تاند- د اتریش او جرمني خاورو ته زرګونه پناه غوښتونکي، چې افغانان یې هم په منځ کې شته، ورسېدل.
د پناه غوښتونکو لومړنۍ ډله، چې اټکل کېږي شمېر یې شاوخوا ۱۰ زره تنه وي، د هنګري او اتریش له اوږده او جنجالي مزله وروسته، نن د جرمني مونشن (مونیخ) ته ورسېده.
د جرمني حکومت هغو ۴۵۰ پناه غوښتونکو ته، چې په رېلګاډي کې دغه هیواد ته داخل شول، په خوږ هرکلی ووایه.
له هنګري څخه تر څلور زره زیات پناه غوښتونکي د نن ورځې په لومړیو ساعتونو کې د اتریش خاورې ته داخل شول. وروستي راپورونه وايي چې جرمني هم خپله پوله د کډوالو پر مخ پرانستې ده. اکثره کډوال غواړي چې په جرمني کې پناه واخلي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل وویل چې هیواد یې بې له دې چې مالیه زیاته کړي یا په بودجه کې بدلون راوړي له پناه غوښتونکو سره مرسته کولی شي.
اتریش ویلي چې د ټولو پناه غوښتونکو پر مخ به لار پرانیزي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی وویل چې د ټولو هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې به ومني چې په شرایطو برابر وي.
جرمني د اروپايي اتحادیې له غړیو هیوادونو غواړي چې مهاجر دې په خپل منځ کې د ټاکلې سهیمې پر اساس وویشي خو د اروپايي اتحادیې ځیني غړي له دې نظر سره کلک مخالف دي.
د اروپايي اتحادیې ځینو هیوادونو لکه سلواکیا او چک، چې پخوا د سوسیالیستي بلاک غړي وو، په زغرده ویلي چې مسلمانانو ته پناه نه ورکوي.
نه تنها چك او سلواكو حكمتونو داخبره كرى بلكه دهنگرى جمهور ريس(اوربان) هم په زغرده ويلى چى مسلماانانو ته په خپله حاوره كى حًاى نه وركوم چى داسي سياست د داروپايي ملكونه داعش ته دير غت كمك ده او داسي سياستونه چى په عقده او حماقت ولار وى داسي خطر نامى دلى تقويه كوى.