د سمندر سره زما علاقه یوه ارماني حالت ته رسیدلې وه. کله به مې له ځان سره ویل چې د لویو ارمانونو څخه مې یو ارمان دا دی چې د سمندر غاړې ته لاړ شم او د خدای د دې فوق العاده ښایسته هستۍ، د نژدې نظاره وکړم.

همدې علاقې به مې د سمندر ډیر تصویرونه را باندې کتلي او ډيرې ویډیوګانې را لیدلي وي. د همدې سمندر له پاره مې د مشهور امریکايي لیکوال ارنسټ همینګوې شهکار ناول (بوډا او سمندر) څو څو ځله ولوست. د سمندر له پاره مې د تایتانیک فلم وکوت او د سمندر د یخو او خروړو څپو له پاره بیا په یوه بل فلم واوښتم چې د (تجرید شوي) په نامه دی.

دې فلم کې یو څوک په یوې وړې جزیرې کې ایساریږي او څلور کاله د ژوندي پاتې کیدو له پاره سختې هڅې کوي او په دې وخت کې یوازې د یوې وړې غونډۍ، څو ونو او سمندر نه بغیر بل هیڅ نه ګوري.

دا ټول مې په ډ‌یرې علاقې لیدلي خو ورو ورو د سمندر د پاسه د داسې صحنو لیدونکی هم یم چې د سمندر څخه مې کرکې ته جوړوي. د کډوالو په سلګونو وړې او غټې بیړۍ به همدا اوس هم د سمندر په پراخې غیږې کې څپې اخوا دیخوا ټیل وهي.

د ډیرو به داسې وضعیت وي چې په هفتو هفتو به ورته اوبه او خواړه نه وي رسیدلي او له لوږي او تندې به د یو بل خوړلو ته رارسیدلي وي. که په سمندر کې یې بیړۍ چپه شوي وي نو د کبانو تر زامو به لاندې وي.

د سمندر د غاړو هغه څپې مې هم مخته ولاړې دي چې د یوه سوریايي درې کلن ماشوم پر جسد داسې پرتې دي لکه بړستن چې پرې پرته وي. دا یوازې سوریایي ماشومان نه دي، په دې کې افغاني، عراقي او د نړۍ د نورو ناامنو هیوادونو ماشومان هم دي. د دې ماشوم په لیدو به شاید د دنیا د هرې برخې اوسیدونکي انسان زړه بې حده درد وکړي.

لکه د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل غوندې چیغې به یې تر نورو ډیرو انسانانو هم ورسیږي چې خپلو خلکو ته وايي: مسلمان کډوال کعبې ته نه ځي او اروپا ته راځي، موږ تر کعبې ور نژدې یو نو د هغوی د شړلو هڅه مه کوئ.

د دې تراژیدیکو خبرونو او پیغورونو د اوریدو تر څنګ بیا هم زموږ هیوادوال اروپا ته زړه ښه کوي او دا خطرناکې لارې وهي. د همدې لیکنې شیبه وړاندې یوه دوست راته وویل ځه لاړ شه چې ټولو اروپایي هیوادونو د مهاجرو قبولي شروع کړې ده، همدا یې وخت دی، ځان وباسه.

دا خبره یې د خنجر د یوه ګوزار څخه کمه نه وه. دنیا په څه حال کې ده او زموږ خلک څه کوي. همدا اوس هم د پاسپورټ ریاست ته هره ورځ په سلګونو او زرګونو کسان ورځي او پاسپورټونه اخلي او پر قاچاقي لارو اروپا ته روانیږي. قاچاقبرانو هم خپله خولۍ به غوړو کې لیدلې او اوازې یې خپرې کړي چې تر بل هر وخت اروپا ته د ژر رسیدو او قبولۍ وخت را رسیدلی دی. نه پوهیږم دا ځوانان ولې بیا هم د اروپا تګ ته زړه ښه کوي چې خپل مرګ پخپلو سترګو ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *