په پکتیا کې مظاهره

۱۳۹۴ل کال د وږي يا سنبلې ۱۴مه، کابل- افغانستان

بسم الله الرحمن الرحيم

له تېرو دوه دريو کلونو راهيسې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو په تېره بيا د ايران او پاکستان او د هغو د کورنيو ګوډاګيانو او تاليڅټو له خوا په پرله پسې ډول هڅې روانې دي، چې پر غيرتي افغان ولس، بې دينه، بې ملته او بې هويته تذکرې تحميل او افغان ملت په داسې يوه تنګسيا کې واقع کړي چې له خپل ملي هويت څخه تېر شي. له دې کار څخه د يو شمېر وطن پلورو او ملت پلورو پرديپالو کړيو اصلي موخه داده چې يو خو به په لومړي ګام کې ستر افغان ولس له خپل ملي هويته بې برخې کړي او دېته به يې مجبور کړي چې د تذکرو له نه اخېستو سره د دې توطئې پر وړاندې غبرګون وښيي او بل به يو شمېر محدودو وطن پلورو اشخاصو ته دا تذکرې ووېشل شي او بيا به د هېواد د راتلونکی سياسي نظام او انتخاباتي سيستم برخليک هم له همدې بې هويته تذکرو سره تړلی وي، يوازې همغه بې هويته اشخاص به په ټاکنو کې برخه اخيستلای شي چې د همدې بې ملته تذکرو خاوندان وي. په دې ډول به افغان دښمنه او افغانستان ضد ګاونډي هېوادونه په يوه غشي دوه هدفونه وولي، خو له نېکه مرغه چې زموږ غيرتي ولس که څه هم جګړو او غمو ځپلی، خو د پرديو او د هغو د کورنيو ګوډاګيانو پر وړاندې يې لاهم د سپېڅلي جهاد او رښتيني ملي مقاومت جذبې او ولولې له لاسه نه دي ورکړي. د بهرني او کورني دښمن ددې ګډ امتزاج په نتيجه کې رامنځته شوې توطيې يې هم له همغه پيله په ښه ډول درک کړي او د خنثی کولو لپاره يې په ټينګ هوډ د مبارزې ډګر ته وردانګلي دي.

رښتينو افغانانو په ملي شورا کې په دې اړه د شوي غبن پر وړاندې مظاهرې وکړې او د هغوی له درغلۍ ډکه پرېکړه يې په قانوني ډول چيلنج کړه. د ولس بچيانو د ټولو اړوندو ارګانونو او چارواکو له همغې جملې څخه د پخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون د سترې محکمې د رئيس قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي، لوی څارنوال محمد اسحق الکو، عدليې وزير اسدالله غالب، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون رئيس قاضي ګل رحمن، د علماوو شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف، د امنيت شورا سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د چارو د ادارې لوی رئيس صادق مدبر، د ولسمشر د دفتر رئيس کريم خرم او د ولسمشر د حقوقي سلاکار نصرالله ستانيکزي او نورو په ګډون ټولو سره ګډه غونډه وکړه، دوی ټولو د بېلابېلو مدني ټولنو، سیاسي خوځښتونو، د بېلابېلو قومونو د استازو په ګډه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ملي شورا شوې تېروتنه به ژر اصلاح کوي او ولسمشر به ډېر ژر د سمون په خاطر يو تقنيني فرمان ورکوي، ددې ټولو ښاغلو په ګډون پخواني ولسمشر خپله ژمنه، سوګند او قول تر پښو لاندې کړل، خو د ولس له وېرې چا د بې هويته تذکرو د وېش د پيلولو جرئت ونه کړ.

کله چې ډاکتر اشرف غني او ډاکتر عبدالله په مساوي ډول واک ته ورسول شول، نو ډاکتر غني هم تر ټاکنو دمخه ژمنه کړې وه چې ضرور به د هويت په تذکرو کې د (دين) او (ملت) ستونونه زياتوي او هم تر واک وروسته. د تېر کال د جدي په مياشت کې اوسني جمهور رئيس يو ځل بيا د هېواد او ولس له رښتينو بچيانو سره ټينګه ژمنه وکړه چې د تېر کال د دلوې پر لومړي نېټه به د ملي شورا د ژمنيو رخصتيو پرمهال دا مشکل حلوي او د ملت حق به ملت ته رسېږي. خو په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايو چې دې ښاغلي هم خپلې ژمنې او لوزونه عملي نه کړل، خبره د ملي شورا دوبنيو رخصتيو ته راورسېده، پر دې مهال يې هم تر لسو زياتې ژمنې وکړې، نن يې حلوم، سبا يې حلوم، خو يو ځل یې هم خپله ژمنه عملي نه کړه. په پای کې يې د ولس د بچيانو او رښتينو افغانانو پرمخ د منطق او قانونيت ټولې لارې وتړلې، ولس مجبور شو چې لارو او واټونو ته راووځي او دادی دا لړۍ اوس په ټول افغانستان کې پيل شوې. نننۍ لويه مظاهره يې يوه څرګنده بېلګه ده، موږ د مظاهرې زرګونه برخوال او ګډونوال په خپله، د خپلو کورنيو او وکالتاً د خپل ټول غيور ولس په استازۍ دغه لاندې پرېکړه ليک صادروو:

