تاند- ادعا کېږي چې د پاکستان د استخباراتي چارواکو د فشار له امله یو شمېر طالب مشران مجبوره شوي چې له پاکستانه وتښتي.
پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ افشا کړه چې د طالبانو یو شمیر مشران په وروستیو ورځو کې له پاکستانه وتلي دي، یو شمیر یې هم د وتلو په حال کې دي ځکه چې پاکستان هغوی ته خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خاورې د افغانستان دننه عملیات ونه کړي.
خو له دې سره سره افغان چارواکي د پاکستان پر نیت شک لري او وايي چې د طالبانو په منخ کې وروستی بېلتون هم د پاکستان یو ډول چل دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي تیره ورځ تور پورې کړ چې پاکستان طالبان سره بیل کړي دي او دوی ته په خپله خوښه مشر ټاکي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیره اونۍ ویلي و چې د مشرتابه پر سر د طالبانو اختلافات د سولې د خبرو د لارې خنډ شوي دي، خو ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه د پاکستاني چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی یاد شوی خبر ورکوي چې اسلام اباد له کابله غواړي چې د دوو غوښتنو تر منځ یوه انتخاب کړي، یا دې له طالبانو سره د سولې د خبرو لاره غوره کړي او که دا لاره نه انتخابوي او جګړه غواړي نو پکار ده چې افغانستان، پاکستان او همداراز چین او د امریکا متحد ایالتونه په دې اړه خبرې وکړي