د اختر مبارکې لومړی د فیسبوک جوړوونکي ته ډالۍ کوم، او دلیل یې هم دا دی چې د همده له برکته، د یو سر و بل سر ترمنځ واټن کم شوی او د خپلو دوستانو ښکلي پیغامونه لولم او انځورنه یې ګورم.
بیا د وایبر جوړوونکې ته د زړه له کومې اختریزي خوښۍ ډالۍ کوم، چې د دوستانو خواږه غږونه را اوروي. او دا زمینه راته برابروي چې د هر چا د مخه په مساپري کې هم د مور احترام پر ځاې کړم او د هغې دعاګانې واخلم.
بیا د سکایپ جوړوونکې ته د اختر خوږې میوې ډالۍ کوم، چې د لري واټنونو دوستان سره پرې خواله کوي.
له مرګې دي هیر شې، د انټرنیټ جوړوونکې مي له یاده ووته، که انټرنیټ نه وای نو دا پورتنيو دوستانو به دا شهرت له کومه موندلی وای؟ همدا ستر مفکر وو، چې د انټرنیت په جوړولو يې د نړۍ له زړه نه زنګونه لري کړل او د نړۍ د پوهې کچه ئې لوړه کړه. نو ښه به دا وي چې دتر هر چا مخکې دي ښاغلي ته د اختر د خوښېو مبارکې ووایو.
که دا لړۍ وغځوم، نو په وار به د برق جوړوونکې، کمپیوټر جوړوونکې، موبائيل جوړوونکې، او……….پاتې نورو جوړوونکو لړۍ ټولو ښاغلیو ته د اختر نه د اخترونو ټولې خوښۍ باید ډالۍ کړو.
که د اختر د خوښيو مبارکې معیار پورتنۍ لاسته راوړنې وټاکو نو زما نه نیولې خورا ډیر دوستان به له دې خوښيو بې برخې پاتې شي. او یا که پورتنې معیار د نړۍ پرهیوادونو وویشو او هر هغه هیواد چې لاسته راوړنه نلري له خوښيو بې برخې وشمیرل شې نو ګواکې زمونږ ګران هیواد ته به پوټکې هم ونه رسیږئ.!!!
خو،
اختر د خوښيو ډالۍ ده، او زما په اند هر هغه چا چې مونږ ته خوښي رابښلې د اختر پلمې نه په ګټه اخیستلو سره ورته د خوښیو مبارکي ووایو. او هر هغه چا چې د نړۍ په پرمختګ کې ونډه نه ده اخیستې هم مبارکې ووایو.
د ستر اختر مو مبارک شه
په مینه
اباسین جکړ