په چین کې ۶۲۰ قاچاق کېدونکې شمشتۍ نیول شوې دي
ژباړه: زاهدالله ځلاند –
د چین په ننېنګ ښار کې پولیسو هغه ۶۲۰ شمشتۍ (کیشپان) نیولې دي، چې د وېتنام څخه دغه هېواد ته د خوراک لپاره قاچاق شوې وې.
پولیسو ویلي، چې دوی وروسته له هغې پوه شول، چې په ټرک موټر کې یې د شمشتیو غږونه واورېدل.
پولیسو ټولې شمشتۍ د ننېنګ سیمې د ځنګلونو ساتنې ادارې ته سپارلې دي.
په برازیل کې یو مرغه ته مصنوعي مښوکه جوړه شوې ده
په برازیل کې یوه مرغه ته، چې مښوکه یې ماته شوې وه، د درې اړخیز چاپ ماشین یا 3D Printer پواسطه مصنوعي مښوکه جوړه شوې ده.
د دغه مرغه مښوکه د برازیل په ریوډي جېنرو ښار کې د وحشي ځناورو په یوه نندارتون او مېله کې ماته شوې وه.
دغه پروژه په برازیل کې درېوو پوهنتونونو او د وحشي ځناورو د خوندیتوب د یوې ادارې، چې وېدا لېور نومېږي، تنظیم شوې وه.
څېړونکو د مښوکې په ډیزاین درې میاشتې تېرې کړې دي، خو د درې بعدي چاپ ماشین پواسطه یې یوازې په دوه ساعتونو کې چاپ کړې او عملیاتو یې څلوېښت دقیقې وخت نیولی دی.
د دغې مښوکې وزن نږدې څلور ګرامه او او اوږدوالی یې څلور سانتي متره دی.
دغه مرغه اوس په بریا سره کولای شي، چې د خپلې جوړې شوې مصنوعي مښوکې پواسطه خوراک وکړي.