کليوال ملګري ټولنه او همت خيريه بنسټ د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له کبله د نړۍ ټول مسلمان ملت او په ځانګړې توګه دهيواد جمهورريس، د کابینې غړو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو ، د هيواد ټولو اوسېدونکو، د غزني سيمه ایزې ادارې او ولايتی شورا غړو، د مدني او فرهنګي ټولنو درنو استازو او د غزني ديندار او غيور ولس ته مبارکې وايي.

لوی څښتن دربار ته په دې پار لاسونه لپه کوو، چې دغه نېکمرغه اختر د نړۍ د مسلمانانو او په خاص ډول د ګران هيواد داتفاق او سولې اختر وګرځوې.

هيله ده، چې دهيواد شتمن او بډایه خلک له غريبو او بېوزله هيوادوالو سره مرسته وکړي، زموږ ډېری هيوادوال چې بېوزله دی، ستاسو مرستې او لاسنيوي ته اړتيا لري.

الله ج دې دغه اختر د ټولو ديووالي او مينې اختر وګرځوي.
په درنښت
کليوال ملګري ټولنه /غزنی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *