امریکایې تیوریسن وايي چې قوي حکومتونه یا قوي ګوندونه هغه دي چې له عامه افکارو څخه مثبته استفاده وکړي ځکه دښمن له عامه افکارو څخه د دوی پر ضد ګټه اخلي.
دا نظریه د تېرې اونۍ په روشنګرۍ پروګرام کې چې د عامه افکارو د رهبرۍ په هکله وو آباسین بریال وړاندې کړه. غواړم د دې لیکچر لنډیز ستاسو سره هم شریک کړم.
د عامه افکارو تعریف: د پېښو او قضایاوو په هکله د خلکو د مثبت او یا منفي قضاوت ته عامه افکار وايي.
د عامه افکارو په حصه کې د جغرافیې قید شرط ځکه دی چې د هر هیواد د عام ولس قضاوتونه د هغه هیواد عامه افکار تشکیلوي.
د افکارو تاریخچه:
په اروپا کې په ۱۶م پېړۍ کې د عامه افکارو لومړنۍ زري د فلسفې په شکل را پیدا شول. خلک په کافيخانو کې سره کښېنستل او خپل همنظره خلک به یې پیدا کول. بیا یې په ۱۷م پېړۍ کې یو څه رسمي بڼه خپله کړه او نسبتاً د ټولنې روشنفکر قشر په کافيخانو کې د حکومت کړنې ارزولې، چې ورو- ورو د دا ډول بحثونو لپاره د دوام لپاره تیوریګانې هم جوړې شوې. چې د ۱۸م پېړۍ تر نیمایي پورې په دا کافيخانو کې هغه روشنفکره قشر د دولت سره په پالیسۍ جوړولو کې حق تر لاسه کړ نو له همدغه ځایه عامه افکارو ته د دولت له خوا د قدر په سترګه وکتل شوه او حکومت به له عامو سره خلکو سره مالومات شریکول. وروسته له دې ګوندونو هم کوښښ کاوه، چې د عامه افکارو د ایجاد لپاره مرکزونه جوړ کړي چې له دې لارې پر دولت باندې فشار وارد کړي.
د عامه افکارو رهبرۍ لپاره تر ټولو مهمه وسیله رسنۍ دي چې په سنتي ټولنو کې یا افغانستان غوندې یو هیواد کې ممبر هم د عامه افکارو لپاره ګټور تمامېدلای شي.
د عامه افکارو د رهبرۍ لپاره لومړی باید ټولنیز او فردي حقوق تعریف شي.
الف- د انسان مطلق حقوق: هغه ته ویل کېږي، چې په هېڅ وخت کې نه ځنډول کېږي او د مداخلې حق څوک پکې نه لري. لکه ژوند کول، تعلیم او خوراک کول په ځینو ټولنو کې حتا د مذهب حق.
ب- مشروط حقوق: هغو حقوقو ته ویل کېږي چې په ځینو وختو کې د یو ملک د نظام د ثبات لپاره سلب کېږي. لکه د مطبوعاتو آزادي، د بیان آزادي او ځینو مواردو کې د حکومت مخالفت.
د عامه افکارو د انسجام لپاره انګیزې خپرېږي. چې په خپل وار سره بیا دا انګیزې په جعلې او اصلي سره ویشل کېږي.
الف- اصلي انګېزې چې د مالوماتو جنګ هم ور ته وايي. په دې انګېزو کې حکومت عامو خلکو ته دقیق مالومات خپروي.
ب- جعلې انګېزې: کله چې حکومت عامه افکار پر خپل لوري راماتوي نو جعلې انګېزې خپروي.
د عامه افکارو د انتظام لپاره حکومتونه څه کولای شي؟
۱- د عامه افکارو د مهار کولو لپاره باید یوه تګلاره وجود ولري او هغوی خپل په ګټه وکارول شي.
څلور کټګورۍ دي، چې د عامه افکارو په بسیج کولو کې ورڅخه استفاده کېدای شي او حکومت یې په خپله ګټه کارولای شي.
الف- د خورو – ورو افکارو د کمیت تخمین.
ب- د فردي افکارو تر منځ د رفاقت او اړیکو څېړنه.
ج- د عامه افکارو وجودي رول څېړل.
د- هر حکومت یو مقابل لوری حتماً لري که په اقلیت کې وي او په اکثریت. باید مالوم شي او د همکارۍ کولو ته تشویق شي.
یو امریکايي تیوریسن وايي، چې که عامه افکار تنویري او د مالوماتو ډک وي. د دولت سره د سالمو تصمیمونو په نیولو کې ګټور تمامېدلای شي او که چیري تنویري نه وي او غلط مالومات ور ته ورسېږي بیا نو د ملک د تباهۍ په لومړني ځواک بدلیږي چې بیا تري ایډیټز او یا احمقان استفاده کوي.
عامه افکار د سروې ګانو، رسنیو، مجالسو او ګوندونو له لارې مالومولای شو.
دولتونه دا اجازه لري چې عامه افکار وڅېړي، کنترول یې کړي او خپل په ګټه یې استعمال کړي. که حکومت دا کار و نه کړي نو مخالفین یې د دوی پر ضد ور څخه ګټه.
د هر چا کور د هغه شاهي ماڼۍ ده که څوک د خاوند بې اجازې ور داخلېږي او مداخله پکې کوي نو باید دومره سزا ورکړل شي لکه د پاچا شاهي ماڼۍ ته څوک بې اجازې ورننوزي.
نو د عامه افکارو په کنترول او بسیج کولو کې حکومت مسؤل دی او د عامه افکارو له شر څخه د خلکو ژوند خوندي کوي.
د عامه افکارو په بسیج کولو کې سیاسي ګوندونه مهم رول لري چې له بده بخته په افغانستان کې سالم سیاسي ګوندونه وجود نه لري چې دا چاره په سمه توګه سره مخته بوزي.
نو بناء حکومت که هر څومره بد شي د عامه افکارو د بسیج کولو مرجع وجود نه لري چې له دې لارې پر حکومت فشار وارد کړي او همدا شان که حکومت وغواړي له عامه افکارو څخه د نظام په تقویت کولو کې استفاده وکړي داسې مرجع نشته چې عامه افکار د حکومت په ګټه وکاروي.
د لیکچر په وروستیو کې ګډونوالو د عامه افکارو د رهبرۍ په هکله خپلې نظريې او تجربې وړاندې کړي او له آباسین بریال څخه یې پوښتنې هم وکړي چې ښاغلي بریال یې یو په یو جوابونه وویل.