همت یار جانزی:پکتیکا
د پکتيکا ولايت امنيه قومندانۍ لخوا د بېلابېلو پوځي عملياتو پر مهال ۵۲ ميله نيول شوي سپکې او درنې وسلې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسؤولينو ته وسپارل سوې.
د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې د ولسمشر د فرمان پر اساس به په پکتيکا کي هغه ناقانونه وسلې چې نيول کيږي د ياد پروګرام مسؤولينو ته به سپارل کيږي.
د پکتيکا ولايت امنيه قومندانې لخوا په بېلابېلو ولسواليو کې د يو لړ پوځي عملياتو پر مهال ۵۲ ميله نيول شوي سپکې او درنې وسلې د يو لړ مراسمو پر مهال د پکتيکا والي محب الله صميم او نورو امنيتي مسؤولينو لخوا د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسؤولينو ته وسپارل سوې.
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته د پکتيکا والي محب الله صميم وويل چې د ولسمشر د فرمان او په هېواد کې د نافذه قوانينو په رڼا کې به ټولې غير قانوني وسلې چې نيول کيږي د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام ته به سپارل کيږي.
امنيه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې په يادو ۵۲ ميله نيول شويو سپکو ، درنو وسلو او ډول ډول مهماتو کې پنځه راکټونه، دوې پيکاوې، ۲۴ ميله کلاشنکوفونه، ۲۰ ميله ټوپکونه، درې سوه کيلو ګرامه امونيم نايترېت، لس صندوقه د زېکويک او داهشکې مرمۍ او نور مهمات شامل دي.