خیبر امیري-

د لرغوني بلخ د بلخ ولسوالۍ په بوکه نومي کلي کې د ۱۳۹۴\سلواغه\۱۳ مه د جمعې په ورځ بلخي فرهنګيانو په نوموړي کلي کې د باختر ادبي بهير په نوم د يوې فرهنګي هستې بنسټ کېښود. غونډه د سحر په ۱۰ بجو د قرآن پاک په څو مبارکو آيتونو سره پيل شوه چې په لسګونه ځوانانو له لغمان، کابل، بغلان او د بلخ ولايت له مختلفو ولسواليو لکه بلخ، چهاربولک، چمتال او مزارشريف ښار څخه پکښې ګډون کړی وو.

له تلاوت څخه وروسته افغان ملي سرود وغږول شو، يادې غونډې درې برخې درلودې: ۱ د ويناوو برخه ۲ د بهير د پرانيستې برخه ۳ د ازادې مشاعرې برخه. لومړی د ويناوو برخه پيل شوه چې د بلخ ولايت د ولايتي جرګې پخواني غړي حاجي وکيل محمد خان دولتزي لخوا د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل شول د باختر ادبي بهير مبارکي يې د غونډې ټولو ګډونوالو ته ورکړه او زياته يې کړه چې د داسې بهيرونو جوړول د ځوانانو تر مينځ يو غوره ذهنيت دی او زه ډاډمن يم چې له دې لارې به د ټولنې د پوهې کچه پورته يوسي باور وکړئ چې د نوموړي ادبي بهير په پرانيستې بې حده خوښ شوی يم او زه د خپل له طرفه تاسو ځوانانو ته دا ډاډ درکوم چې موږ مو تر شا ولاړ يو، وکيل صيب محمدخان دولتزي همداسې په تېرو ناخوالو رڼا واچوله او ويې ويل چې د ننۍ غونډې جوړېدا ځکه موږ ته د ډېرې خوښۍ ځای دی چې موږ پرون د ډېرو بدو شپو او ورځو شاهدان يو چې دې ته ورته د پوهې او علم سرګرميانې خو په هاغه وخت کې بالکل ناممکنه وې نو نن د شکر ځای دی چې تاسو غوندې ځوانان پداسې يو شعوري کار بوخت ګورم خدای مو همېشه کامياب لره او ستاسو ددغسې علمي او باارزښته کارونو تر څنګه موږ ستاسو ملاتړکوونکي يو، خدای مو بريالي لره.

ورپسې مطيع الله اراک لومړی د باخترادبي بهير پر بنسټ کېښودو وغږېدو او ويې ويل چې د خدای ج شکر دی او دا زموږ لپاره د وياړ ځای دی چې په ډېرې مثبتې هماهنګۍ او يووالي سره مو د نوموړي بهير بنسټ کېښود، زياته يې کړه چې بهير د ځوانانو د شعوري روزنې سالم ښوونځی دی هغه که فرهنګ او ادبيات وي، هغه که سياسي شعور وي او يا غير سياسي، د بهير غړي به يې تر لاسه کوي او موخه به مو افغان او افغانيت ته سپېڅلی خدمت وي، اراک صيب ځوانان د بهير بقا او ژمنتيا ته متوجه کړل تر څو په اوونيزه توګه فعاله برخه واخلي زياته يې کړه چې موږ د بهير په هر اړخ بحثونه کړي د بهير په اړه د نورو پايلو تر څنګ دې ته هم رسېدلي يو چې هر څلور مياشتې بعد به د بهير مسئوليت بل غړي ته لېږدول کېږي چې پدې ترتيب سره په کال کې ۳ د مسئوليت دورې تبديلېږي او همداسې به پر مخ ځي، موخه داده چې پدې شکل سره به استعدادونه صرف په شعر او نثر محدود نه وي بلکه د روزنې ساحه به يې پراخه وي. البته اراک صيب دا هم وويل چې ماته د خپلو فرهنګي فعاليتونو په جريان کې د ځوانانو استعدادونه ښه ارزيابي شول که هغه د شعر برخه وه او يا نورې فرهنګي هڅې وې لکه بهادر امين، اسدالله نوري، خيبر اميري، شريف الله رنځورمل، افغانمل، مرحوم حبيب الله اخلاص صيب وغيره . . . دا هغه ځوانان وو چې له ځان سره به مې پتيېله چې انشاالله په راتلونکې کې به دوی لا ښه استعداد او لياقت له ځانه ښيئ.

ورپسې د لټون مجلې مسئول مدير خيبر اميري هم ځوانانو ته د علم، هڅې او بهير ته د ځوانانو د تشويقولو او رابللو خبرې وکړې او زياته يې کړه چې علم او پوهه په ژوند کې ډېر رول لري او دا د علم او پوهې برکت دی چې موږ او تاسې سره نن پدې ټغر راټول شوي يو او نوموړی بهير زموږ او ستاسو يوه علمي او فرهنګي لاسته راوړنه ده، اميري صيب ځوانانو ته د يووالي په باب هم ډېر څه وويل تر څو سره ونه پاشل شو او خپل يووالی وساتو تر څو دغسې فرهنګي فعاليتونه همېشه په همداسې مثبت ډول ترسره کړو لکه څنګه چې نن ورځ خپل د کار شاهدان يو او همدارنګه يې له ټولو ګډونواله څخه هيله وکړه تر څو بهير و پالل شي او زياته يې کړه تر څو ځوانان په هره اونۍ کې سره ادبي ناستې ولري ځوانان په ښه ډول سره تشويق شي او د فرهنګ، ادبياتو او علم خوا ته توجه وکړي چې په همدې کې زموږ او ستاسې برياليتوب دی او انشاالله په همداسې ډول به پر مخ ځو او خپل اتفاق او اتحاد به سره نه پاشو، ولو که د هر ډول حالاتو سره مخ شو نو بايد خپل ژمنتيا هېره نه کړو او تر پايه رښتيني واوسو. د ويناوو نه وروسته باختر ادبي بهير په رسمي ډول پرانيستل شو، چې د مشرانو په استاذيتوب الحاج وکيل محمدخان دولتزی او د فرهنګپالو ځوانانو په استاذيتوب مطيع الله اراک نوموړی بهير په رسمي ډول پرانيست او دواړو ښاغلو خپلې خبرې پرې وکړې. وروسته د ازادې مشاعرې برخه پيل شوه چې ډېرو ځوانانو پکښې خپل شعرونه او نظمونه وويل، په غونډه کې ډېرو نورو درنو مشرانو او ځوانانو خپلې خبرې او شعرونه وړاندې کړل چې بالاخره په ۳ بجو شاوخوا د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده. راپور ليکونکی: فضل الدين نژند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *