تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف پرون /چهارشنبه/ له خپلو ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو لپاره پر خپلې ارادې ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.
نوازشریف په لندن کې له خپل بریتانیايي ساري سره په خبرو کې وویل چې هیواد یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مهم رول لوبولی او ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي.
سره له دې چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان نوي حکومت له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو او د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته د اسلام اباد د هڅولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې خو عملاً پاکستان داسي کوم اقدام نه دی کړی چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
دې هیواد یوازې یو ځل د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړه خو ویل کېږي چې طالبان یې په دوو ډلو وېشلي څو یوه د جګړې د دوام او په راتلونکې کې پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره وساتي او بله سولې ته وهڅوي څو هم له نړیوالو انتقادونو خلاص شي او هم د خپل دې کار په بدل کې په ملیاردونو ډالره مرسته لاس ته راوړي.
نوازشریف، چې په نیویارک کې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره په لاره په لندن کې ایسار شو، د بریتانیا د صدراعظم په دفتر کې له ډیوید کامرون سره په کتنه کې د افغانستان د وروستي وضعیت او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې وکړې.