په تیرو(۲۴) ساعتونوکې د205اتل قول اردو ځواکونولخوا دعملیاتوپه لړکې (12)تنه وسله وال مخالفین وژل شوی،(9)تنه ژوبل شوی،(27)کړۍ ماینونه کشف او شنډشویدي.
کندهار:
د205اتل قول اردو دریمی پلی لوأمنسوبینو د کندهار ولایت دنیش اوغورک ولسوالیو کې دوسله والومخالفینوته دغونډیدوپرڅای ددرندو وسلوبریدونه کړی،په پایله کې (6)تنه وسله وال مخالفین وژل شوی او (9) تنه ژوبل کړیدي همدارنګه (12) ماینونه کشف او شنډشویدي.
زابل :
ددی ترڅنګ داتل قول اردو د دوهمی پلی لوأ پرسونل دزابل د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتوکې دعملیاتوپه ترڅ کې (4) ماینونه کشف او شنډشویدي.
ارزګان:
همدارنګه داتل قول اردو د څلورمی پلی لوأ دارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ دچیتوالی او چمترک په کلی کې (6) تنه وسلوال مخلفین وژل شوی او(4) تنه ژوبل شوی (11) کړۍ ماینونه کشف او شنډشویدي. او په وژل شوو کښی یوتن دګل اغا په نوم قوماندان وژل شوی.

دغه عملیات به انشاالله ستاسو اودلوی الله (ج)په نصرت ښی لاسته راوړنی له ځانه سره ولری.
د205اتل قول اردو منسوبینو شپه اوورځ هڅی کوی ترڅوخپلو هیوادو الوته دآرامه اوډاډمن ژوند چاپیریال رامنځ ته کړی اووسلوالو مخالفینوته به دا اجازه ورنکړی چی دیادی قوماندانئ د مسؤلیت په ساحه کی دامن نقطه احساس کړی .

په درناوی
د205اتل قول اردو
مطبوعاتی دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *