سم مې یاد نه دي، د دوه زره څلورم، که د دوه زره شپږم کال د اکتوبر میاشت وه، په بټه ګرام کې زلزله وشوه، خلک د مړو اېستلو لپاره له نورو سیمو لاړل، پولیسو داسې کس ونیو چې د یو مړي لاس یې غلا کړی و، هغه هم د سرو زرو د وښي لپاره.
ما دا کیسه چې خپل ماما ته کوله، ومې ویل، یو انسان ولې دومره بې رحمه وي، چې ان د څو زره روپیو په خاطر د مړي لاس غلا کوي.
هغه وخندل، ویې ویل، یو وخت بل مجاهد ملګری ور سره و، کومه سیمه یې د داکټر نجیب د وخت له افغان ځواکونو ونیوله، یو کور ته ور واوښتل، د یوې جنۍ په لاس د سرو ګوته وه، دغه مجاهد ورته وویل، چې دا ماته راکړه، هغې ویل له لاس مې نه وځي، مجاهد هم زور وکړ، چې ګوته یې وباسي، خو ګوته نه ختله، په تبر پسې تاو راتاو شو، چې پیدا یې کړ، د جنۍ په ګوته یې ګوزار وکړ، خو د هغې ګوتې ترڅنګ یې بله هم ترې پرې کړه، چې همدا د سرو ګوته یې پکې وه.
له یو بل مجاهد مبارک مې دا په خپلو ګوناګارو غوږونو اورېدلي، چې لونډ و، د یوې د یوې سیمې له نیولو وروسته یې غوښتل، کومه پېغله د غنیمت په نوم له ځان سره بوځي، په یو کور کې یې په یوه ښځه د پېغلې ګومان وکړ هغې ورته وویل، چې زه خو واده یم، اولاد مې هم په نس ده، دغه مجاهد او د اسلام مدافع ویل، دا ښځه ما پرېښوده، خو بل ملګري مې وویل، که ته یې له ځان سره نه بوځې زه به یې بوځم، له ډاکټر به دوا ورته واخلم، اچوونی(سقط) به وکړي، بیا به یې په نکاح کړم او همداسې یې وکړل.
د مجاهدینو د اسلامي انقلاب له بریالي کېډلو وروسته د پښتنو او افغان پېغلو دا بې ستري اوج ته ورسېده، په هر ښار چې دغه د دین پتنګان واکمن شول، افغانې پېغلې یې بې پته کړه، دا که کابل و، یا جلال اباد او یا نور ښارونه.
د طالبانو د اسلامي امارت په وخت کې موږ په پښتونخوا کې اوسېدلو، ډېرې کورنۍ په دې وجه را کډه شوې، چې په کور کې به یې کومه ښایسته پېغله وه، نو په سیمه واکمن د پېغمبر ځای ناستی به ورغی چې دا به ماته را کوې، خلک مجبور و  کډه وکړي او وطن پرېږدي، ځکه له طالب سره یې د جګړې زور په دې نه لاره، چې لا د مخه یې بې وسلې کړي وو.
دا ډله اوس هم ورته اعمال لري، نږدې څلور کاله مخکې هم د وردګو ولایت په یوه ولسوالۍ کې یو افغان هغه وردګی او وزیرستانی طالب ووژل چې د ده لور یې ترې بووله، وروسته دغه سړي ته د هغه وخت والي حلیم فدايي یو کور هم په میدان ښآر کې ور کړ، طالبانو په خپل منځ کې په یو بل سپرېدل خو په ماشومتوب کې له خپلو ملایانو زدکړي وي او هغه هم د جومات په محراب کې.
اوس د اسلامي دولت په نوم ډله چې خلک یې داعش یادوي دا هم د دوی دریم نسل دی، په شینوارو کې که د چا ښځې دوه وي باید یوه دوی ته ور کړي، که کومه ښایسته ښځه یا جنۍ په کور وي، ترې بوځي یې، خو په دومره توپیر چې جنۍ باید ور سره واده وکړي او ښځې ته په یوه بله پلمه وايي چې له خاوند سره دې نکاح خرابه شوې، ته باید یو ځل له داعشیانو سره نکاح شې، بیا دې باید طلاقه کړي او وروسته بیا له خپل خاوند سره نکاح وکړه.
دې ډلې څو ورځې مخکې په چپلیار کې د واده په شپه د یوې ناوې د بوولو هڅه هم وکړه، خو د خلکو زور زیات شو، او ترې ویې ګرځوله.
د دغو دریو وحشي او انسان دښمنه ډلو له پرتله کولو مې هدف دا دی چې افغان ولس باید دا درې واړه په یوه سترګه وبولي، ځکه دغو دریو پښتنو دښمنو ډله په خپل وخت کې خپل وحشت ښودلی دی او داسې ونه شي، چې د طالب د ماتولو لپاره د داعش لمن ونیول شي، لکه چې شینوارو څو میاشتې مخکې همداسې وکړل، خو اوس د طالبانو په ارمان دي، همدارنګه د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره مجاهد هم غوره ونه بولي، ښه دا ده چې ولسي پاڅون وشي او هغه هم د داسې خلکو په مشرۍ چې نه مجاهد وي، نه طالب وي او نه هم داسې څوک چې سبا بیا په یوه بله ډله د بدلېدلو هڅه وکړي.
One thought on “داعش، طالب او مجاهد: ممتاز پردېس”
  1. Doy ttol d angrez+penjabi haramonoo nasalafa aw na khalafa evlada diey che d`Islam num badavi ; aw penjabyan ghwarri d`Afghan noom ham ddoy pa las la beyna wisi aw zanoona paxwany cccr ta warasavi!
    Allah de doy ta pa de mubareko wrazo ki shadidtarina saza warkrry . aw taht-ul sakkar yi zay shi.Aamiyn

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *