تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن /شنبه/ اعلان وکړ چې قطر به په کابل کې سفارت پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په کابل کې د قطر د سفارت د پرانستلو په اړه د قطر د باندنیو چارو وزیر خالد بن محمد ال عطیه او د هغه د افغان ساري صلاح الدین رباني ترمنځ په خبرو کې موافقه وشوه.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې په کابل کې به د دغه خلیجي هیواد سفارت کله پرانستل شي.

قطر دوه کاله وړاندې له افغان چارواکو سره په کابل کې د سفارت د پرانستلو په اړه خبرې کړې وې خو په نامعلومو دلایلو دا کار وځنډېده.

ویل شوي چې افغانستان او قطر به په راتلونکو ورځو کې په بېلابېلو برخو کې یو شمېر موافقې لاسلیک کړي.

له قطر سره د افغانستان اړیکې له دې پلوه چې په دغه هیواد کې په زرګونو افغان کارګر مېشت دي او دغه راز د طالبانو سیاسي دفتر موجود دی، ځانګړی اهمیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *