تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې خاص سرمفتش په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه په راتلونکي ژمي کې تاوده کالي او یونیفورم نه لري.
خاص سرمفتش جان ایف سوپکو د متحدو ایالتونو دفاع وزیر اشتن کارتر، مرستیال دفاع وزیر، عمومي قومندان، په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو ته په استولي لیک کې په ژمي کې د افغان امنیتي ځواکونو د جامو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې او دې مسلې ته یې د هغوی د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ده ویلي:«زموږ د لومړنۍ ارزونې پر اساس، داسي ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د ژمي لپاره تاوده کالي ونه لري او دا د افغان امنیتي ځواکونو پر مجموعي وړتیا اغېز لرلی شي او د دوی عملیاتي ظرفیت کمولی شي.»
په لیک کې یادونه شوې چې افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۱ م کال راهیسي ژمني کوټونه نه لري.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان ژمي په تېره بیا په شمالي ولایتونو او غرنیو سیمو کې خورا ساړه، وچ او سخت دي.
په همدې حال کې د پینتاګون یوه چارواکي وویل چې افغان امنیتي ځواکونو ته په ۲۰۱۵ م کال کې تر یوه حده ژمنۍ جامې ورکړای شوي او یوه اندازه نورې جامې ورکول کېږي.
خو جان سوپکو وايي چې دا دوهم کال دی چې افغان امنیتي ځواکونو ته د ژمي جامې نه دي ورکړای شوي.
د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ۳۳۵۰۵۴ کوټونو فرمایش ورکړی دی، خو دا کوټونه به د ۲۰۱۷ م کال تر مارچ میاشتې پوري افغان ځواکونو ته ورنه کړای شي.