د افغانستان کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله په مالیزیا کې د اسیا غوره ليګ سياليو (پریمیر لیګ) کې د اتلولۍ ترلاسه کولو ورسته نن سهار کابل ته راورسیده .

هېواد تر راستنېدو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته د تود هرکلي په موخه يو لړ مراسم نيولي وو، چې پکې لوبغاړو ، د کرکټ بورډ چارواکو او د ولسي جرګې غړو برخه اخيستې وه.

د پروګرام په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي ریيس حاجی عزیز الله فضلي ټولو هېوادوالو ته د ملي ۱۹ کلنې لوبډلې د اتلولۍ د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چی تر دې وروسته به د هیواد هره ملي لوبډله په نړیوالو لوبو کې د هیواد لپاره همدا ډول ویاړونه ترلاسه کوي .

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریيس شفيق الله ستانکزي د ۱۹ کلنو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او دوی ته یی په راتلونکې د همدا ډول بریاوو غوښتنه وکړه.

3ستانکزي په دې بریا کې د هر لوبغاړي هلې ځلې د ستایلو وړ وبللې او زیاته یی کړه چی په راتلونکې کې به د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته د هندوستان او سریلانکا لوبډلو سره د لوبو کولو زمینه برابره کړي او په نړیوال جام کې د ګډون په موخه به دوى ته د لا ښو تمريناتو زمينه برابروي.

ښاغلي ستانکزي د ۱۹ کلنو لوبډلې هر لوبغاړي ته د جایزې په توګه د شل شل زره افغانيو ورکولو اعلان وکړ.

د ولسي جرګې غړې اغلې نسیمې نیازۍ وويل چې د هیواد د ملي لوبډلو لاسته راوړنې د هیواد د هرې مور د خوښۍ لامل کېږي .

هغې د افغانستان کرکټ بورډ له مسؤلینو مننه وکړه چی د ملي لوبډلو لپاره شپه او ورځ کارکوي چی په پايله کې دا ډول اتلولۍ ترلاسه کېږي .

د ملي ١٩ کلنې لوبډلې روزنکي دولت خان احمدزي د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی د لوبډلې د تیاریو لپاره یی هر راز اسانتیاوې زمونږ په واک کې راکړې وې او ډاډ یی څرګند کړ چی په راتلونکو لوبو کې به هم هیواد لپاره لاسته راوړنې ولري. ورپسې د لوبډلې لوبډلمشر احسان الله هم د خپلو هیوادوالو له مینې مننه وکړه .

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د شاوخوا ۴۵ ورځو تمریناتي کمپ ترسره کولو ورسته د اګست په ۲۵ د اسیا په غوره ليګ سیالیو کې د ګډون په موخه مالیزیا ته سفر وکړ، چی د هلته یی کویټ، نیپال، عربي متحده امارات، سعودي عربستان او کوربه مالیزیا لوبډلې ته د سترو ماتولو ورکولو ورسته د ۱۰ پاینټونو په درلودولو سره د اتلولۍ جام پورته کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ مالي ملاتړ کونکی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *