تاند- د کندوز ښار په یوه مارکیټ کې تېره شپه اور ولګېد او له کبله یې لږترلږه ۲۵ دوکانونه وسوځېدل.

د کندوز پولیس وايي چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د کندوز ښار په عزیزي مارکیټ کې، چې د چپلکو په سرای هم مشهور دی، د برېښنا د شارتۍ له امله اور ولګېد.

د کندوز د امنیت امر وايي چې که اطفاییه په وخت نه وای رسېدلې ښايي تر دې هم زیات تاوانونه پېښ شوي وای. په دوکانونو کې د اور لمبې د شپې تر یوولس بجو پورې بلې وې.

د پولیسو د چارواکو په وینا له دې کبله چې په ډېری دوکانونو کې ګازي او پلاستیکي مواد پلورل کېږي ځکه اور ژر خپور شو او زیات زیان یې پېښ کړ.

تراوسه پوري د اور په اثر د اوښتي زیان اندازه نه ده اټکل شوې.

په دې مارکیټ کې د ښځو جامې، بوټونه او څپلۍ او نور وسایل پلورل کېږي.

ځیني دوکانداران وايي چې په هر دوکان کې لږترلږه د ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مال موجود و چې درست په هیرو بدل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *