د معجزې تیږه

لیکوال: موریس لیلان

ژباړن: نصیر احمد احمدري

پولیسي ناول

 ———————————–

١٣_د سيوري نښه:

پاتريس بلوال بېرته باغ ته لاړ؛ رييس جمهور تللی و؛ دی پر څوکۍ کېناست؛ سړه سا يې وايسته؛ ورونيک ور نږدې شوه، ويې ويل:

_کاپيتانه ! رنګ دې الوتی دی؛ څه خبره ده؟

پاتريس بلوال ځواب ورنه کړ.

فرانسوا وويل:

_ارسن لوپن له خدای پامانۍ پرته لاړ، ولې؟

پاتريس بلوال د هغه پر سر لاس تېر کړ، ويې ويل:

_ارسن لوپن عجيب انسان دی؛ دی هيڅوخت له چا د مننې تمه نه لري.

ورونيک وويل:

_خو د هغه په څېره کې وېره ښکارېدله.

_مېرمنې! ارسن لوپن ښه سابقه نه لري؛ ويره يې پر ځای ده. تېر کال يې زه او مامان کورالي له مرګه وژغورلو؛ درې سوه زره د زرو پخوانۍ سيکې يې له غلو بچ کړي؛ دولت ته يې وسپارلې، خو ” مننې ” ته ماتله نه شو. (١_د زرو زخېرې کتاب.)

څو کاله مخکې د المان د دولت مهم سياسي اسرار ورک شول؛ که دا اسناد د دښمن لاس ته ور لوېدلي وای، د المان دولت به په يوه روپۍ شوی وای، خو ارسن لوپن دا اسناد وموندل او د المان پاچا ته يې تسليم کړل. هغه وخت هم له خدای پامانۍ پرته ورک شو؛ د خلکو په مينځ کې ګنګوسې شوې چې ارسن لوپن ځان سيند ته غورزولی او ځانوژنه يې کړې ده. ( ٨١٣ کتاب)

استفان وويل:

_خو نه و مړ.

_خير، دا سړی مرموز ژوند لري؛ تر جګړې مخکې يې له دښمنانو سره شديده مبارزه وکړه؛  د يوه امريکايي فيوډال په ميليونونو شتمني يې له هغوی څخه وژغورله، خو بيا هم پوليسو شک ورباندې کاوه ( ٣_ د پړانګ غاښونه کتاب). لس کاله مخکې يې د سويس په کانال کې يو سړی وموند؛ مهم اسناد يې په خپله مصنوعي سترګه کې پټ کړي وو، خو بيا هم پوليسو خپل نه کړ.

ورونيک وخندل او ويې ويل:

_ارسن لوپن  د نړۍ تر ټولو هوښيار او زړور انسان دی.

پاتريس بلوال د ميز له سره د چايو پياله ور پورته کړه:

_ارسن لوپن له پخوا راهيسې پيژنم؛ يوه بله کيسه يې هم د اورېدو وړ ده. د سيوري نښه به مو اورېدلې وي؛ دا په ګڼو چاپي مطبوعاتو کې راغلې ده، خو زه د ارسن لوپن له خولې  کيسه درته کوم.

فرانسوا خپله څوکۍ ور نږدې کړه.

پاتريس بلوال  وويل:

_ارسن لوپن څو کاله مخکې تلګراف راولېږه؛ خبر يې کړم چې پاريس ته راځي؛ ما يې هم په خپل کور کې پذيرايي وکړه. ما په بلاک کې ډېر ګاونډيان لرل، خو له دوی سره مې  رابطه نه درلوده او نه مې خوښېدل چې د دوی په اړه کومه پوښتنه وکړم.

په هغو ورځو کې مې د تاريخي آثارو له يوه پلورونکي  څخه يوه ښکلې تابلو اخيستې وه؛ د ارسن لوپن ډېره خوښه شوه؛ ويل يې چې په تابلو کې  معماري د پخواني يونان په سبک جوړه شوې ده؛ هماغسې مرمرينې ستنې لري. ورياده مې کړه چې دا يوه واقعي تابلو ده؛ په څنګ کې ليکلي تاريخ ته يې وګوره. تابلو د ١٨٠٢ کال د اپريل پر ١٥ رسامي شوې وه.

وروسته مې له ارسن لوپن څخه وغوښتل چې په دوربين کې مخامخ کور ته  وګوري.

لمر و؛ دمخامخ تامير لومړی پوړ په اسانی سره ليدل کېده؛ د ويدېدو تخت او ښکلې څوکۍ ښکارېدلې، خو ارسن لوپن ناڅاپه ټکان وخوړ؛ په بيړه يې وويل:

_وګوره، په مخامخ کور کې همداسې يوه تابلو راځوړنده ده.

_زه پوهېدم؛ له همدې امله مې غوښتل چې ارسن لوپن هم پوه شي؛ ومې ويل، تاريخ ته يې وګوره. ١٨٠٢ کال د اپريل ١٥

ارسن لوپن وويل:

_تا يادونه وکړه  چې خپله تابلو دې کاپي نه بلکې اصلي ده ؛  نو د ګاونډي په کور کې مو دا تابلو له کومه شوه؟

_نه پوهېږم!

_په هغه کور کې څوک اوسي؟

_څه موده مخکې  مې همدې تابلو ته پام شو؛ پوښتنه مې وکړه؛  ښځه لويز درمونت نوميږي؛  ژوند يې سخت دی؛  يوه وړه لور لري؛  خپل ژوند په کارګرۍ او خياطۍ پرمخ وړي؛  نيکه يې شتمن سړی و، خو د انقلاب په دوران کې اعدام شو.

ارسن لوپن  فکر په مخه کړ؛  دوربين يې پر مېز کېښود ويې ويل:

_هغه وخت يې مشهور شاعر،  اندريه شنيه هم اعدام کړ.

ومې ويل:

_هو او نن د اپرېل پنځلسمه ده.

ارسن لوپن په پوښتونکي نظر راته وکتل.

ومې ويل:

_د تامير چوکېدار راته وويل چې دا تاريخ دې ښځې ته ډېر اهميت لري.

_پوه نه شوم.

دا بېوزله ښځه بايد هره ورځ کار وکړي او خپله وړه لور  تر مکتبه  ورسوي، خو دا څوم کال دی چې دا ميرمن د اپريل پر پنځلسمه کار ته نه ځي، بس  هر کال په همدې ورځ سهار کور پرېږي او د شپې ناوخته بېرته راشي. نه پوهېږم، خو د تابلو تاريخ او په همدې ورځ د دې ښځې ناڅاپي ورکېدلو حېران کړی يم.

ارسن لوپن وويل:

 _پوهېږې چې دا ميرمن چېرته ځي؟

نه، دا ميرمن ډېرې خبرې نه کوي ؛ ژوند يې حيرانوونکی دی؛ له هيچا سره اړېکې نه لري. وګوره! له دروازې يوه اووه کلنه نجلۍ را ووته،؛ ښځه هم ښکاري؛ څېره يې غمجنه ده؛ غواړې چې چېرته لاړه شي.

ارسن لوپن خپله خولۍ ور واخيسته ويې ويل:

_راځه!

دواړه له کوټې ووتو؛ پر زينو کښته شوو او کوڅې ته ورسېدو.  ګاونډۍ ميرمن نانوايي ته ودرېده؛ دوې ډوډۍ يې واخيستې او په لاسي بکس کې يې واچولې. وروسته يې حرکت وکړ؛ د مونت سيمې ته ورسېدل؛ په يوه کوڅه کې راوګرځېدل؛ کوڅه تشه وه؛ دواړو غاړو ته يې زاړه کورونه وو؛ د سن د سيند اوبه له يوې غونډۍ څخه را تويېدلې.

د کوڅې په پای کې نرۍ لار پرې وه؛ ښځه او د هغې وړه لور  يوه زاړه کور ته ودرېدې؛ ښځې له خپل دستکول څخه کيلې را وايسته؛ ور يې خلاص کړ او دواړه کور ته ور ننوتې.

په دې وخت کې مو د يو چا د پښو غږ واورېد؛ مخ مو ور وګرځاوه؛ يو بوډا او يوه ميرمنه ول؛ دوی زړې جامې اغوستنې وې؛سوالګرو ته ورته رنګونه يې لرل. پرته له دې چې موږ ته څه ووايي؛تېر شول.  بوډا له جېبه کيلي  را وايسته او دواړه هماغه کور ته ور ننوتل.

دا وخت مو د يوه موټر غږ واورېدء زه او ارسن لوپن تر يوه زاړه دېوال پټ شوو؛ موټر د کوڅې په سر کې ودرېد؛ يوه ځوانه  ښځه ترې راکښته شوه؛ هغې قيمتي جامې اغوستې وې؛ پر غاړه يې د الماسو غاړګۍ ځلا کوله. دا ښځه  هم هماغه کور ته ورغله.

ارسن لوپن وويل:

_جالبه  ده!  دا خلک څه اړېکې سره لري؟

دوې په عمر پخې ډنګرې ښځې، يو خدمتګار، حکومتي مامور او يو چاغ سړی چې زړې جامې يې پر تن وې هم همدې کور ته ور ننوتل. حيرانوونکې وه، ټولو له خوراکه ډکې ټوکری ورسره وړلې.

ارسن لوپن ديوال ته وکتل؛  هسک و؛ خو بخت ياري راسره وکړه؛ له وره يو ماشوم راووت؛ د راينورډ د کوڅې پر لور يې منډه واخيسته؛ کله چې بېرته راغی، دوه غټ بوتله اوبه ورسره وې. ماشوم دروازې ته ودرېد؛ له جېبه يې د کيلي د را ايستلو له پاره   دواړه بوتلونه پر ځمکه کېښودل؛ ارسن لوپن نږدې ورغی؛ ځان يې داسې وښود لکه په تفريح چې راوتلی وي؛ کله چې ماشوم په  ځان پسې دروازه وتړله؛ ارسن لوپن شاوخوا وکتل؛ له جېبه يې نرۍ چاقو را ويست؛ د کولپ په سوري کې يې تاو کړ؛ دروازه خلاصه شوه.

په بيړه ورغلم؛ وره ته نږدې زړه ونه ولاړه وه؛ ورپسې بوټي ښکارېدل؛ دې ګڼو بوټو  د نورو له ديده ساتلو. د ونې څانګې مې په احتياط ليرې کړې، خوله مې وازه پاتې شوه؛ کور د هغې منظرې په بڼه جوړ شوی و چې ما په تابلو کې ليدلې و.

زېنې، پايې، چوتره، هر څه په يوناني سبک جوړ ول؛  حيرانوونکې دا وه چې د اپريل په پنځلسمه د پاريس په يوه ارامه کوڅه کې دا خلک د څه  له پاره راټول شوي دي.

زه او ارسن لوپن په بوټو کې مخکې ورغلو؛ په يوه هوار ځای کې ګڼ کسان د دايرې په بڼه راټول ول؛ ټولو خوراک کاوه.

نيم ساعت وروسته په ګډه  ولاړ شول؛ سوالګر او هغه چاغ سړي سګريټونه ولګول؛ ښځې او ماشومان غلي ولاړ ول. داسې ښکارېدل چې ټوله ډله يو بل ښه پيژني.  موږ ليرې وو؛ د دوی خبرې مو نه اورېدلې، خو داسې راته واېسېده چې خبرې يې تودې دي.  کومې ميرمنې چې د الماسو غاړګۍ يې پر غاړه وه تر نورو ډېرې خبرې کولې؛ زه يې د لاسونو له حرکاتو پوه شوم چې په غوسه ده؛  وروسته ناڅاپه د ټولو له خولې يوه وحشتناکه ناره راووته او د څا خواته يې منډې کړې.

همالته  يې د کاريګر له کوچيني  زويه جامې وايستلې؛کميس يوه ور واخيست او پطلون بل؛ دولتي مامور خولۍ ته لاس کړ؛ خو ډنګرې ښځې غوټه کړه او خولۍ يې د هغه له ګوتو وايستله. دوی يوه شېبه خبرې وکړې، خو خبرو يې عادي حالت نه درلود؛ ټول يو بل ته په غوسه ول؛ وروسته  بېرته خپل لومړي ځای ته راغلل او بې حرکته په خپلو ځايونو کېناستل.

ټول غلي ول؛ په څېرو کې يې غوسه ښکارېده، خو حرکت يې نه کاوه. وخت ووت؛ چاغ سړی وخوځېد؛ خپل ساعت ته يې وکتل؛ نورو هم همدا کار وکړ. ډله منتظره وه؛ داسې لکه په يوه ټاکلي وخت چې کومې مهمې پيښې ته په تمه وي، خو کومه پېښه ونه شوه؛ نيم ساعت وروسته چاغ سړي خپلي خولۍ ته لاس ور وغځاوه؛ ولاړ شو؛ په څېره کې يې نا اميدې پرته وه.

دوې ډنګرې ښځې او کارېګره ميرمن پر زنګونو کېناستې؛ پر خپلو ټټرونو يې د صليب  نښه  رسم کړه؛ شتمنې ښځې ژړل؛ ګاونډۍ هم خپله لور پر خپله سينه پورې  نيولې وه؛ څېره يې خواشينې ښکارېدله.

ارسن لوپن اشاره راته وکړه، دواړه په احتياط له کوره ووتو.

ارسن لوپن تر ما مخکې و؛ د کوڅې په سر کې له يوه سړي سره ودرېد؛څه يې وويل؛ ټکسي ته يې لاس وخوځاوه؛ له موټروانه يې وغوښتل چې موږ ٣٤ شمېرې کوڅې ته ورسوې. دا کوڅه ډېره لېرې نه وه؛ زه او ارسن لوپن د رهنمای معاملاتو  د يوه رسمي  دفتر مخې ته کښته شوو.  دروازه مو خلاصه کړه؛يو مهربانه انسان ځان راوپيژاند:

_مهرباني وکړئ، والاندريه نومېږم او د کورونو د پلورلو او اخيستلو رسمي جواز لرم.

ارسن لوپن په بدل  نوم ځان ور معرفي کړ؛ ويې ويل چې کاپيتان ترونوت نوميږي او غواړي چې د کور د جوړولو له پاره ځمکه واخلي؛ د دې يادونه يې هم وکړه چې د راينولد  په کوڅه کې د خرڅلاو ځمکه شته.

خو د موسيو والاندريه ځواب منفي و؛ ويل يې چې دا ځمکه د خرڅلاو له پاره نه ده.

ارسن لوپن په خپله خبره ټينګار کاوه؛ ويل يې چې د همدې ځمکې د پلورلو اعلان يې وليد، خو موسيو والانديه يې خبره نه منله. له څه بحث وروسته، مهربانه سړی ولاړ شو؛ المارۍ ته ودرېد او يوه تابلو يې راکښته کړه. حيران شوو؛ دا تابلو هم کټ_مټ هماغه تابلو وه چې زما او زما د ګاونډۍ په کور کې راځړېدله.

ويې ويل:

_همدا ځمکه ياودې؟

_هو

_دا  ځمکه د يوه لوی باغ پاتې شوې برخه ده؛  يو وخت يې په ښاغلي درمونت پورې اړه لرله، خو هغه د انقلاب په دوره کې اعدام شو؛ باغ يې وارثينو په خپل مينځ کې ووېشه؛ ډېرو خپلې برخې وپلورلې، خو دا  زوړ کور لا پاتې دی. په دې ټوټه ځمکه کې د هغه ټول وارثين شريک دي، خو يوه خبره ده…

ارسن لوپن په بيړه وويل:

_څه؟

_دا ځمکه يو خوندور داستان لري؛ په بيا بيا اورېدلو ارزي.

ارسن لوپن  وويل:

_نو څه ته ماتله يې!

_درته وايم يې! د انقلاب  په پيل کې د باغ خاوند، درمونت په دې پلمه چې د ميرمنې او لور لېدو ته ورځي، په سن ژرمن کې خپل کور ته کولپ ور واچاوه؛ د ده له قوله،  ميرمن  او لور يې چې پولين نومېده په ژنيو کې اوسېدې. درمونت د کور مستخدمينو ته هم ځواب ورکړ او له خپل زوی شارل سره د ژنيو پر ځای يوه بل کور ته لاړ.  د پارسي په سيمه کې دا کور هم د دورمونت ملکيت و او له خپل يوه وفادار نوکر پرته يې بل څوک په دې نه پوهېدل چې زوې او پلار په همدې کور کې اوسي.

دواړه په دې کور کې  درې کاله  پټ شول؛ تمه يې درلوده چې څوک يې ونه وينې؛ خو يو ماسپښين  يې زوړ خدمتګار په بيړه کوټې ته راغی او ويې ويل چې د کوڅې په سر کې يې څو پوليس  ليدلي دي. زاړه خدمتګاردا هم وويل چې د وسلوالو کسانو له حرکاتو پوه شو چې همدې کور ته راځي.

د خدمتګار خبره رښتيا وه؛ شېبه وروسته د  کور دروازه وټکېده؛ درمونت خپل زوی ته وويل چې يواځي پنځه دقيقې هغوی مصروفه کړي او په خپله د کور له شاتنۍ دروازې په بيړه باغ ته ووت.

درمونت څه کول، تېښته؟ د څه شي پټول؟ هېڅوک هم پوه نه شول؛ دی لنډه شېبه وروسته بېرته راغی او ځان يې دولتي  مامورينو ته تسليم کړ.

هغه وخت يې زوی يواځې اوولس کاله درلودل، خو پوليسو هغه هم له ځان سره بوت.

ارسن لوپن وپوښتل:

_کوم وخت و؟

_د انقلاب  دوهم کال…

ارسن لوپن  په دېوال کې ټومبلې جنترۍ ته وکتل:

_په همدې ورځ، د اپرېل پنځلسمه.

موسيو ولااندريه د هغه خبره تاييد کړه.

ارسن لوپن وويل:

_بيا؟

_هېڅ، خبره خلاصه شوه؛ درمونت يې درې مياشتې وروسته  اعدام کړ. زوی يې زندان ته ولېږه او  خلکو د هغه پاتې شتمنۍ چور کړه. خو د درمونت واقعي ثروت ورک شو؛ په خلکو کې دوه رنګه اوازې وې، ځينو ويل چې په سن ژرمن کې د هغه باغ ، نورې ځمکې او جواهرات پر يوه انګليس وپلورل شول؛ د کنوانسيون مجلس هم په همدې اړه د پلټنو غوښته وکړه، خو قانع کوونکی دليل يې ونه موند، خو نور په دې عقيده ول چې د درمونت ټوله شتنمي ورکه شوه.

ارسن لوپن وويل:

_خو د پارسي د سيمې ځمکه لا همداسې پاتې ده.

_دا ځمکه يوه دولتي مامور په ارزانه بيه واخيسته؛ دا مامور بروکت نومېږي، خو وروسته يې د کور دروازې وتړلې او تر کور يې سيمټې دېوالونه راوګرځول، کله چې د درمونت زوی شارل له زندانه را خلاص شو،  د بروکت پر ضد محکمې ته لاړ؛ دعوا يې وکړه، خو قضيه يې ونه ګټله.

شارل په دولت کې له يوه لوړپوړې چارواکي مرسته وغوښته؛ بروکت د فشار له کبله راضي شو او د ډېرو پيسو په مقابل کې يې کور بېرته  شارل ته ور پرېښود. شارل  ډېر خوشاله و،  هومره چې د ټولو په مخ کې په نڅا راغی.

 شارل څوک نه لرل؛ مور يې د ډېر زړښت او خور يې د ناروغي له لاسه مړه شوي وو؛ ده له يوه زاړه خدمتګار  سره يواځې ژوند کاوه. کلونه تېر شول، خو په ١٨١٢ م کال کې يوه حيرانوونکې پېښه رامينځته شوه؛ د درمونت يوې پخوانۍ زړې خدمتګارې د ژوند په وروستيو کې شارل  ته  اعترا ف وکړ چې  درمونت د انقلاب په پيل کې له سرو زرو څو ډکې کڅوړې همدې  کور ته راوړې، خو کله چې ونيول شو، له زرو ډکې کڅوړې هم ورکې شوې. دا يې هم وويل چې دا لوی ګنج، په باغ کې  تر خاورو لاندې دی، خو دقيق ځای يې نه دی معلوم.

شارل او د هغه زاړه خدمتګار نيمايي باغ پر  بل مخ را واړاوه، خو نتيجه يې ورنه کړه.

ارسن لوپن وويل:

_څه فکر کوې، د زرو دا کڅوړې به اوس هم په پاغ کې وي؟

_ نه پوهېږم، بروکت مې هم تر پايه سرمايه داره ونه ليد. فکر نه کوم چې هغه دې وړې  وي.

_بيا؟

_شارل واده وکړ؛ د اولادونو خاوند شو، خو لا يې هم د سرو زرو له کڅوړو تمه نه ختله؛  ده به وخت ناوخته د لوی باغ ځينو سيمو ته بيلچې او کولنګان نيولي وو. يو وخت يې له ژنيو څخه د خور اولادونه  راغلل؛ هغوی هم د باغ په کېندلو کې مرسته ورسره کوله.

شارل نا اميده شو؛ تمه يې وخته؛ دی ډېر وخت له کوره نه راووت، خو کله کله به د عادت خلاف په باغ کې ښکاره شو؛ تابلو به يې په لاس کې نيولې وه؛ کله به څا ته ودرېد او کله به يې هم په باغ کې دوره وخوړه. شارل به هر سهار پنځه نيمې بجې له خوبه را وېښېده؛ تل به په خپله کوټه کې و. دی په ١٨٢٠ کې مړ شو.

موسيو والاندريه وټوخل او خبرې يې پرې شوې.

ارسن لوپن وويل:

_د شارل له مرګه وروسته څه پېښ شول؟

 موسيو والاندريه غاړه صافه کړه:

_د هغه اولاده له تېرو شلو کالونو راهيسې په دې ګنج پسې ګرځي؛  په باغ کې يې يوه لوېشت ځای هم له اړولو پرته پرېنښود، خو څه يې ونه موندل؛ د شارل او د هغه د خور لمسيان اوس هم په کال کې يو ځل د اپرېل په پنځلسمه په همدې کور کې راټولېږي. لا يې تمه نه ده ختلې؛ کله کومه تيږه له ځايه را پورته کړي او کله هم څا ته ور کښته شي. له دې کورنۍ پاتې شوي کسان هر کال په همدې ورځ په همدې تاريخ  زاړه کور ته راځي؛ د ليونيانو غوندې حرکتونه کوي او د يوې غيبې پيښې په انتظار ناست وي.

دوی د کال له پيل څخه  دا پرېل پنځلسمې ته په تمه وي؛ هيله لري چې په دې ورځ به يوه معجزه تر سره او د نيکه ګرانبيه خزانه به ومومي. په دوی کې له يوې ښځې پرته  نور ټول په غربت کې ژوند کوي؛ هر يوه يې د باغ خپله برخه خرڅه کړه، خو ټول په يوه اتفاق د زاړه کور  له پلورلو څخه ډډه کوي؛ دوی ته دا برخه  د زيارت په شان  مقدسه ده او په هېڅ صورت يې پلورلو ته غاړه نه ږدي. دوی په دې عقېده دې چې يوه ورځ به يې د نيکه خزانه له څا څخه راووزي.

ارسن لوپن خپلو اوږو ته ټکان ورکړ؛ سګرټ يې ولګاوه؛  د دوکان مالک ته يې وکتل او ويې ويل:

_ښاغيله والاندريه! تاسو په دې اړه  څه فکر کوئ؟

والاندريه په خپلو ذره بيني عينکو سپين دسمال تېر کړ:

_زه په دې باور يم چې هيڅ هم نشته؛  هسې يې د يوې ليونۍ خدمتګارې په خبرو باور کړی؛  له بل لوري باغ ټول وکېندل شو؛  که خزانه وای، تر اوسه به راوتلې وه.

ارسن لوپن دېوال ته وکتل:

_نو دا يورنګه تابلو ګانې څه مانا لري؟

نه پوهېږم، خو درمونت ښه رسام و؛  کټ مټ دې ته ورته  دوې  نورې تابلو ګانې يې هم انځور کړې وې.

ارسن لوپن ولاړ شو؛  له دېواله يې تابلو را واخيسته؛  پر مېز يې کېښوده؛  په ځېر يې ورته وکتل.

والاندريه وويل:

_يوه يې همدا ده؛  بله يې د درمونت د يوې لمسۍ په کور کې راځړېږي او له درېيمې نه يم خبر.

ارسن لوپن ماته وکتل، ويې ويل:

_په درېيو  تابلو ګانو يو تاريخ ليکلی، د اپرېل پنځلسمه!

والاندريه وويل:

_په ټولو تابلو ګانو ٢_٤_١٥ ليکل شوي دي؛ درمونټ  په ١٧٩٤ کال په همدې ورځ ونيول شو.

د ارسن لوپن شونډې وخوځېدې:

_دا په دې مانا ده چې د ٢ عدد…

 يودم غلی شو، والاندريه ته يې وکتل:

_له دې کورنۍ پرته بل چا د دې ګنج د پيدا کولو هڅه ونه کړه؟

_ولې نه! دې اوازې ټول ښار په سر واخيست؛  په ١٨٤٣ کې د موسيو توربون په نوم يوه مشهور دولتي مامور له دې قضيې سره دلچسپي وښوده؛ ده اتلس ځله په باغ کې کېندنې وکړې ؛  وروسته يې د دورمونت د کورنۍ د غړيو په خوښه فالبينان او جادوګران راوغوښتل؛  هغوی ژمنه وکړه چې دا ګنج به پيدا کوي، خو بريالي نه شول. بيا دا کور د دولت د بوديجې له پاره مهم وګڼل شو؛   دولت امر وکړ،که د درمونت له اولادې پرته کوم بل څوک  غواړې چې په همدې سيمه کې  کېندنې وکړې، دولت  ته بايد ټکس ور وسپاري.

ارسن لوپن وويل:

_څومره؟

_د کېندنو د جواز له پاره لس زره فرانکه، خو که يې ګنج وموند، په دريو برخو کې به دوې برخې حکومت ته سپاري. له هغه را وروسته ډېرو  کسانو د ګنج له پيدا کولو سره علاقه ونه ښوده.

ارسن لوپن جيب ته لاس کړ، ويې ويل:

_مهرباني وکړئ، دا يې هم لس زره فرانکه، هيله کوم، د دولت اجازه ليک راته واخلئ.

والاندريه په حيرانۍ ورته کتل.

ارسن لوپن وويل:

 _يو بل کار هم وکړه! د درمونت د کورنۍ غړو ته ووايه چې راتلونکی کال د اپرېل په پنځلسمه په همدې کور کې زما په تمه ووسي.

والاندريه وويل:

_ته ليونی يې، هلته هيڅ هم نشته؛  هسې اوازې دي.

_خير، ته به خپله برخه کميشن واخلې. .

والاندريه قلم ور واخيست او د پيسو د اخيستلو رسيد يې وليکه. کاغذ يې ارسن لوپن ته ونيو ويې ويل:

_هيله کوم، د پښيمانۍ په صورت کې بايد د اپريل تر پنځلسمې،  اته ورځې مخکې خبر راکړی، خو زه به تر بل اپرېله د درمونت وارثينو ته څه نه وايم؛  نه غواړم چې دې بېوزله خلکو ته د ګنج د پيداکولو بېځايه تمه پيدا شي.

ارسن لوپن په خبره کې ور ولوېد:

_نه، همدا نن يې خبر کړه!  غواړم چې يو کال خوشاله و اوسي.

دواړه د والاندريه له دوکانه راووتو؛  په کوڅه کې مې ارسن لوپن ته وويل:

_د ګنج په اړه په څه پوه شوې؟

ويې خندل:

_نه، يواځې يوه  ښکلې سرګرمي ده.

_خو په دې سيمه کې سل کاله  کيندنې کېږي.

_د کيندنو پرځای بايد فکر شوی وای؛  زه د فکر کولو له  پاره ٣٦٥ ورځې لرم، خو که مې دا خزانه هېره شوه،ته به يې راپه يادوې.

مياشتې ووتې؛ کله کله به مې د ورکې خزانې يادونه ورته کوله، خو ارسن لوپن داسې ښکارېده چې له دې موضوع سره  کومه دلچسپي نه لري؛  يو ځل  دوه _درې مياشتې ورک شو؛  نه پوهېدم چې چېرته تللی و او څه يې کول. يوه ورځ دخپلو ځينو کارونو د ترسره کولو له پاره افريقا ته لاړم؛  وخت ووت؛  له ارسن لوپن څخه مې هيڅ احوال نه درلود. کله چې بېرته فرانسې ته راغلم،  د دورمونت په اړه مې ځينې اطلاعات تر لاسه کړل؛  پوه شوم چې د درمونت لمسۍ ( زموږ ګاونډۍ ) څو کاله مخکې له يوه ځوان شتمن سړي سره نامزاده شوې وه، خو د ځوان کورنۍ په دې نامزادۍ خوښه نه وه؛ همدا علت و چې ځوان خپله نامزادي فسخه کړه او له يوې بلې شتمنې نجلۍ سره يې واده وکړ.

همدا مالومات مې ارسن لوپن ته په يوه ليک  کې وليکل، خو هغه زما يو ليک هم نه ځواباوه. په دې نه پوهېدم چې ليکونه مې  ور رسېږي که نه! په هر صورت، د اپرېل پنځلسمه ورو ورو را نېږدې کېدله او په پای کې همدا ورځ راورسېده، خو د ارسن لوپن درک نه و.  د غرمې له ډوډۍ وروسته د  پارسي سيمې ته ورغلم؛ د کوڅې په سر کې مې څلورکاريګر ماشومان ولېدل چې د درمونت د زاړه کور مخې ته ولاړ ول.

 د يوې زړې ونې سيوري ته ودرېدم. د معاملاتو د لارښوني د دفتر مشر  والاندريه راغی؛  په مينه يې روغبړ وکړ، ويې ويل:

_ښه نو، ملګری دې لا تر اوسه نه دی راغلی؟

لنډ ځواب مې ورکړ:

_نه

والاندريه  ټوخي واخيست؛ ويې پړنجل، له لمره سيوري ته شو؛  ويې ويل:

_د درمونت د کورنۍ غړي مې لا پخوا خبر کړي وو؛  بېوزلو ته  تمه پيدا شوې ده؛  خو کاشکې مې نه وای ورته ويلي؛  ستا د ملګري درک نشته.

د کور دروازه خلاصه شوه؛  ډله کسان ترې را ووتل؛ ټولو زړې جامې اغوستې وې؛  له څېرو نهيلي ښکارېدل؛  دوی تر موږ را تاو شول؛  د  ارسن لوپن په اړه يې پوښتنې کولې؛  هغوی ته مې وويل چې راځي، خو په زړه کې په خپله خبره شکي وم.

زما ګاونډۍ وويل:

_که هغه رانه غی، بيا؟

مخکې تر دې چې  ځواب ورکړم، سوالګر بوډا وويل:

_والاندريه ته يې لس زره فرانکه ايښي دي؛  که يې درک ونه لګېد؛  دا پيسې بايد موږ ته راکړي؛  په خپلو مينځو کې به يې ووېشو.

خو دې خبرې يو هم خوشاله نه کړ؛  په څېرو کې يې نا اميدې له ورايه ښکارېدله.

وخت ووت؛  دوو  ډنګرو ميرمنو دېوال ته خوار ولي ولګول؛  خيرن چاغ سړی عصباني و؛  وروسته يې غوسه له کنټروله ووته؛  له خولې يې لاړې باد شوې، ويې ويل:

_دې احمق سړي پر موږ ملنډې ووهلې؛  له کاره او غريبۍ يې وايستلو؛  په اوله ورځ لا پوهېدم چې دروغ وايي.

بيا يې په غوسه ماته وکتل؛  تر خولې يې سپکې سپورې  راووتې او غلی ودرېد.

د موټر سايکل غږ راغی؛  غږ په چټکی سره را نږدې کېده؛  ورمېږونه کاږه شول؛  يو څوک پر موټرسايکل سپور و؛  جامې او څېره يې په خاورو ککړه وه؛  په موټرسايکل پسې ليکه دوړه ښکارېدله.

موټر سايکل نږدې ودرېد؛  سړي ته مې په ځير وکتل؛  اه خدايه! ارسن لوپن و؛  زړې او شکېدلې جامې يې اغوستې وې؛  څېره يې له دوړو  نه پېژندل کېدله.

والاندريه زما غوږ ته خوله رانږدې کړه:

_غلط شوی خو به نه يم؟

ارسن لوپن يې خبره واورېده؛  ويې خندل؛  مخکې راغی؛  ويې ويل:

 _نه، يواځې برېتونه مې خرېيلي دي؛ ذهن دې سم کار کوي.

لاس يې راکړ؛  وروسته يې له جېبه يو کاغذ را وايست:

_ښاغليه والاندريه! دا يې هم د پيسو رسيد.

بيا يې يوه ماشوم ته وويل:

_هله، له ښاره يو کرايي موټر راوله!

ماشوم حيرانې سترګې ورته نيولې وې.

ارسن لوپن خپل ساعت ته وکتل؛  يو دم يې چيغه کړه!

_هله نو، ژر؛   وږی يم، له تندې مې ستونی وچ دی. يواځې پنځلس دقيقې وخت لرم.

هلک منډه واخيسته؛  زاړه ګدا ارسن لوپن ته  د وچې ډوډۍ  څنډه  ونيوله؛  ارسن لوپن دېوال ته کېناست؛  پر کلکه ډوډۍ يې غاښونه ټينګ کړل؛  په ډکه خوله يې وويل:

_بښنه غواړم؛  په لاره کې ريل له پټلۍ ووت ؛  پنځلس نفره مړه شول؛ اړ وم چې له زخميانو سره مرسته وکړم؛  وروسته مې همدا زوړ موټرسايکل کرايه کړ؛ تر دې ځايه مې ځان راورساوه. ښاغليه والاندريه! هېله کوم  دا موټرسايکل د هغه خاوند ته وسپاره؛  نوم يې  د موټرسايکل پر ټانکی ليکلی دی…

 ارسن لوپن خبرې کولې او له حاضرينو يې د ناوخته راتګ له امله بښنه غوښته.  وروسته يې  يودم وويل:

_اه! موټر راغی.

ساعت ته يې وکتل:

_وخت تېر دی.

ټولو په حيرانۍ ارسن لوپن ته کتل؛  ډاډه وم، هغه باور چې ما پر ارسن لوپن درلود نورو نه ورباندې کاوه.

شېبه وروسته ټول انګړ ته لاړو؛  څا ته ور  نږدې شوو؛ څا ته نږدې لويه تيږه وه؛  تيږه تر ډېره د انسان  هغه مجسمې ته پاتې کېدله  چې پر ملا کړوپ وي او پر اوږو يې يو مرمرين  لوښی نيولی وي. په لوښې کې غشي ته ورته ډبرين تير ښکارېده.

تيږه زړه وه؛  د وخت په تېرېدو سره يې رنګ بدل شوی و او په هغې کې نقاشي شوي خطونه سم نه ښکارېدل.

ارسن لوپن  يوه دقيقه تيږې ته وکتل؛  وروسته يې ورو وويل:

_هيله کوم  يوه چاړه راکړئ!

چاغ ګردي سړي له جېبه تېره چاقو را وايست.

ارسن لوپن لومړۍ خپل ساعت او بيا غشي ته وکتل؛ شېبه وروسته د غشې د سيوري څوکه د تيږې پر لاندينۍ برخه ولګېده؛  ارسن لوپن هماغه ځای ته چاقو سيخ کړ؛  په احتياط يې راشنه شوي واښه ليرې کړل؛ يو درز پيدا شو؛ دوې ګوتې يې ور وغځولې؛  يو کوچينی شی يې را وايست؛  په دسمال يې پاک کړ؛   لمر ته يې ونيو؛ په ځير ځير يې ورته وکتل، ويې ويل:

_ښاغليه والاندريه، دا درسره وساته.

والاندريه رېږدېدلی لاس ور وغخاوه.

ارسن لوپن وويل:

_د الماسو يوه وړه ټوټه ده.

ټولو يو بل ته وکتل؛  په څيرو کې يې خوښي ور ټوله شوه.

ارسن لوپن په احتياط د چاقو څوکه تر تيږې لاندې کړه؛  چاک  لوی شو؛  لومړی يې يو کوچينۍ الماس وموند او وروسته يې له هماغه ځايه د الماسو نورې شپاړس  ټوټې را وايستلې.

د درمونت د کورنۍ د غړو سترګې رډې راختلې وې، خو يوه هم څه نه ويل؛  په ځير ځير  يې د ارسن لوپن ګوتو ته کتل.

خو چاغ خيرن سړی بې صبره شو؛  له خوشالی ډکه ناره يې تر خولې راووته!

_اه خدايه! شکر.

دوې ډنګرې خويندې له ډېرې خوشالي بې هوښه شوې؛  بوډا سوالګر دعاوې کولې. ..د وړو_ زړو سترګې له اوښکو ډکې وې. ما هم په حېرانۍ تر مجسمې لاندې جوړ شوي درز  ته کتل، خو کله مې چې مخ  واړاوه، ارسن لوپن نه و.

په دوهمه ورځ مې خپل کور ته نږدې په يوه قهوه خانه کې  وموند.

لومړۍ پوښتنه مې دا وه:

_تا په خزانه کې يوه برخه حق درلود.

ويې خندل:

_د درمونت  بېوزلو وارثينو ترما ډېره اړتيا ورته درلوده.

_خو څنګه دې داخزانه پيدا کړه؟

ارسن لوپن د قهوې پيالې ته لاس ور وغځاوه:

_اسانه وه، بس لږ فکر يې غوښت. درمونت په درېيو تابلوګانو يو تاريخ ليکلی و؛ زوی يې شارل په زړښت کې عصبي شو  او د لېونتوب حمله ورباندې راغله؛ دهغه د ناروغي په اړه مې يو رواني ډاکټر وپوښت؛  را ته ويې ويل،  چې دا ناروغي پر اعصابو ناوړه اغېزه پرېږدي او تېر يادونه له ذهنه  باسي. د شارل  په ذهن کې به د خزانې د پټېدو ځای د خوب په څېر ور ګرځېده، خو دی نه پوهېده چې پلار يې خزانه  چېرته پټه کړې وه.

د هغه يو زوړ خدمتګار راته وويل چې شارل به د ژوند په وروستيو کې هر کال د اپرېل په پنځلسمه تر څا  راګرځېده، فکر مې وکړ د تابلوګانو تاريخونه مې ذهن ته راغلل؛ پوه شوم چې ټول راز څا ته نږدې په همدې ډبرېنه مجسمه کې دی.

ومې ويل:

_نو څنګه پوه شوې چې د غشي سيوری به په دوو بجو د مجسمې پر هغه  درز  لوېږې ، چې تر لاندې يې خزانه پرته وه؟

ارسن لوپن له قهوې څخه غوړپ وکړ، ويې ويل:

_د تابلو ګانو په تاريخ کې ٢ ليکلي وو؛ فکر مې وکړ  د دوو بجو مانا مې ترې واخيسته؛ په دې مانا چې لمر راګرځې او د اپريل په پنځلسمه دوه بجې به د غشي سوری د مجسمې پر هغه ځای لوېږې چې تر لاندې يې خزانه پرته ده.

_خو اوازې وې چې درمونت له طلا ډکې کڅوړې درلودې؟

_درمونت له دولت سره مخالفت درلود؛سره زر ډېر وو؛ د اسانه  پټولو له پاره يې د الماسو په اتلسو قيمتي ټوټو بدل کړل؛  پټولو يې ډېر ځای نه نيو. کله چې دولتي مامورين د هغه د نيولو له پاره کور ته ورغلل، سړی وارخطا شو؛ په بيړه د باندې ووت او الماس يې د همدې مجسمې په يوه  درز  کې کېښودل. فکر مې وکړ، په سل کاله کې سلګونه خلک يوې خواته روان ول؛ ټول باغ يې  پسې وغوښت. زه د هغوی په مخالفه لاره لاړم؛ نوې لار؛نتيجه مې واخيسته، ځکه د سرو زرو د کڅوړو پټېدو وخت غوښت؛ ځمکه ورته کېندل کېده، خو د  والاندريه په خبره درمونت په پنځو دقيقو کې بېرته کوټې ته راغلی و؛ وپوهېدم چې د پټېدو شی بايد ووړ وي، دومره چې په پنځو د قيقو کې پټ شي. يوه بل ټکي ته مې هم پام شو؛ هغه وخت د اپرېل پنځلسمه د ماسپښين دوې بجې وې؛ ده هم د غشې سيوری په نښه کړ؛ دا سيوری همدې درز ته سيخ و.

ارسن لوپن غلی شو، ويې وخندل،  ويې ويل:

_خو پوښتنه دې ونه کړه چې په دا سل کاله کې دا الماس ولې پيدا نه شول؟

په پوښتونکي نظر مې ورته وکتل.

ويې ويل:

_د خلکو په مينځ کې د سرو زور د کڅوړو اوازه ګډه وه؛ ډېر ځای يې نېو؛دوی ځمکه پسې اړوله؛ په حقه ول؛ د سرو زرو ډکې کڅوړې به د مجسمې په يوه درز  کې څنګه ځايدلې!

د پاتريس بلوال کيسه همدومره وه. يوه شېبه غلی شو؛ وروسته يې فرانسوا او د هغې مور ورونيک ته مخ ور واړاوه:

_ارسن لوپن زړه سوانده انسان دی؛ ده له ډېرو بېوزله خلکو سره مرسته کړې؛ د  دولت غلا شوې خزانې او رازونه يې بېرته دولت ته ورسپارلې دي، خو هېڅوخت مننې ته نه دی ماتله شوی.

ورونيک وويل:

_ارسن لوپن اوس چېرته لاړ؟

دم ګړۍ خو يې د افريقا نيت درلود، خو هغه مرموز انسان دی؛ په پلان يې څوک نه پوهېږي؛  ډاډه يم  چې  له تاسو څخه به د ليک په واسطه احوال واخلي.

پاتريس بلوال غلی شو؛ استفان ته يې وکتل؛ د هغه سر ځوړند و؛ داسې لکه په ژور سوچ کې چې ډوب وي. پاتريس بلوال د ورونيک  پر اوږه لاس کېښود، ويې خندل:

_تمه لرم چې د ارسن لوپن وړاندېز ومنئ! د ګډ ژوند له پاره تر استفان ښه انسان نه شې  موندلی.

ورونيک وويل:

_له استفان څخه نه بېلېږم؛ زړه مې دی چې درې واړه، زه، استفان او فرانسوا انګلستان ته لاړ شو او يو څه وخت په ارامه تېر کړو.

پاتريس بلوال پوه شو چې ورونيک او استفان په انګلستان کې واده سره کوي. ټولو ته يې لاس ور کړ او له انګړ ووت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *