څلور کاله وړاندې اټکل شوی وو چې تر ۲۰۱۴م کال او د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره سم به افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. څلور کاله وړاندې اټکل شوی وو چې پر نړيوالو مرستو ولاړه د افغانستان چټکه اقتصادي وده چې له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۹٪ ته جګه شوې وه بيرته به د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ تر منځ ۴ او ۵ سلنې ته را ټيټه شي. دا ټيټوالی حتی له ۲۰۰۹م کال راهيسې ورو-ورو پيل شوی دی. څلور کاله وړاندې اټکل شوی وو چې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچې به په بېسارې توګه جګې شي.
زما اکثريت نالوستی ولس او له دغه لمر وزمه حقيقته ناخبر مدني او سياسي فعالان د مردارۍ کودی د ملي وحدت د حکومت پر سر ور ماتوي او د اوسني بد اقتصادي حالت ټوله پړه پر هېوادمشر ور اړوي.
زما ولس نه دی خبر چې دولت يې پر کاسا او ټاپي غوندې سترو او پايښتوړ اقتصادي پروژو باندې کار ګړندی کړی دی. ټاپي او کاسا به د افغانستان په اقتصاد او اقتصادي سياست کې یو اوړونټکی (نقطه عطف) وي. زه دلته يوازې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې په اړه ځينې غټ ټکي درسره شريکوم.
کاسا-۱۰۰۰ د سيمې پر کچه د برېښنا د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده. CASA يې ځکه بولي چې منځنۍ اسيا او سويلي اسيا سره نښلوي (CA-Central Asia; SA-South Asia).د دې پروژې موخه له منځنۍ آسيا (قرغزيستان او تاجکستان) څخه سويلي آسيا (افغانستان او پاکستان) ته ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدول دي. چې ۳۰۰ مېګاواټه يې افغانستان اخلي او ۱۰۰۰ خيبر پښتونخوا (پېښور) ته لېږي.
خبره پر همدې ځای پای ته نه رسي دا پروژه د افغانستان لپاره “هم ثواب هم خرما” ده. د ملي يووالي د حکومت په لومړيو اونيو کې افغانستان له پاکستان سره د يادې پروژې تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې پاکستان هر کال افغانستان ته کابو ۳۰ مليونه ډالر تېرونونډه/حق العبور (Transit-fee) ورکوي. د دې پروژې د پلي کېدا پر مهال به زرګونه مسلکي او نامسلکي افغانان پر دنده شي.
پر ياده پروژه باندې شاوخوا ۹۵۳ مليونه ډالر لګښت راځي چې د پروژې له څلورو هېوادونو څخه به يې هر يو په خپلو سيمو کې د رغاونيزو چارو لګښت پر خپله غاړه اخلي. په دې توګه به پر افغانستان ۳۰۹ ميليونه ډالر لګښت راشي چې د اسيا پراختيايي بانک يې لا له وړاندې د ورکولو ژمنه کړې ده. همدارنګه پر قرغزستان ۱۹۶، پر تاجکستان ۱۹۷ او پر پاکستان ۲۵۱ مليونه ډالر لګښت راځي.
د پروژې رغاونيزې چارې به له نړيوالو معيارونو سره سمې وي او پر نړيواله کچه به داوطلبۍ ته وړاندې کېږي. تر دې مهاله د پروژې کابو ټولې ادارې چارې لکه تخنيکي، مالي، فزيکي، او چاپېريالي څېړنې بشپړې شوي او لومړني تړونونه يې لاسليک شوي دي.
د تاجکستان د برېښنا وزارت په وينا د سږ (۲۰۱۵) تر پايه به د پروژې ټول لوی قرارداديان وټاکل شي او تړونونه به ورسره لاسليک شي او تر ۲۰۱۹م کال پورې به کاسا ۱۰۰۰ بشپړه شوې او په برېښنايي مزو کې به يې برېښنا روانه وي.
د کاسا برېښمزي (برېښنايي تارونه) به د کندز، پلخمري او چاريکار له لارې کابل ته راځي او له کابله به د جلالآباد پر لار پېښور ته ځي. (د پروژې نقشه په انځور کې ليدلای شئ.)
د دې پروژې په پلي کېدو به تاريخ د لومړي ځل لپاره د افغانستان د جغرافيايي موقعيت څخه د سمې ګټنې(استفادې) شاهد وي. دا به د منځني اسيا او سويلي اسيا په نښلولو کې د افغانستان رول ته د نړۍ پام را واړوي.
نن دی که سبا دی دا وطن پر جوړېدو دی!