تاند- افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د لوی اختر په درشل کې په پلازمېنه کابل کې یوه تروریستي حمله ناکامه کړه.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل، یو موټر سایکل، چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي ول، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ومندل شو.
د رحیمي په وینا چاودېدونکي مواد له موبایل ټېلفون سره وصل شوي وو.
امنیه قومندان وویل چې د اختر په مناسبت په ښار او ټولو جوماتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر غوره شوي دي.
ښاغلي رحیمي له خلکو هم وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د مشکوک شي د لیدو په صورت کې امنیتي ځواکونه خبر کړي.