تاند- د راپورونو له مخې په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د دولت د دوو وسله والو سختدریځو ډلو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۲۳ تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو په وینا د وسله والو طالبانو او د عراق او سوریې د اسلامي دولت یا داعش د پلویانو ترمنځ پرون /پنجشنبه/ ناوخته په پچیرواګام ولسوالۍ کې جګړه ونښته.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل چې د داعشیانو او طالبانو د نښتې په نتیجه کې ۲۳ تنه وژل شوي او د خلکو څو کورونه نړېدلي دي.

ده همداراز وویل چې د نښتې په نتیجه کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي دولت (داعش) پلویانو په ټولنیزو شبکو کې ادعا کړې چې په جګړه کې ویجاړ شوي کورونه د طالبانو او داعشیانو دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو پخوا هم هڅه کړې چې له داعش سره د خپلو جګړو په اړه ډېر څه ونه وايي.

پرونۍ نښته د دواړو ډلو ترمنځ په جګړه کې له یوې اوږدې دمې وروسته وشوه.

د افغانستان په ختیځ په تېره بیا په ننګرهار کې د داعش د نفوذ له پراخېدو او له سیمې څخه تېښتې ته د طالبانو له مجبورېدو وروسته طالبانو له نورو ولایتونو خپل سلګونه پلویان ننګرهار ته ولېږل او اکثره بایللې سیمې یې بېرته ونیولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *