تاند- د سعودي عربستان چارواکي وايي چې نن /پنجشنبه/ د حج د مراسمو په لړ کې په سلګونو زیارت کوونکي په ټېل ماټېل کې مړه شوي دي.
سعودي سرچینې وايي چې تراوسه پوري یې د نژدې ۷۹۹ تنو مړینه تثبیت کړې خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي.
راپورونه وايي چې ۷۰۰ تنه مړه شوي او ګڼ نور سخت ژوبل شوي دي.
دا د سږکال د حج په مراسمو کې دوهمه پېښه ده.
د روان سپټمبر په یوولسمه په مکه مکرمه کې مسجد الحرام ته نژدې د یوه کرېن یا جرثقیل د لوېدو له کبله تر سلو تنو زیات زیارت کوونکي مړه شول.