(لغمان والي عبدالجبار نعیمي)
نېته : ۱۲ /۶/ ۱۳۹۴
د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
دا څرګندونې د لغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د یوې لویې راټولیدنې په ترڅ کې چې د مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو، دیني علماؤ، سولې شورا مشرتابه او غړو پکې برخه لرله په ډاګه کړې.
نوموړي په خپلو خبروکې یاده کړه چې په لغمان کې د نشه يي توکو په ډیرې کمې فیصدۍ کرکیلې هم دا ولایت دمخدره توکیو پر ضد د مبارزې وزارت لخوا د یوملیون ډالرو کلنۍ مرستې څخه بې برخې کړی دی، موږ به د قومي مشرانو، دیني علماؤ ،سپين ږیرو او ځوانانو په مرسته هڅه او تلاش وکړو چې د انارو کرکیله او کاروبار په دې کال کې صفر او په بدیل کې يې د یو ملیون ډالرو په ارزښت دغه ولایت دکلنۍ مرستې څخه برخمن کړو.
د محلي حکومتدارۍ مشرتابه ښاغلي نعیمي یاده کړه په کومو ولایتونوکې چې دکوکنارو کښت صفر شوی او بزګران يې ددې ناروا کرکیلې پر ځای غنم ،زغفران اونورحلال کښتونه کري هر کال ورته دمخدره توکو پر ضد دمبارزې وزارت لخوا یوملیون ډالره کلنۍ مرسته ورکول کیږي،ترڅوپه هغې ولایت کې ورباندې د ولسي ستونزو دحل په موخه ټولګټې پروژې تطبیق شي ،دا چې اوس مهال موږ ددې کلنۍ مرستې څخه د ډیرې ناچېزه کرکیلې له امله بې برخې یو ، نو په کار ده چې ټول قومي مشران،دیني علماء ،استادان،ښوونکي ،ځوانان او دټولنې هر فرد دمسؤلیت له مخې دکوکناروکښت ته نه ووايي، چې دا چاره به نه یوازې دا چې ددې ولایت نوم روښانه کړی ،بلکې په بدل کې به يې مرکزي دولت،نړیوال مرستندویه بنسټونه او موسسات وهڅیږي چې دې ولایت ته زیاته پاملرنه را واړوي.
ددې ترڅنګ ښاغلي نعیمي له ټولو قومي مشرانو او دیني علماؤ غوښتنه وکړه چې په هېواد کې دتل پاتې سولې دټېنګښت په برخه کې رغنده رول ترسره او مخالفین وهڅوئ ترڅو دسولې لاره خپله او دجګړوڅخه لاس واخلي، نعیمي دسولې روانې پروسې سره ددولت دوسلوالو مخالفینو په خاموشانه یوخای کیدنه ټینګار وکړ او یاده يې کړه چې وسلوال مخالفین کولی شي چې په خاموشانه توګه دخپلو جګړه ییزو فعالیتونو لاس واخلي او د سولې د روانې پروسې سره یوځای دخپلو کورنیو سره ګډ سوله ییز ژوند اختیار کړي.
دده په وینا په کومو سیموکې چې وسلوال مخالفین په خاموشانه توګه دسولې د روانې پروسې سره یوځای کیږي دسولې عالي شورا او مرکزي دولت ژمن دي چې په هغو سیمو او کلیوکې خلکو ته دکارموندني په موخه وړې ټولګټې پروژې پلې کړي،ترڅو له یوې خوايې اوسیدونکي په کار مصروف او له بله پلوه يې په سیمه کې اوږد مهالې ټولګټې پروژې تطبیق شي .
ښاغلي نعیمي دخپلو خبرو په وروستیوکې د روانو ستونزو او بدبختیو څخه د راوتني یوازینۍ لار ملي یووالي وباله او پر ولسونو يې غږ وکړچې د یووالي لاره خپله کړئ او د هر ډول سمتي ،ژبني او حزبي تعصبونو څخه لیري یوازې دګران هېواد افغانستان د ودانولو لپاره مټي را ونغاړئ.
وروسته په وار سره دمرکز او ولسوالیو قومي مشرانو خبرې وکړي، دولایتي ادارې مشرتابه ته يې دسولې د روانې پروسې سره دهمکارۍ او دنشه يې توکو دکرکیلې دمخنیوي ترڅنګ په چارو کې دهر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ او یاده يې کړه چې دوی به تلاش وکړي ترڅو وسلوال مخالفین وهڅوي چې دسولې لاره خپله کړي.
ددې ترڅنګ قومي مشرانودنشه يې توکو دناروا کرکیلي،قاچاق اوکاروبار د مخنیوي په برخه کې په خپل دامنیتي ځواکونو رول مهم وباله او یاده يې کړه چې امنیتي اوکشفي ځواکونه دې دنشه يې توکو کاروباریان ، قاچاقبر او ددې ناروا کاروبار عاملین لومړی تشخیص او دقانون له مخې دې په سخته سزا ورسول شي، ترڅو هیڅوک زړه ښه نه کړي چې دې غیر قانوني کړنې او کاروبار ته مخه کړي، دکومې په اساس چې زموږ دهېواد نوم په نړیواله کچه زیانمن شوی .