اخترمحمد کاکو د چايو پیاله ډکه کړه او له محمد نبي څخه يې پوښتنه وکړه، اښه په دا راډیوګانو کي د تذکرو په اړه خورا ډېري خبري اورم، دا اوس څه کیسه ده، چي دومره کش يې ورڅخه جوړ کړی دی؟

محمد نبي د مجاهدینو په وخت کي تر لسم ټولګي پوري زده کړي کړي دي او اوس د ارغنداب ولسوالۍ په خواجه ملک کي د عطارۍ (پرچون) دوکان کوي.

د اخترمحمدکاکو د پوښتني په ځواب کي محمد نبي یو ګړی ځنډ وکړ او وروسته يې د ځواب ویلو پرمهال خپله تړلې لنګوټه پر سر سمه کړه او لمن يې پر ځنګنو راکش کړه، یاره اخترمحمد کاکو! یو عجیب وخت ته راووتلو، یوشمیر خلک سته، چي په افغانستان کي اوسیږي، پلار او نیکه يې د لې زېږېدلي دي، خو اوس د بل چا په خبرو خطاء وزي او ناحقه يې ډول غاړي ته اچولی دی، چي په نويو تذکرو کي دي د (افغان ) او (اسلام ) کلمې نه لیکل کیږي، په خدای د خندا او حیرانۍ خبري دي، چي

اخترمحمد کاکو، چي دې خبرو ته يې ټینګ غوږ نیولی ؤ ، نورهم محمد نبي دوکاندار ته ور نژدې سو او په حیرانۍ يې پوښتنه وکړه، دا څنګه مسلمانان او افغانان دي، چي له دغو دوو مهمو خبرو( کلمو) څخه ځان کاږي.

زه خو وایم دا ګرسره نه افغانان او نه مسلمانان دي، چي داسي فکر لري، دافکر ګرسره غلط او د منلو وړ نه دی.

وایم ته ورته وګوره محمد نبي جانه ! ما په داوود خاني کي عسکري کړې ده او تذکره مي هم په هغه کال جوړه کړې ده، په دې وخت کي يې جیب ته لاس کړ او په زاړه پلاسټیک ��ي يې پېچلې تذکره يې له صدرۍ څخه راوکښل، محمد نبي دکاندار ته يې ونیول ، ها! ته يې وګوره په دې کي افغانیت او مسلماني ټول لیکل سوي دي.

پردغه اسلام او افغانیت زموږ نیکونه له انګریزانو او موږ له روسانو سره سخت جنګونه کړي دي، دوی بیا اوس په مفته کي وايي دا دوې خبري دي په تذکره کي نه لیکل کیږي.

دا یوازي زما خبره نه ده، د ټول کندهار اوسیدونکي غواړي، چي په تذکرو کي دي دغه دوې مهمي خبري ( کلمې ) و لیکل سي،یوازي کندهاریان نه بلکي ګرده افغانان دا غواړي، اوکه چیري داسي ونه سي، نه مو يې تذکرې په کار دي، نه يې نوم لیکلو ته اړتیا لرو.

اخترمحمد کاکو، تذکره بیرته له محمدنبي څخه واخیستل، په ډېر احترام يې په زاړه پلاسټیک کي وپېچل او د صدرۍ په بغلي جیب کي يې کښېښودل.

په دې وخت کي د کلي د مسجد مولوي صاحب فیض الله اخوندزاده هم دوکان ته د سودا رانیولو لپاره راغلی اوله دوکاندار محمد نبي څخه يې پوښتنه وکړه، محمد نبي خانه ! اخترمحمد کاکو څه درته وايي، چي داسي غوږ دي ورته نیولی دی او چوپ ورته ناست يې ؟

محمد نبي، چي د روغبړ لپاره د ملا صاحب لاس په لاس کي نیولی ؤ، وویل ملاصاحب د نويو تذکرو په اړه مو سره خبري کولې، چي دوی وايي، داځیني کسان نه غواړي، چي د (اسلام) او (افغان) کلمې دي په تذکرو کي یادي سي.

ملاصاحب ویل، دا خو هیڅ د منلو نه ده، چي د یومسلمان افغان لپاره داسي تذکره ورکول سي، چي په هغه کي دغه دواړي کلمې نه وي، خو بیاهم په دې ډېر خوښ یم، چي شکر داسي کسان سته، چي د دې نااهلو کسانو په مقابل کي يې ږغ پورته کړی دی او نه غواړي، چي بې هویته تذکرې ووېشل سی.

سبا هسي د جمعې ورځ ده، زه به د ماپښین له لمانځه وروسته په دې اړه هم خلکو ته داخبره روښانه کړم، هغه تذکرې، چي د اسلام او افغان کلمې نه وې پکښي لیکلي موږ ته د منلو وړ نه دي، زه باور لرم، چي داخبره د ټول کلي د خلکو د زړه خبره ده.

په دې وخت کي اخترمحمد کاکو، چي د ملاصاحب خبرو ته غوږ ؤ، ددوی خبري پرې کړې او ویه ویل، ترمخه به مي د تذکرو په اړه یوڅه ویل یانه ویل، خو اوس، چي ملاصاحب کومي خبري وکړې، نو ترهغو به زه ، زما زامن او نور قریبان هغه تذکرې وانه خلو، چي هلته زموږ د پاک دین اسلام او د افغان توري نه وي پکښي لیکل سوي.

که رښتیا راباندی وایاست موږ په دغه مسلمانۍ او افغانیت باندي هرځای پېژندل کیږو، که داسي نه وي، نو بیابه خدای خبر خلک موږ په څه پيژني؟

په همدې وخت کي ملاصاحب ویل، نور زه ځم د لمانځه وخت دی، تاسی هم راځي، نوري خبري به له لمانځه وروسته وکړو، خو دا خبره مه هیروئ، چي په تاریخ کي زموږ پلرونه او نیکه ګان د مسلمان او افغان په نامه یاد سوي دي، بیله دې نومونو بله پيژندګلوي موږ ته د منلو وړ نه ده.

۲۰۱۵ – ۰۹ – ۰۵

One thought on “کندهاريان بې هویته تذکرې نه غواړي/ محمد ابراهیم سپېڅلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *