ژوند له فرصتونو سره مل دی خود له فرصتونو څخه ګټه اوچتول بیا هوډ ته اړتيا لري نو هوډمن انسانان کولای شي چې له فرصتونو څخه ګټنې سره خپل ژوند او خپل چاپيريال کې د مينې او اخلاص ډيوې بلې کړي.
خو دا دې هم نه وي پاتې چې د مينې ډيوه په تکبر، غرور، او ځان غوښتنې نه روښانه کيږي بلکې د نورو په وړاندې له مسکا، نورو په وړاندې خپلې غیږې خلاصولو او د نورو په وړاندې له زغم او تیريدنې سره روښانه کيږي.
کرکه، نفرت او ځان ځاني هغه څه دي چې مونږ يې پاشلې يو خو مينه مو سره راټولوي او يو کوي. ځينې انسانان د نورو په وړاندې له مينې او پخلاينې څخه کار اخيستل خپل ځان لپاره يو عار او کسرشان ګڼي خو دا وچ غرور په حقیقت کې بیرته د تکبر او ځان غوښتنې کندې ته ستنیدل دي.
مونږ افغانان چې د کلونو راهيسې د کرکې او نفرت په اور کې سوزو تر بل هر چا دې ته اړتیا لرو چې یو بل ته مینه او اخلاص ډالۍ کړو ځکه جګړې، کرکې او نفرت زمونږ تر منځ خورا زیات واټن رامنځ ته کړی.
نو اختر هغه فرصت دی چې مونږ لپاره د مينې او اخلاص پيغام لري د یو بل په وړاندې د زغم او حوصلې پيدا کولو پیغام لري، د يو بل په وړاندې د تیریدنې او عفوې پيغام لري، د تیرو د هیرولو پیغام لري او بلاخره د هغه خوند څکلو پيغام لري چې یو هوډمن انسان يې د څکلو وس لري او بس! ځکه یادې خبرې ساده خبرې نه دي بلکې هغه ارزښتونه دي چې لپاره يې ډيرو داسې سترو انسانانو ځانونه قربان کړي چې ننۍ نړۍ لپاره د لارې مشالونه دي، له همدې امله خپل ژوند کې نورو ته مينه ډالۍ کول او د نورو په وړاندې له مهربانۍ کار اخیستل داسې جرات ته اړتيا لري چې ډیری انسانان يې په ارزښت نه پوهيږي.
د اختر یو دود دا دی چې ټول مسلمانان خپل ظاهر نوی کوي، نوې جامې اغوندي، خپل سر او صورت جوړوي خو په حقیقت کې د دغه دود تر شا یو خورا ستر مفهوم پروت دی او هغه دا چې هغسې چې مونږ خپل ظاهری وضعیت نوی کوو او سموو نو همداسې باید خپل زړونه له کینې، کرکې او نفرت څخه صفا کړو او په ځای يې مينه او اخلاص په کې را ژوندی کړو.
یو بل خورا مهم ټکی دا دی چې نورو ته د خوښيو ډالی کول یو خورا ستر کار دی چې د انسان پر شهامت او لوړ فکر دلالت کوي نو دغه اختر دې لپاره هم يو ښه فرصت دی چې له بی وزلو سره د مرستې له لارې هغوي ته خوښي وروبښل شي. زمونږ ټولنه کې له بده مرغه د بیوزلو شمیر کم نه دی خو که چيرې هر یو د دغو بیوزلو هیوادوالو په وړاندې ځان مسول وګڼو نو کولای شوي چې دغسې ستره خوښۍ کې شريک يې کړو.
اختر مو بختور!