خیزیال: عادل –

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو رسنيز دفتر څخه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له موسی کلا څخه يې د دولت د وسله والو مخالفينو د ايستلو په موخه دغه عمليات پيل کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې ددې عملیاتو لپاره د کندهار ۲۱۵ اتل، د هرات ۲۱۷ظفر، د کابل د۱۱۱ فرقې ځواکونه له ۲۱۵ ميوند قول اردو سره برخه لري.

خبرپاڼه وایې تر اوسه د خاص مقاومت سره نه دي مخ شوي چې تر دې مهاله پورې څه د پاسه ۲۰ ډول ډول ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفترڅخه یاده خبرپاڼه زیاتوي: په دې عملیاتو کې د افغان هوايي ځواک هم برخه لري.

موسی کلا ولسوالۍ د تېرې میلادي میاشتې په ۲۶ نېټه وسله والوطالبانو ونیوله، خو حکومت د موسی کلا د سقوط خبر رد کړ او په يو شمېر سيمو کې يې د تاکتيکي شاتګ ريپوټونه ورکړل.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

2 thoughts on “موسی کلا کې د اميد په نوم عمليات پيل شول”
  1. ننګرهار ۲۰۱سیلاب کندهار ۲۰۵ اتل هلمند ۲۱۵ میوند هرات ۲۰۷ ظفر مزارشریف ۲۰۹ شاهین ګردیز ۲۰۳ تندر

ځواب دلته پرېږدئ