د ميدان وردګو يو شمېر شاعرانو، مدني فعالانو، د پوهنتونو استادانو او محصلانو دپنجشنبې په ورځ د وږي په دوولسمه نېټه له غرمې وروسته په هغه مشاعره کې ګډون وکړ چې د ميدان د مدني ټولنو د همغږۍ په هلوځلو د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست په همغږۍ په ميدانښار کې جوړه شوې وه.

دغه مشاعره چې ( موږ سوله غواړو) تر سرليک لاندې جوړه شوې وه د قرانکريم په څو سپېڅلو ايتونو پيل شوه، دمشاعرې پرانسته د ميدان د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر اجمل هوډمن وکړه، هوډمن ووېل له دې مشاعرې څخه يې موخه په ولسونو په ځانګړې توګه په ځوانانو کې د پوهې دکچې لوړول او د سولې په ارزښت باندې د خلکو پوهول دي، ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار د سولې د اهميت په اړه وينا وکړه او ويې وېل (( د نن ورځې شاعرانو مهمه دنده دا ده څو د شعر په نرمه او خوږه ژبه په ولسونو کې د سولې او ملي يووالي ولولې راوپاروي.)) مختار ووېل څنګه چې سوله يوه ارزښتمنه او له نيکمرغيو ډکه کلمه ده ه همدا ډول شاعران هم د ټولنې په منځ کې منلي او سپيڅلي خلک دي چې د شعر په ژبه د خپلو زړونو احساسات بيانوي، نوموړي په شاعرانو غږ وکړ چې د خپلو ادبي هلوځلوپر مټ په ميدان وردګ ولايت کې سوله خپره کړي څود دې ولايت نا امنيو ته د پاى ټکى کېښودل شي.

د غونډې دويمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه ، چې پکې ګڼو شاعرانو د سولې لپاره شعرونه او لنډۍ ووېلې ، مهمه دا چې يو شمېر شاعرانو د دې مشاعرې په بهير کې په لوړ اواز ترنم وکړ او په خپلو شعرونو کې يې سولې ته بلنه ورکړه، د غونډې دريمه برخه د شاعر او ژورناليست عطاوالله خوګياڼي لخوا د مشاعرې ارزونه وه، نوموړي د شعر او ادب د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ياده مشاعره يې د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره غوره فرصت وګاڼۀ. په پاى کې هغو شاعرانو ته ډالۍ ورکړل شوې چې د سولې په اړه يې غوره شعر ويلى و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *