ويې لوستل:

_د پوځ د پخواني مشر په ياداښتونو  کې ليکلي دي چې ګنج  هغه څوک  لاسته راوړلای شي چې دېرش جنازې پوره کړي؛ څلور ښځي پر صليب راوځړوي او خپله ميرمن ووژني او په پای کې دی په خپله د خپل ملګري لخوا ووژل شي.

 ورسکي د دې خبرو  ټول شرايط  پوره کړل، خو په دې نه پوهېده چې د کتابچې په پاتې پاڼو کې څه ليکلي دي؛ ماکونوک هم  څه نه وو ورته ويلي چې دی به د خپل يوه ملګري لخوا وژل کېږي، خو اوتو  په هر څه پوهېده؛ هغه ته مې دا پخوانۍ کتابچه ور وښوده؛ اوتو هم خرافاتي سړی دی؛ دی باور لري چې د ورسکي په وژلو به د معجزې تيږه پيدا کړي؛ فکر کوم چې تر اوسه به يې ورسکي وژلی وي.

استفان په حيرانۍ وويل:

_نو تا له اوتو سره پېژندل؟

ارسن لوپن وخندل:

_څه فکر کوئ، په دې لنډه موده کې دا ټول کارونه ما په يواځې ځان تر سره کړل؟

د پاترېس بلوال او استفان  سترګې رډې راوختې.

ارسن لوپن وويل:

_اوتو مې  له پخوا پيژانده، خو له ډېر وخت وروسته مې په همدې جزېره کې وليد؛ ومې پوهاوه چې ورسکي د ارشينان د خويندو له وژلو وروسته  د هغوی له جېبونو  سلګونه زره فرانکه کښلي دي.

اوتو پوهېده چې ارسن لوپن غل دی، خو دروغ نه وايي، ځکه يې زما خبره ومنله. د ورسکي دې خيانت يې پر زړه اور بل کړ؛  ورنه ومې غوښتل چې د ورسکي او کونورا توپانچې خالي کړي، خو اوتو له پيسو پرته دا کار نه کاوه؛  مجبوره وم؛  د هغه خبره مې ومنله؛ ورسکي او کونورا نشه وو؛  اوتو يې له توپانچو څخه اصلي مرمۍ وايستلې.

استفان وويل:

_خو اوتو به ورسکي ونه وژني!

_اوتو د خپل رييس په وړاندې کينه درلوده؛ دی د ارشينان له خويندو څخه د ورسکي  پټې غلا د هغه په وړاندې بې باوره کړی و؛  د دواړو له يو بل څخه ښه نه راتلل؛  له بل لوري د معجزې د تيږې کيسه خلاصه شوه؛  اوتو، ورسکي ته کوم احتياج نه درلود.

One thought on “د معجزې تیږه (پولیسي ناول) ژباړن: نصیر احمد احمدي”
  1. تاند والو سلام
    د ناول لخ خپرولو مننه، خو فکر کوم چې نهمه برخه مو پرېښی ده، ځکه تېر ځل مو اتمه برخه خپره کړې وه. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *