لیکوال: موریس لیلان
ژباړن: نصیر احمد احمدري
پولیسي ناول
———————————–
١٤_حيرانونکی مساپر
کال ووت؛ يوه ورځ ارسن لوپن رېل ته وخوت؛ نيت يې و چې د سن د سيند په ساحل کې خپل ملګري وويني، خو د قطار تر حرکت مخکې څو ځوانان رېل ته ور پورته شول؛ سګريتونه يې لګولي وو او يو بل ته يې په ټوکو کې سپکې سپورې ويلي. ارسن لوپن ته دا حالت د زغملو وړ نه و؛ بکس يې ور واخيست او دوهمې کوپې ( د رېل کوټې ) ته ورغی؛ په کوپه کې يوه ميرمن او يو سړی ولاړ و؛ ارسن لوپن په لومړي نظر دا مېرمن وپېژندله؛ يو وخت يې ګاونډۍ وه، خو ارسن لوپن د هغې له سترګو څخه وپوهېده چې دې کوپې ته د ده په راتلو خوښه نه ده؛ ښځې بېرته مخ واړاوه او له سړي سره په خبرو بوخته شوه. ارسن لوپن غلی ودرېد؛ شېبه وروسته يې يو ځل بيا ښځې ته وکتل، خو دا ځل د هغې پر سرو شونډو موسکا پرته وه.
سړ ي په لوړ غږ وويل:
_اه ګرانې، زه بايد لاړ شم.
دا يې وويل؛ د ښځې مخ يې ښکل کړ او په بله ايستګا کې له رېله کښته شو.
ناڅاپه د شور او زوږ غږ راغی؛ يو سړی کوټې ته راننوت؛ ګاونډۍ چيغه کړه؛ ارسن لوپن په بيړه ور وکتل؛ د ښځې په څېره کې وېره پرته وه. ارسن لوپن ډارن سړی نه و، خو نوی راغلی کس په ظاهره ډېر با ادبه ښکارېده. دې سړي ښکلې دريشي او منظمه نيکټايي درلوده؛ لاسونه يې په قيمتي دستکشو پټ ول.
دا سړی شناخته ورته وايسېد؛ پر ذهن يې فشار راووړ، خو کومه نتيجه يې وانه خيسته. کله چې يې دوهم ځل ګاونډۍ ميرمنې ته وکتل د هغې رنګ تر پخوا زيات الوتی و؛ سترګې يې رډې راختلې وې او پرته له دې چې له نوي راغلي سړي څخه سترګې واړوي، په بکس کې يې څه لټول… وروسته يې بکس پر خپل ټټر پورې ټينګ ونيو؛ له ارسن لوپن سره يې سترګې وجنګېدې؛ ارسن لوپن د ښځې په سترګو کې پروت وحشت، پوښتنې ته اړ کړ:
_ميرمنې! خوښه مو نه ده چې کړکۍ خلاصه کړم؟ تازه هوا به مو پريشاني ليرې کړي.
ښځې نوي راغلي سړي ته اشاره وکړه؛ ارسن لوپن په سترګو کې وپوهوله چې مه وېرېږه! زه درسره يم.
ناپيژانده سړي لومړی ارسن لوپن او بيا ښځې ته وکتل او د کوپې په کونج کې غلی ودرېد. درې واړه غلي وو؛ يواځې پر پټلۍ د رېل د تېرېدو غږ راته؛ کله کله به د څنګ له کوپې د مستو او بې تربيه ځوانانو خندا راغله.
ګاونډۍ ميرمنه ارسن لوپن ته ورنږدې شوه په وېره يې وويل:
_دا سړی پېژنې؟
_نه
_ارسن لوپن دی!
ارسن لوپن ته خندا ورغله، ويې ويل:
_امکان نه لري؛ارسن لوپن د يوه جرم په تور ونيول شو؛ يوه اوونۍ مخکې يې محکمه وه؛ په خپله مې واورېدل؛ شل کاله قيد ورباندې ختلی دی.
د ښځې په تندي کې ګونځې پيدا شوې:
_پر ما باور ولره؛ خاوند مې په عمومي زندان کې وظيفه لري؛ ويل يې چې ارسن لوپن وتښتېد.
_که داسې وي، ريل له پوليسو ډک دی، ولې يې نه نيسي؟
_د دې سړي وارخطا راتګ له پوليسو څخه د هغه د تېښتې مانا ورکوي.
ارسن لوپن ته د ښځې خبرې احمقانه ښکاره شوې، ويې ويل:
_غم مه کوه! که ستا خبره رښتيا وي، په همدې کوپه که به يې ونيسي.
غلی شو؛ نوي راغلي سړي ته يې کتل؛ نيمايي څېره يې په خولۍ کې پټه وه. ښځې ته يې وويل:
_نو تاسو ولې وېرېږئ؟
ځواب يې وانه ورېد.
يو ماشوم راغی؛ په لاس کې يې اخبارونه وو؛ ارسن لوپن پيسې ورکړې؛ يو اخبار يې ترې واخيست او مهم عنوانونه يې تر سترګو تېر کړل؛ د ارسن لوپن په اړه هېڅ هم نه و ليکل شوي.
تېره شپه يې تبه وه؛ سترګې يې نه وې پتې کړې ؛ خوب ورته، ځکه چپرکټ ته وخوت.
ښځي په وېره وويل:
_تاسو بايد ويده نه شئ.
ارسن لوپن سترګې پرانيستې؛ ښځې اخبار ور واخيست؛ په ځير ځير يې ورته وکتل؛ بېرته يې پر چپرکټ کېښود.
ارسن لوپن وويل:
_خو ماته خوب راځي.
يوه شېبه يې د رېل له کړکۍ څخه د باندې وکتل؛ ولاړې ونې او شنه فصلونه په چټکۍ سره شاته پاتې کېدل؛ وروسته يې سترګې پټې کړې؛ فکرونو په مخه کړ؛ ارسن لوپن ته د ښځې خبرې حيرانونکې وې؛ دې ښځې اصلي ارسن لوپن نه پيژانده، خو ولې يې پر بل چا د ارسن لوپن شک راغلی و او له ارسن لوپن څخه
په څه خاطر وېرېدله! وروسته دې نتېجې ته ورسېد چې ښځه روحي ستونزه لري او چټياټ وايي.
يو ناڅاپه يې پر سينه فشار راغی؛ په بيړه يې سترګې رڼې کړې؛ نا پيژانده سړي تر ستوني نيولی و. ګاونډۍ ته يې وکتل، تندی يې ويني و.
ارسن لوپن د ځان د خلاصولو هڅه وکړه، خو سړي پياوړې ګوتې درلودې؛ ارسن لوپن په سختی سا اخيسته.
سړی پوه شو چې که يوه دقيقه نور هم د ارسن لوپن ستونی همداسې ټينګ ونيسي، نو مړينه يې حتمي ده، ځکه يې ستونی پرېښود، خو په ډېره چټکۍ سره يې د ارسن لوپن تر لاسونو پړی تاو کړ؛ ارسن لوپن د ځان د ژغورلو هڅه کوله چې پښې يې هم وتړل شوې.
د ارسن لوپن په زړه کې ور تېره شوه:
_اه! دا سړی تر ما هم چټک دی.
سړي له خپل جېبه پلستر را وايست او د ارسن لوپن خوله يې ور وتړله. وروسته يې د ګاونډۍ بکس له غولي راپورته کړ؛ په بکس کې پراته ګران بيه جواهرات او قيمتي غمي يې په خپل جېب کې واچول.
ښځې په زحمت سترګې خلاصې کړې؛ په بيړه يې له خپلو لاسونو بنګړي را وايستل او د سړي پښو ته يې ور وغورځول.
سړی ټيټ شو؛ په ډېرې خونسردۍ يې يو يو بنګړی جېب ته کړ. ښځې ته ور نږدې شو؛ پر هغې دوهم ځل د بې هوښۍ حمله راغله. سړي سګريټ ولګاوه؛ يو يو غمۍ يې سترګو ته ونيو؛ وروسته يې د ارسن لوپن جيبونه وپلټل؛دولس زره فرانکه او د هغه د ياداښت کتابچه په ګوتو ورغلل.
ارسن لوپن پيسو ته نه و خواشينی، له بل څه وېرېده. ارسن لوپن څو مياشتې مخکې پوليسو د غلا په تور ونيو، خو دا غلا ده نه وه کړې؛ دولت بهانه غوښته؛ په محاکمه کې يې د ارسن لوپن پخوانۍ دوسيې را برسېره کړې؛ قاضي مجرم وپيژاند او شل کاله قيد ورباندې وخوت، خو يوه اوونۍ مخکې له زندان څخه وتښتيد. ارسن لوپن دومره وخت ونه موند چې په سمه توګه خپله څېره بدله کړي، خو بيا هم ښه و، په ښار کې يې يو شناخته سړي ته سلام ور واچاوه، هغه ونه پيژاند، خو پوليسو هڅه کوله چې ارسن لوپن ونيسي.
ارسن لوپن مجبور شو چې له يوه جعل کاره ملګري مرسته وغواړي؛ هغه هم په جعلي نوم د مدافع وکيل يو کارت ورته جوړ کړ. دې کارت مرسته ورسره وکړه چې تر رېله پورې ځان را ورسوي، خو زړه يې دربېده؛ پر سړک، مغازه، رېل او هر ځای کې خلکو د ارسن لوپن د تيښتې په اړه خبرې کولې. تر ټولو بده لا دا چې اوس پر يوه چپرکټ پورې تړلی و، ژر ، يا ناوخته، بس! د پوليسو له پاره تياره ګوله وه، هغه يې لاس تړلی نيولی شوای.
ارسن لوپن يوه بله اندېښنه هم درلوده؛ غل په راتلونکي تم ځای کې له کوپې څخه کښته کېده؛ بې هوښه ښځه په سد راتله؛ چېغې يې وهلې اوپوليس يې مرستې ته را بلل؛ د ده نيول کېدل حتمي وو.
له ځان سره يې وويل:
_کاشکې دا غل د ښځې خوله هم ور وتړي، خو غله بې غمه خپل سګرټ څکاوه او له کړکۍ څخه يې له ښکلو منظرو خوند اخيست. وروسته يې د ارسن لوپن د ياداښت د کتابچې پاڼې واړولې؛ ښځې ته يې وکتل؛داسې ورته واېسېده لکه ځان چې يې په بې هوښۍ اچولی و، ځکه کله کله به يې د سګرټ د لوګي له لاسه له خولې ورو ټوخی را ووت.
رېل تېز و؛ له لېرې د ټکټ ورکونکې چيغې راتلې:
_د ارش د پله تم ځای را نږدې دی، کوزېدونکي مساپر دې تياری ونيسي.
غل يو ناڅاپه په چټکو ګامونو د دوی خواته ور نږدې شو؛ ښځې چېغه کړه او دا ځل په رښتيا بې هوښه شوه.
غل د رېل کړکۍ ته ودرېد؛ په بيړه يې د ارسن لوپن بالاپوښ واغوست.
رېل د سن له سيند څخه د تېرېدو په حال کې و؛ غله خپلې پايڅې ور پورته او کړکۍ يې خلاصه کړه. ارسن لوپن له ځان سره وويل:
_احمق نه پوهېږې چې له دومره تېز رېل څخه ځان اچول مرګ دی.
رېل په اوږده تونل کې ننوت؛ تياره شوه؛ د ارسن لوپن سترګې رډې راوختې؛ سړي له کړکۍ څخه خپلې پښې ايستلې وې.
تياره، د رېل لوګی او پر پټلۍ باندې د رېل د تېرېدو تېره غږ، اه! مرګ حتمي و، خو د رېل سرعت يودم ورو شو. ارسن لوپن نه پوهېده چې تونل د ترميم په حال کې دی، خو غله مخکې له مخکې دا فکر کړی و؛ ده ته مالومه وه چې په دې تونل کې کارېګر کار کوي او د رېل سرعت به کمېږي.
غله ټوپ کړل او په تياره کې ورک شو.
ريل له تونل څخه ووت؛ ساړه باد کوپې ته راغلی لوګی ور سره يووړ؛ رېل په يوه شنه دره کې روان و؛ ارسن لوپن پوهېده چې يو بل تونل هم نږدې دی. دا وخت ساړه شمال ښځه په هوښ راوسته؛ لومړی يې په خپلو جواهراتو پسې سترګې وغړولې، خوتمه يې وخته، بيا يې د ارسن لوپن له خولې پلستر ليرې کړ.
ښځې په بيړه وويل:
_د خطر زنګ ووهم؟
ارسن لوپن وخندل:
_نه، دا کار به دی په خپل وخت کړې و.
_خو وېرېدم، وژلم يې.
غلې شوه، وروسته يې يودم وويل:
_اوس دې باور وکړ چې دا غل ارسن لوپن و؟
ارسن لوپن ويل:
_پوليس به يې پيدا کړي او تاسو به بېرته خپل جواهرات تر لاسه کړئ.
ښځې سړه سا واېسته:
_امکان نه لري؛ ارسن لوپن داسې څوک نه دی چې په اسانۍ ونيول شي.
ارسن لوپن وويل:
_مېرمنې، غوږ ونيسه، کله چې رېل ودرېد، پوليس را وغواړه ورته ووايه چې ارسن لوپن دې په خپلو سترګو وليد؛ هر څه يې درنه يووړل او په تونل کې يې ځان له رېله وغورځاوه. نښه يې تور بلاپوښ دی چې په لستوڼو کې يې اسمانې رنګه شنې ليکې تېرې شوې وې.
ارسن لوپن غلی شو؛ دی په دې فکر خوشاله و، ځکه چې د پوليسو پام په بله اوښته.
رېل ورو ورو تم ځای ته نږدې کېده؛ ښځه په فکر کې ډوبه وه. وروسته يې د ارسن لوپن په غږ جټکه وخوړه:
_پوليسو ته زما نوم هم ووايه! موسيو برلات… ورياده کړه چې ما پيژنې؛ په دې توګه به زه هم شاهدي ورکړم؛ پوليس به ارسن لوپن ونيسي او ته به بېرته د خپلو جواهراتو خاونده شې.
ريل لا درېدلی نه و، چې ښځې چيغې کړې!
_د خدای له پاره، تبا شوم، هر څه يې رانه يو وړل.
څو پوليس راغلل؛ ښځې يواځې د ارسن لوپن نوم اخيست؛ ويل يې چې زما نوم ورودن او د زندان د معاون ميرمن يم؛ ارسن لوپن غلا رانه وکړه.
يو چاغ سړی راغی؛ ارسن لوپن يې له دريشۍ پوه شو چې د پوليسو مشر دی. د پوليسو مشر ښځې ته مخ ور واړاوه:
_ډاډه يې، په خپله ارسن لوپن و؟
_هو، په خپله و.
_اوس چېرته دی.
_د سن سيند ته نږدې يې له رېله ټوپ کړل. د تونل شمالي برخه وه.
غلې شوه؛ خپلې اوښکې يې پاکې کړې ويې ويل:
_تور بالاپوښ يې پر تن و؛ په لستوڼو کې يې شنې ليکې تېرې وې.
د پوليسو مشر خپلو ملګرو ته مخ ور واړاوه:
_د ښځې خبرې سمې دي.
ارسن لوپن سړه سا واخيسته؛ يو پوليس ورغی او د هغه لاس او پښې يې خلاص کړل.
ارسن لوپن د پوليسو د مشر تر مخ ودرېد، ويې ويل:
_ښاغليه! دا سړی ارسن لوپن و؛ بيړه وکړئ، نيولی يې شئ؛ که غواړی نو زه به هم مرسته درسره وکړم.
د پوليسو مشر څه ونه ويل؛ ارسن لوپن شېبه وروسته د رېل د رييس په دفتر کې و. ګڼ کسان ترې را تاو ول.
ارسن لوپن ته دا ځای خطر ناک مالوم شو؛ هڅه يې کوله چې له ګڼې ګوڼې ځان وباسي، خو د پوليسو مشر يې تر څنګ ولاړ و. د پوليسو مشر په دوهم ځل د تحقيق غوښتنه وکړه، خو ارسن لوپن وويل:
_ښاغليه! وخت مه ضايع کوه بس، يو موټر راوغواړه او غل ونيسه.
د پوليسو مشر وويل:
_دوه تنه مې د ارسن لوپن په پيدا کولو پسې ليږلي دي.
ارسن لوپن حيران شو:
_څه وخت؟
_لږ مخکې؛ پر بايسکلو لاړل؛ ډاډه يم، ارسن لوپن نه شې ترې تښتېدلای.
ارسن لوپن خپلو اوږو ته ټکان ورکړ، په بې اعتنايي يې وويل:
_فکر نه کوم چې مامورين دې د ارسن لوپن په نيولو بريالي شي؛ هغه هم پر بايسکلو.
_ولې؟
_دا د موټر کار و؛ ارسن لوپن به اوس تر ليرې رسېدلی وي.
د پوليسو مشر وخندل:
_زموږ د مالوماتو له مخې ارسن لوپن د روين سيمې ته ځي، همالته به يې ونيسو.
_فکر نه کوم.
_پروا نه کوي؛ هر چېرې چې وي. موږ يې نيسو.
ارسن لوپن وويل:
_داسې ښکارې چې د يامين سيمه يې هدف دی.
د پوليسو مشر په حيرانۍ ارسن لوپن ته وکتل:
_ته له کومه پوهېږې؟
_په کوپه کې يې همدا ويل؛ ما په خپله وليد؛ له جېبه يې د رېل د حرکت ليست را وايست او د رامين سيمه يې په نښه کړه.
د پوليسو مشر ارسن لوپن ته وکتل، خو دا کتل يې اوږده وو؛ د ارسن لوپن زړه ولړزېد؛ له ځان سره يې وويل:
_شک يې نه وي کړی!
يودم يې وخندل:
_دوولس زره فرانکه ډېر شی دی؛ ټوله سرمايه مې ده؛ د غله نيولو ته بيړه لرم. که خپل دوه نفره همکاران را سره ولېږئ، نو د ارسن لوپن د نيولو ډېر چانس لرو، ځکه ماته هغه سيمه مالومه ده.
مخکې تر دې چې د پوليسو مشر څه ووايي ګاونډۍ د ارسن لوپن خبرې تصديق کړې:
_ښاغليه دا سړی موسيو برلات نوميږي؛ اطميناني شخص دی؛ زموږ د دواړو غلا شوې؛ د هغه خبره ومنه.
د پوليسو مشر به د زندان د مرستيال د ميرمنې د غوښتنې په مقابل کې څه ويل! هېڅ، ځکه يې په ډېره مينه د ارسن لوپن پر اوږه لاس کېښود، ويې ويل:
_موسيو برلاته! که د دې غله په نيولو بريالی شوې، قانون به دې تل پوروړی وي. خوشاله يم چې د ارسن لوپن د نيولو له پاره دومره زړه کوئ.
د پوليسو مشر ارسن لوپن تر لاس ونيو، يوه موټر ته يې ودراوه؛ د ماول او کاستون په نومونو يې دوه تنه پوليس ور وپېژندل او ويې ويل چې دا دوه پوليس د ده په خدمت کې دي.
موټر حرکت وکړ؛ څومره چې د رېل له سټيشن څخه لېرې کېده په هماغه اندازه د ارسن لوپن زړه ته ډاډ ور لوېده. موټر په شنه دره کې ګړندی روان و؛ ارسن لوپن د ازادۍ احساس کاوه؛ ده د دې دوو دولتي مامورينو په مرسته ډېر څه کولای شوای.
حيرانوونکې وه؛ ارسن لوپن د ارسن لوپن په نيولو پسې ته!!
وروسته يې دواړو پوليسو ماول او کاستون ته وکتل؛ په زړه کې يې له هغوی مننه وکړه، اه! که دا دوه پوليس نه وای،نو د تلاشي له پوستو به څنګه تېرېده. خو کار نه و خلاص، غل يې بايد موندلی وای؛ له هغه سره يې پيسې او مهم اسناد ول. ارسن لوپن نه غوښتل چې نور څوک يې په رازونو پوه شي.
نيم ساعت وروسته د دارنتال سيمې ته ورسېدل؛ د پوليسو په مرسته يې مالومه کړه چې د تور بالاپوښ لرونکي کس د امين د سيمې ټکټ اخيستی دی.
ماول وويل:
_د امين رېل نولس دقيقې وروسته د بوستي په سټيشن کې د لنډ وخت له پاره درېږي، که ور ونه رسېږو، رېل سرعت نيسي او د پاريس خواته ځي.
ارسن لوپن وويل:
_تر هغه ځايه څومره لار ده؟
_درويشت کيلو متره.
ارسن لوپن خپل لاسي ساعت ته وکتل:
_درويشت کيلو متره او نولس دقيقې.
موټر حرکت وکړ؛ تېز ته؛ يو ځای لاندې په دره کې له شنو ونو د رېل تور لوګی راووت؛ لاره خلاصه وه؛ موټر په سلو کې روان و.
د رېل تر حرکت مخکې سټيشن ته ور ورسېدل. په بيړه يې ټولې کوپې ولټولې؛ د غله درک نه و.
د سټيشن رييس راغی، دووپوليسو خپل کارتونه ور وښودل، خو د رييس يوې خبرې نهيلي کړل؛ هغه د رېل د يوه کارکونکې له خولې ورته وويل چې د رېل تر درېدو مخکې يوه سړي له رېله ټوپ کړل او په ګڼو ونو کې ننوت.
ارسن لوپه په غوسه چيغه کړه!
_غله د پوليسو موټر ليدلی و.
د ستيشن رييس وويل:
_که دوه سوه متره شاته لاړ شۍ، د غله پلونه به په اسانۍ سره ومومئ.
خبره يې سمه وه؛ پلونه روښانه ښکارېدل.
ارسن لوپن يوه پوليس ته شاره وکړه؛ هغه په ګڼو ونو کې ننوت، خو ډېر ژر يې چيغه کړه، ارسن لوپن او بل پوليس منډه ور واخيسته؛ لومړي پوليس په ستړې سا وويل:
_هلته وګورئ! غل تر دېوال واوښت.
ارسن لوپن په بيړه مخ ور واړاوه؛ د غله د بلالپوښ ژۍ تر دېوال پټه شوه، خو ده غوښتل چې په يواځې ځان غل ونيسي، دی وېرېده چې د غله په جيب کې يا داښتونه به پوليس وپوهوي چې اصلي ارسن لوپن څوک دی.
ويې ويل:
_ښاغلی ماسول! تاسو کيڼ لوری وڅارئ! کاستون به هم ښۍ خواته لاړ شي، په دې توګه به غل د تېښتې لار ونه لري.
يوه شېبه غلی و ، بيا يې شاوخوا وکتل، ويې ويل:
_که مې مرسته غوښته، تاسو به خبر کړم.
ماسول او کاستون هر يو يوې خواته لاړل؛ ارسن لوپن په احتياط څانګې ليرې کړې؛ د ځنګل دا برخه ګڼه وه؛ د څانګو له لاسه کړوپه ملا روان و. ځای ځای به يې ځمکې ته کتل،خو په مرطوبه ځمکه او ژېړو رالوېدلو پاڼو کې د غله پلونه نه ښکارېدل. ارسن لوپن له غونډۍ کښته شو، يو ځای ړنګه وړه کوټه ولاړه وه.
ارسن لوپن په احتياط ورغی؛ غل په ړنګو دېوالونو کې ولاړ و . پيسې يې شمېرلې؛ ارسن لوپن ټوپ کړ؛ غله توپانچه ور واړوله، خو د ماشې د کشولو وخت يې ونه موند. پړمخې پرېووت، تر څو چې يې لاسونه ښورول، دروند سوک يې ژامه يوې خواته کږه کړه؛ ارسن لوپن وويل:
_ګرانه ملګريه! زه ارسن لوپن يم؛ څه چې دې غلا کړې دي را ويې سپاره! ژمنه کوم پوليس نه خبرېږې.
غله په حيرانۍ ورته کتل…ارسن لوپن وويل:
_سم نه وايم؟
غله وويل:
_سم وايې.
غل يې پرېښود؛ هغه په پښو ودرېد، خو په چټکۍ سره يې له جېبه تېره چاړه را واېسته؛ ارسن لوپن څنګ بدل کړ؛ د غله لاس ېي ونيو؛ زنګون يې د غله تشي ته سيخ کړ؛ غله اخ کړل او پر ځمکه پرېووت. ارسن لوپن د هغه پر ټټر کېناست، ويې ويل:
_په مهربانۍ پوه نه شوې!
غل يې پر غوږ په سوک وواهه، بې هوښه شو.
ارسن لوپن د هغه جيبونه ولټول؛ هرڅه يې ترې يو وړل؛ د غله له جېبه يې د هغه د دياداښت کتابچه را وايسته، څو پاڼې يې واړولې، ناڅاپه يې له خولې راوتل:
_پير اوفري! مشهور قاتل، هغه څوک چې ميرمن دومبرورا او د هغې دوې لوڼې يې يواځې د زرو فرانکو له پاره ووژلې.
د غله څېرې ته ځير شو، ويې ويل:
_ اوس پوه شوم چې داسړی په رېل کې ولې شناخته راته وايسېد.
وروسته يې په يوه واړه کاغذ کې وليکل:
_دا دوه سوه فرانکه هغو دوو پوليسو ته ډالۍ چې له ارسن لوپن سره يې د دې مشهور قاتل په نيولو کې مرسته وکړه.
ليک او پيسې يې غله ته نږدې کېښودې، توپانچه يې را واخيسته؛ هوايي ډز يې وکړ؛ له ځان سره يې ويل:
_د ډز په اورېدو سره به پوليس راشي او دا قاتل به خپله سزا وويني.
د ګاونډۍ پيسې او جواهرات يې د بې هوښه قاتل پر ټټر کېښودل او خپله په ګڼو ونو کې ننوت. شل دقيقې وروسته يوه کوچيني بازار ته ورسېد، ملګرو ته يې تلګراف وکړ چې د ځينو ستونزو له لاسه هغوی نه شي ليدی.
هماغه ورځ په شپږ بجې پاريس ته ورسېد؛ په ورځپاڼه کې يې ولوستل چې مشهور قاتل پيراوفري نيول شوی دی.
سهار يې د فرانسې د اکوی په ورځپاڼه کې ولوستل:
_تېره ورځ ارسن لوپن وتوانيد چې مشهور غل او قاتل پيراوفري ونيسي. که څه هم چې ارسن لوپن له قانون څخه سرغړونه کړې، خو بيا يې هم څو ځله خپلو خلکو او وطن ته خدمت کړی؛ ده د طلا زېرمه او مهم اسناد دولت ته وسپارل؛ څه موده مخکې يې د سارک په جزېره کې د معجزې تيږه د غلو له منګولو وژغورله؛ د فرانسې ولسمشر ښاغلی والانکلای په خپله له ارسن لوپن څخه غواړي چې د وزيرانو شورا ته ورشي او د فرانسې دولت په رسمي توګه له هغه څخه مننه وکړي.
دولت دا پرېکړ�� هم کړې چې د ارسن لوپن د بند موده را ټيته کړي، خو که ارسن لوپن دا کار ونه کړي، د ولسمشر د غوښتنې د نه منلو او له زندان نه د تېښتې په خاطر به لا هم د پوليسو تر تعقيب لاندې وي.
د ورځپاڼې دې خبر په خلکو کې ګونګوسې پيدا کړي؛ دوی ويل، ارسن لوپن يو قهرمان دی؛ د ه د سارک جزيره له غلو څخه وژغورله؛ د دولت غلا شوي پټ اسناد يې بېرته دولت ته ور وسپارل. ټول په يوه خوله ول چې ارسن لوپن بايد وبښل شي.
خو ارسن لوپن غلی و؛ نه يې څه وويل او نه هم په اجتماع کې وليدل شو؛ د ځينو زړه ته لوېدلې وه چې ارسن لوپن له فرانسې څخه وتلی دی.
دا تصور سم و؛ ارسن لوپن افريقا ته لاړ، خو يوه ورځ يې د فرانسي په اکوی ورځپاڼه کې په خپله امضا يوه مقاله خبره شوه. ارسن لوپن ليکلي و:
“د خلکو له مينې مننه؛ ماته يې په درنه سترګه وکتل، خو زه په مننې پسې نه ګرځم؛ لوی هدف مې خپلو خلکو او وطن ته خدمت دی.
د معجزې د تيږې پېښه هم اتفاقي وه. بس، يوه ورځ زما ملګري پاتريس بلوال ليک راولېږه؛ ده غوښتنه کړې وه چې د ورونيک په نوم له يوې ميرمنې سره مرسته وکړي چې د سارک په جزېره کې خپل ورک زوی ومومي.
د سارک جزېرې ته ورغلم او په لنډ وخت کې مې ډېر مالومات تر لاسه کړل. د ورسکي په نوم خطرناک قاتل مې ونيو، خو يو څه ناوخته؛ کنت هرژمون او د جزېرې ډېر اوسيدونکي وژل شوي وو.
د دې پيښې بشپړ جريان مې د پوليسو مامور ته وليکه؛ ولسمشر هم ترې خبر دی.
خو بيا هم د پوليسو لخوا ونيول شوم؛ ځان بيګناه راته واېسېد، ځکه له زندانه وتښتېدم. د رېل پېښه هم اتفاقي وه؛ يوه بله خبره! پوليس د دې پر ځای چې په مجرم پسې وګرځي، خپل ډېر وخت بېځايه تېروي او په اوزاو پسې ګرځي. دا ځکه چې ډېر پوليس له تجربه لرونکو کسانو څخه نه دي ټاکل شوي. “
ارسن لوپن
پای