تاند- د نیویارک ټایمز د یوه راپور له خپرېدو وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) اعلان وکړ چې له ماشومانو څخه د ناوړه استفادې په باب معلومات لري او د دغه ناوړه غیرانساني او غیردیني عمل د مخنیوي لپاره په دې برخه کې د قوانینو د عملي کېدو لپاره جدي اقدامات کوي.

نیویارک ټایمز د یکشنبې د ورځې په ګڼه کې په یوه راپور کې پر امریکايي پوځیانو نیوکه وکړه چې د افغان سیمه ییزو پولیسو له لوري له هلکانو څخه د جنسي استفادې په وړاندې یې عکس العمل نه دی ښودلی.

که څه هم د نیویارک ټایمز په راپور کې د افغان سیمه ییزو پولیسو د څو کاله مخکې ناوړه استفادې ته اشاره شوې خو د افغانستان ولسمشر د هیواد د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ته امر کړی چې یوه کمېټه جوړه کړي او دا موضوع وڅېړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ادعا کړې چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته ویل شوي وو چې که داسي موارد یې وهم لیدل، سترګې پرې پټې کړي.

نیویارک ټایمز همداراز ویلي چې امریکايي پوځیانو دا ‌ډول موارد لیدلي خو ځان یې پرې ناګاره کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز راپور زوړ بللی او ویلي یې دي چې اوسني سیمه ییز پولیس له پخوانیو سره توپیر لري.

د امریکا دفاع وزارت هم د نیویارک ټایمز راپور رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *