خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۶-۱۴

کندهار، افغانستان- د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستيال غلام جيلاني همايون نن سهار له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره په ليدنه کي وويل چي دغه ولايت ته يې د نوي تعليمي کال د پرانيستنغونډي د تجليل او د معارف رياست د چارو د ارزوني په موخه سفر کړی دی. ښاغلی همايون زياتوي چي سږ کال به د نورو کلونو په پرتله نوی تعليمي کال په شاندارو مراسمو پرانيزي او له دې سره به والدينو ته پيغام ورسوي چي خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي. هغه زیاته کړه چي دغلته به د خپل څو ورځني سفر پر مهال د ولسواليو له مشرانو، ملي تجارانو او يو شمېر اړوندو کسانو سره وګوري او د معارف رياست د پياوړتيا په موخه به ورسره وږغيږي.

همايون وايي سږ کال د نورو کلونو په پرتله معارف ته د خلکو لېوالتيا دا ډاډ راکوي چي معارف به پر پښو دريږي او زيات شمېر کوچنيان به زده کړو ته مخه کړي. هغه وايي د معارف په پياوړتيا او په پښو درولو کي ملي تجار ډېره مرسته کولای سي او هيله يې وښوده چي د کندهار ملي تجار د نورو ولاياتو د تجارو غوندي د معارف د تقويې لپاره هڅي وکړي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي له غلام جيلاني همايون او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه چي کندهار ته يې سفر کړی او هيله يې وښوده چي د نوي تعليمي کال مراسم په ښه ډول تجليل سي. ښاغلي شمسي وويل چي د معارف رياست اوسنی تشکيل کم دی او دغومره تشکيل د دې سبب سوی چي د معارف چاري ټکنۍ کړي. نوموړي غوښتنه وکړه چي دا تشکيل پراخ سي، تر څو د رياست مسوولين وکولای سي خپلي چاري په ښه توګه مخته يوسي.

شمسي زياته کړه چي په يو شمېر ښوونځيو کي ماشومان په خېمو کي درس وايي چي دا د زده کوونکو په وړاندي لويه ستونزه ده، هيله ده چي په ښوونځيو کي د صنفونو لپاره تعميرونه جوړ سي. ښاغلي شمسي هيله وښوده چي د دارالمعلمين تعمير ترميم سي او د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره د کتابونو ستونزه هواره سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *