ژباړه: زاهدالله ځلاند –

د چین په شمالي ښار تیانجین کې د سیند غاړې ته نږدې په لسګونو زره کبان مړه شوي دي.
څو ورځې وړاندې په دغه سیمه کې څو چاودنې شوې وې، چې لږ تر لږه ۱۱۴ کسان په کې وژل شوي وو.
په دومره زیاته کچه د ماهیانو د دغې مړینې لامل نه دی جوت شوی؛ خو د تیانجین سیمې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر ویلي دي، داسې ښکاري، چې په دغه سیند کې د ماهیانو د مړینې لامل به د اوبو کموالی وي.

له بله پلوه ځينې خلک وایي، چې کېدای شي، دغه ماهیان په تېرو چاودنو کې د کېمیاوي موادو له امله مړه شوي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *