پښتون تل په غیرت غرور لري او همدا غیرت دی، چې هر کار ته لکه اړم د غر په څير غټ غټ بارونه بل لورته اړوي.

پخوانیو پښتنو به غیرت د خپل کلي، قوم او کور د عزت ساتلو په موخه کاوه، شپه او ورځ به یې د خپل ولس په خدمت کې رښتنې منډې ترړې کولې، له ځانه به یې مصرف کاوه، خو خپل کلي قوم ته به یې د بې غیرتوب سر نه ټیټوه.

پښتون د پاچا خان له تاریخه ډير ښه معلومیږي، د پښتون غیرت د پاچا غیرت دی، چې د ویني توییدو د مخنیوي لپاره یې خپل ژوند تریخ کړ، قربانی یې ورکړې، خپل ازاد ژوند یې د زاندانونو په تورو تمبو کې تیر کړ هغه بي عزتي، چې پاچا خان او پلویانو په ځان قبول کړل، موخه یې یوازې او یوازې د باقي پښتنو لپاره د ژوند سهولتونه او ټولو حقوقو څخه برخمن کیدل وو.

خو راشه نن پښتون ته، چې د خپل ورور، تره زوی، کلیوال او نورو خپلوانو سره د تربور کلمې لاندې تل د دښمنۍ اور ته پوکی کوي.

نن پښتون په دې نه ویاړي، چې ګاونډی یا تربور یې له ستونزو خلاص کړ، بلکه ویاړ یې پدې وي، چې خپل تربور یې څنګه د ستونزو په لومه کې ګیر کړی او د ماشومانو هغه سندره یې په زړه کیږي، چې دوی به ویل(( جنګه جنګه سور شه؛ تاته به نانې وکړم، زه به د نندارې وکړم))

سهار چې پورته کیږي، خبریږي به چې د فلاني زامنوو په خپلو منځو کې دعوا ده، د فلانیو ترو زامنو لانجه په جګړه بدله کړي، ټپیان او وژل شوي دي.

قومي شخړې، کورنۍ او شخصي دښمنۍ، ناحقه دعوې او لانجې، د بل ورور په خوشحالی خفه کیدل او په وړاندې یې خنډونه جوړول، د بل ورور په غم خوشحالیدل یې عادي عادت ګرځیدلی.

نن هر څوک له خپله کوره او تربوره زړه توری شوی، ځکه چې په مجلس کې ستا په لیاقت فخر نه بلکه خفګان څرګندوي.

مونږ تل دا خبره کوو، چې غلا، چور، دروغ او نور ناوړه کارونه د پښتون عادت نه دی، خو نن ولې لدې ټولو ځان غړوو.

دا ستونزې په غیر پښتنو ټولنو کې هم شته، خو دا چې پښتنو دا د ځان لپاره پیغور ګڼه، نو نن یې چې خپل کړی، نو ځکه زه هم د دوی لپاره د پیغور په شکل دا لیکنه وکړه.

زه خپله پښتون یم، پلار او نیکه مې پښتانه تیر شوي، ویاړم، چې مسلمان یم بیا افغان یم او بیا پښتون، خو که چیرې د پښتون په یوه غلطۍ څوک زما د ټولو پښتنو وروڼو او قوم سپکاوی کیږي، نو ښه دا ده، چې مونږ تاسو په ګډه د خپل مسلمان ورور نیمګړتیا د هغه د اصلاح په خاطر وښیو، نه دا چې توهین یې کړو.

کورنۍ له ماشومتوبه پیلیږي، روزنه هم له ماشومتوبه پیلیږي، نن چې هر څوک د زمانې بدلیدلو خبره کوي غلط دي او ځان تیر باسې.

ځکه چې په اصل کې زمانه نه خلک بدلیږي، چې خلکو بیا پدې ځای کې هم خپله ملامتیا په ځان نه بلکه په وخت اچوي او دا خبره بیا په پښتونو ټولنو کې ډير تر غوږو کیږي.(( چې یاره زمانه بدله شوه، کنه مخکې خو داسې نه وه.))

واوره ! زمانه ځکه نه بدلیږي، چې د نه بدلیدو خبره په خپله الله (ج) د عصر په سورت او نورو ایتونو کې ثابته کړې ده، چې په وخت یې قسم خوړلی.( وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2(…….)

نن سبا چې په محکمو او قومي جرګو کې ګرځې را ګرځې، نو له عجیبو دعوو او لانجو به خبر شې.

د چا په ځمکو لانجه وي، د چا به په پیسو دعوې وي او حتی د یو چا به په داسې یو څه لانجه وي، چې انسان یا ورور خفه کول خو څه چې د یوه حیوان خفه کول هم یو زیاتی دی.

یو وخت خبر شوم، چې د دوو کورنیو ترمنځ وسله واله نښته شوي، نیږدي دولس کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي وه.

لانجه په څه شي وه؟ یوازې د اشپزخانې د اوبو لپاره په تیره شوي ویاله، چې یوې کورنۍ دا ویاله تیره کړې وه او د بلې نه غوښته.

دا لانجه زمونږ یو شمیر محترم او مخور قومي مشرانو، چې د نن سبا د ستونزو د حل لارو پیدا کولو مسؤلین یې ګڼو شپږ کاله غځولې وه، چې بلاخره دوی په خپله د توپک په خوله نا حله حل کړه.

مطلب مې له ناحله حل دا ده، چې جرګې او مرکې پدې مرګ ژوبلې ختمې شوې، خو ستونزه نوره هم سخته په سره اور کې پاتې شوه یعنې اوس ښکیلې کورنۍ به په یوه او بل پسې ګرځي، چې د خپلو مړو او ټپیانو غچ واخلي.

اوس په ډیرو کورنیو کې لیدل کیږي، چې خپلو اولادونو ته د بل مسلمان سره د خیر ښیګڼې همکاری چلونو په ځای؛ د ټوپک، لانجو جوړولو، یو بل ته د بي احترامیو او نورو داسې کړنو چلونه ورښودل کیږي، چې مخکنیو عزتمنو پښتنو د ځان لپاره یو لوی پیغور ګڼه.

یو شمیر قومي مشران مو د کورنیو ترمنځ دعوو او لانجو غځول د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو یوه وسیله بولي، نر او هوښیار مشر هغه دی، چې یوه عادي لانجه پیچلې او اوږده کړي.

پدې کې د دوی ګټه دا ده، چې د کورنیو ترمنځ به بي اتفاقي زیاتیږي، خو د دوی لپاره دسترخوان او جیب ښه غوړیږي.

لدې لیکنې دا مطلب نه دی، چې اوسني ټول پښتانه وروڼه دا ډول ژوند تیروي.

نه، داسې هم شته، چې د خپل ورور خوشحالولو لپاره ځان قربانوي، د نیکونو پخوانی تاریخ یې راته همداسې ژوندی ساتلی او دعا چې دا ډول پښتانه دې تل خوشحاله وي.

که مونږ یو ځل خپل تیر تاریخ ته ځیر شو او له اوسني حالاتو سره ځانونه مقایسه کړو، نو راته معلومه به شي، چې پښتو او پښتنوالي په څه کې ده.

ایا دا پښتونوالي ده، چې لانجه جوړه کړه، دعوه اوږده کړه، ټوپک راوخله او ورور ووژنه، ښکنځلې وکړه او که دا، چې بل درته یوه ښکنځل وکړي ته یوازې د نیکۍ هدایت دعا ورته وکړي.

دا کار ځکه غوره دی، چې پدې سره به دې سنت محمدي(ص) ژوندی ساتلی وي، چې د طایف غوندې جاهلو خلکو ته یې د اسلام دعوت ورکړ او بیا دې ظالمانو په کاڼو دومره وویشت، چې مبارکې پاڼې یې له مبارکو وینو ډکې شوې، خو ده دا ونه کړل، چې یا الله تباه یې کړې، د ښیرا په ځای یې د نیکی هدایت دعا ورته کړه.

تر څو چې پښتون له کلیوالي نرخ او رواجه را ونه ووځي تر هغې به همداسې کړیږي دا هم پدې معنا نه ده، چې زمونږ ټول رواجونه غلط دي. نه، سم دي خو له هغې مو هم مخ اړولی.

One thought on “زمانه، نه مونږ بدل شوو/ حمیدالرحمن کریمزی”
  1. سلامونه؛
    خدای تعالی ج. په قرآن کریم کې فرمایلي:ترجمه “په تحقیق الله د یو قوم حال نه بدلوي تر څو هغه قوم هغه څهء بدل نکړي چې دهغوی په نفسونو کې دي!”. یعنې که نفسونه د بدو خواته واړوي ، خدای تعالی ېې تر هغهء حالت نه بدلوي تر څو دوی خپل نفسونه دښو (خیر) خواته وانهء ړوي!!
    زما په فکر د پاکستان او افغانستان ډیرئ نورو قومونو خپل نفسونه د دین او دنیا پر لارو برابر کړي مګر بېچاره پښتنو له بده مرغه ، ستاسو خبر خپلې ريښې پهء خپلې تېشې وهي!، همدا دی چې هر یو ځان ته من وایی او چارک پکې نشته.یو سم لارښود ېې پیدا نهء کړ او ورځ تر بلې ېې ستونزې زیاتیږي. اللهم احشرنا فی زُمرتِ الصالحین..صدق الله العلي العظيم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *