سګریټ
ډډ غږ شو:
ـ پښه دې پښه دي، پام پام
سړي خیرن جمپر اغوستی و زما له پښو سره یې له سړکه څه راواخیستل، پورته یې راته وکتل:
ـ پیسې پرې زیاتې شوي ګوره سلامت سګریټ یې هیسته اچولی
ما سر وخوځاوه. ده په پوړیدلي لاسونو سګریټ په خوله کې ونیو:
ـ لایټر لرئ؟
لګولی سګریټ لایټر مې د سړي خولې ته ونیو. د ده سوړی بوی ته، ساه مې بنده کړه. د سګریټ له لګیدو سره روان شوم. څو ګامه مې نه و اخیستي چې راغږ یې کړل:
ـ اې اې اې…
سګریټ یې په ګوتو کې نیولی رامخته کړ:
ـ مړ شو
ما لایټر له جیبه راوایست. ده لاس رااوږد کړ. لایټر مې ورته پریښود. څرپی شو:
ـ اې لایټر دې پاتې شو
ـ د جمپر خولۍ مې پر سر راکش کړه. سړي پر اوږه لاس راکیښود. ورته ودریدم. په چاودو لاسونو یې لایټر راته ونیو. ما ورته وویل:
ـ دغه ستا شو
ده لایټر پر خپل جمپر وموښه بیا یې رامخته کړ.
ما ورته وویل:
ـ ستا شو
ده لکه لوګي چې وهلي وي، خپلو تورو خیرنو لاسونو ته وکتل او لګیدلی سګریټ ترې ولوید.
پراګ