۱- له جمهور رئيس او دده د حکومت له نورو شريکباڼو څخه په ټينګه غواړو چې قانون ته غاړه کېږدي او له ملي هويت سره خپله دښمني پايته ورسوي.

۲- د مظاهرې ټول ګډونوال په يوه خوله غږ کوو چې سل په سلو کې دې د هويت په تذکرو کې د (دين) او (ملت) ستون وليکل شي، د دين ستون په مقابل کې دې هر مسلمان افغان ته (اسلام) او د (ملت) ستون په مقابل کې دې هر هېوادوال ته د (افغان) کلمه وليکل شي.

۳- د (اسلام) او (افغان) د کلمو هېڅ متبادل، انډول او عوض نه منو او هېچاته اجازه نه ورکوو چې پر دې سترو ارزښتونو سیاسي تجارت، معامله او د پردې تر شا پټ پټوني وکړي.

۴- که څه هم په ډېټابيس کې د قوم یادونه راغلې، خو که بيا هم زموږ يو شمېر هېوادوال غواړي د (ملت) ترڅنګ (قوم) هم په تذکره کې وليکل شي، د مظاهرې ګډونوال يې مخالفت نه کوي، خو په هغه حالت کې چې (قوم) په اختياري ډول پرېښودل شي، چې که د چا خوښه وي ودې ليکي او که نه يې غوښتل نه دې لیکي، خو د (ملت) ليکل ضروري او حتمي ګڼو.

۵- موږ د جمهور رئيس او د هغه د حکومت د نامتجانسه شريکباڼو هغه نارسمي او پټ وړانديز په کلکه ردوو چې وايي (ملت) او (قوم) دې دواړه اختياري شي. موږ دا وړانديز يوه توطيه ګڼو او د افغانستان د تجزيې لپاره لومړۍ کتبي هڅه. دا شوم وړانديز ددې سبب ګرځي چې د افغانستان د يووالي او ملي هويت دښمنان سباته د (افغانستان) د نامه د اختياري کولو شومه موخه هم تعقيب کړي.

۶ – زموږ د مالوماتو له مخې د تذکرو د وېش په اداره او تخنيکي سېستم کې لا هم ډېرې ستونزې شته، چې بايد حل شي. د تذکرو د وېش اوسنۍ اداره د دومره مهمې ملي پروسې د مديريت وړتيا، لازم اعتبار او خونديتوب نه لري، له دې کبله بايد يوه بله خپلواکه، باکفايته او د ملي ترکيب له مخې يوه متوازنه اداره جوړه او د تذکرو د وېش چارې ورته وسپارل شي.

۷- موږ له حکومته په ټينګه غواړو تر هغه وخته پورې چې په تذکره کې د افغان کلمې د تسجيل حق نه وي تثبيت شوی، د بې هويته تذکرو د وېشلو امتحاني لړۍ دې هم بنده کړي. موږ يو ځل بيا له حکومته په ټينګه غواړو چې د اسلام او افغان کلمو تر ليکلو وروسته دې د تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي، که بيا هم په دې خاوره کې کوم داسې شخص اوسېده چې هغه افغان نه و، هغه دې بیا دا تذکره نه اخلي. بيا به د هېواد نور قوانين وګورو چې دلته يو څوک په ناقانونه توګه اوسېدلی وي، د کورنيو او نړیوالو قوانينو له مخې د هغه سزا څه ده؟

۸- د اساسي قانون د دوه شپېتمې مادې لومړۍ فقره وايي څوک چې جمهوري رياست ته کانديدېږي، بايد د لاندې شرطونو لرونکی وي:

(( د افغانستان تبعه وي، له افغان مور او پلاره زېږېدلی وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري.))

د جمهوري رياست په لومړيو دوو دورو کې دوه داسې اشخاص کانديد وو چې ځان يې افغان نه باله، مانا دا چې له افغان مور او پلاره نه دي زېږېدلي، خو ځانونه يې جمهوري رياست ته کاندي کړي وو، مانا دا چې درغلي يې کړې وه، موږ لاريونوال له اوسني حکومت، عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړو چې دا ډول اشخاص ژر تر ژره د عدالت منګولو ته راکاږي چې نورو دې ډول اشخاصو ته د عبرت سبب شي. که ډاکتر اشرف غني هم ځان ته افغان نه وايي او د هويت په تذکرو کې د افغان کلمې له ليکلو ډډه کوي، نو پر ده باندې هم په ټول قوت د قانون د تطبيق غوښتنه کوو.

۹- هويت د ملت قانوني حق دی، کوم امتياز نه دی، له اوسني دولت څخه په ټينګه غواړو چې له ملت څخه دا حق سلب نه کړي، د اساسي قانون د څلورمې، دوه شپېتمې او په مجموع کې له ټولې محتوا سره سم دې د هويت د تثبيت لپاره پر عملي اقدام لاس پورې کړي.

۱۰- لاريونوال د اوسني حکومت له وزيرانو او جمهور رئيسه غواړي چې که چېرې د ملت د حق پر وړاندې همداسې په متواتر ډول خنډ ګرځي او يا هم د مضر احتياط، وېرې او ډار پر نري رنځ اخته وي، نو ژر تر ژره دې له خپلو مقامونو استعفاوې وکړي او که نه نو ملت به يې په زوره مجبور کړي چې خپلې دندې پرېږدي.

يادښت: که چېرې د لاريونوالو دا قانوني غوښتنې ونه منل شي، نو لاريونوالو هوډ کړی چې خپلې داعيې ته به د هغې د برياليتوب تر وروستي بريده دوام ورکوي او دغه لاندې هڅې به ترسره کوي:

۱- د هېواد په اکثرو ولايتونو کې به ستر ستر لاريونونه کوي.

۲- د کابل په پښتونستان واټ کې به بله لويه مظاهره کوي.

۳- د ملي شورا مخې ته به ستره مظاهره کوي.

۴- له قانوني زور و ځواک څخه په ګټې اخيستنې به د تذکرې د وېش د لومړۍ درجې د مامورينو د دې ناقانونه کار مخه نيسي او د هغوی د سرزورۍ په حالت کې به له قانوني او ولسي زور څخه کار اخلي.

۵- کابل ته به ټولې لويې غځېدلې لارې بندوي.

که دې ټولو قانوني لارو او د منطق د دې ټولو اسبابو له کارولو سره سره بیا هم دولتي چارواکي د خپل لېونتوب، جنون او پرديپالنې د غرور پر اسونو سواره وي، نو د جيدو علماوو په فتوا به له يو ستر اسلامي، ملي جهاد او پاڅون سره مخامخېږي، بيا چې هر ډول ناوړه پېښې رامنځته شوې، نو مسوليت به دوو دولتمشرانو، ډاکتر صاحبانو، مفکرينو او هغو نامفکرينو پرغاړه وي چې د ولس په رايو دې مقامونو ته ورسېدل او بېرته د ولس د هيلو پر وړاندې ودرېدل.

تل دې وي زموږ ملي هويت

مړه دې وي د اسلاميت او افغانيت دښمنان

ځلانده دې وي افغان، افغانيت او افغانستان

وما علينا الا البلاغ

د اسلاميت او افغانيت د پراخ لاريون

ټول برخوال

2 thoughts on “د اسلاميت، افغانيت او د ملي هويت په ملاتړ د لوی لاريون د ګډونوالو پرېکړه ليک”
  1. خلک بی خایه مظاهری کوی خیر دی په تذکروکی دی افغان مه لیکی خو یوازی دی اساسی قانون تطبیق شی یعنی دافغانستان رهبر یوازی افغان یعنی پشتون وی اوکه داسی یی څوک نه منی نو نو دا دا معنی لری چی کولاب به هم ژر دافغانستان برخه شی

  2. زه یوه خبره زیاتووم: دافغان کلمه هغه کلمه ده چی داعش به یی د پاکستان او عربستان په مرسته یه دافغان دکلمی لپاره ددغو بی همته اوبی هویته خارجی افغانانوله ښځو سره به د نکاح جهاد برپا شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *