نن مو ته په منځ کې نه يې، نن ستا د هيلو او ارمانونو په اړه ملګري يو بل سره خواله کوي.

نن دې ملګري وير ګالي، کله،کله خو د ملګرو ستونی دومره راډک شي، چې د خبرو مخنيوی وکړي.

نن د ملګرو ټولۍ کې ستا دنګه ونه نه سترګو کېږي.

ملګرو ستا د بېلتون زغم نه درلود، خو لوی خاوند ورته حوصلې ورکړلې، ملګرو بې تا پرته ځانونه نيمګړي بلل، خو همت يې له لاسه ورنه کړ.

غالبه! نن هغه ورځ ده، چې تېر کال په همدې ورځ زموږ ښکلی ښار د وحشت لمبو نيولی و، نن هغه ورځ ده، چې نور ته لوی څښتن د ملګرو له منځ نه واخیستلې.

نن هغه ورځ ده، چې تا هم دسفر موزې په پښو کړې وې، له هيواد نه په وتلو مجبور شوې، خو افسوس چې تا موږ ته بې له وير او غم څخه بل څه پرېنښودل.

غالبه! نن دې ملګري په ياد راټولېږي، نن يې ستا هيلو ته انعکاس ورکړی دی، نن يې ستا دهيلو ډېوه ګۍ کې تېل اچولي دي.

کليوال ملګري هم ستا دهيلو او ارمانونو د پوره کو لو لپاره مټې رابډ وهلې، هر ملګری قربانۍ ته چمتو دی، خو ستا   د هيلو انعکاس نن په غږ خپرونه کې ګورو، ستا ارمانونه ستا د ملګرو په مقالو او ليکنو کې لولو.

ټول په يوه غږ وايي، غالبه! هغه کاروان چې ته يې مير وې، هغه کاروان چې ډېرو دا هيله درلوده، چې ستاله نشتون پرته به ددغه کاروان بېړۍ دکرکې څپې ووهي او له حرکت څخه به ولوېږي.

کليوال ملګري نن ستا له برکته د منزل زينو ته خيژي، که څه هم لاره اوږده، اغزنه او سخته ده، خو د ملګرو فولادي هوډ چې له تا څخه يې درس اخيستی دی، پر مخ درومي او شاته نه ګوري.

دستيج په سر ستاله نوم سره دملګرو اوښکې تويېږي، که هر څومره تسلي زړه ته ورکوي، خو بیا هم ستا مينه ستا ياد د ملګرو په زړونو کې ژوندی دی، ستا کليوالي مينه خلوص او صداقت نه دې هر ملګری اغېزمن دی.

غالبه! ګور دې منور ، یادونه دې ژوندي او جنتونه دې په نصيب اوسه.

ميړني دي چې ياديږي په سندرو يا په وير

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *