د هرې ټولنې پیاوړتیا ، په داسې کسانو شوې وي چې د افرادو، د سالم فکر روزونکي وي اوددغو افرادو، فکرونه یې په هنري جامه سمبال کړي وي. دا خبره مې په دې قصد وکړه: چې هنرمخاطب ته له بل هرچا، زر د عاطفې او احساس دروازه خلاصوي. د دې کسب ماهران دانسانیت ښه تداعي کولای شي (اسلام هم د انسانیت د بشپړتیا لپاره راغلی دی) (حدیث شریف)
کله چې الله تعالی دځمکې پر مخ انسان پیداکړو؛نو ویې فرمایل :(اني جاعل في الارض خلیفه) نوپه دې اساس انسان یوڅه ذاتي ښیګڼې لري. چا چې دغه ښیګڼې دهنر،فکر اوعاطفې په غیږ کې ،وروزل نوپه سمه مانا خلیفه دی. ځکه چې داخلاقو له معیاره، یوه هم عاطفه اوفکر دی اود دین معیارادب دی.پیغمبر(ص)ورته اشاره کوي: الدین کل ادب.
داهم کیدای نه شي چې یوڅوک دي ذاتي کمالونه ونه لري؛ ځکه چې دالله تعالی تخلیق بې بندو باره اوبې تکمیله نه وي. نو ځکه یې دنیا کې،هر څه متضاده پیدا کړي دي.یانې ورځ دشپې له مخې پېژنو،همداشان تور په سپینو،غم په خوښي اوخوښي په غم، ښکلا په بدرنګي او بدرنګي په ښکلا پېژنو. لنډا داچې دنیاکې هرڅه متضاد اومساووي پیدا شوي دي.
کیدای شي يوساینس پوه دا ونه مني او نه یې دنورو علومو خاوندان راسره تايید کړي؛ ځکه چې ساینس هم دارتقا پړاونه دټولنې داسانۍ برابرول دي او طبابت دبشري نوعې د سالم وجود د رامنځته کیدو په موخه ابتکار کوي؛ مګر کوم چې دهنرپه اشیانه کې بشري نوعې ته احساس وربخښل کیدای شي ؛طبابت يې نه شي کولای.ځکه طبابت مادي خویونو ته ډیرلیواله دی او طبابت وخت نیسي؛مګر هنر ډیر زر خپل هدف ته ځان رسوي.ساینس تجروبې مطالعه کوي ؛مګرهنرله وخته مخکې تجروبې درته ښايي.همدا کړنه ده چې په نړۍ کې هنر مندان زیات د نوبل جایزې کټونکي شوي دي. ددې مکتب او دپښتو ادب ستر غزل سالاراو دعرفان لوی مولف حضرت امیرحمزه شینواری دی.
په حمزه کې دا خواص، داسې ځلبلانده دي چې سړی ، مخ نه شي تر اړولی. زموږ موضوع دحمزه دکلام مشاهده ده. خو دپورتنیو خبرو داثبات لپاره ،دحمزه په څو بیتونو رڼا اچوو. چې له خپل فن سره دده شخصیت څومره متناسب دی؟
ځینې لیکوال اوشاعران شته چې فن او شخصیت یې سره تړلی نه وي. مګر دحمزه فن اوشخصیت سره تړلي دي. ځکه چې شعر له لطیفې ژبې ور ها خوا نفیسه ژبه هم ده.
اصل کې دزړه اوفکر خبرې پاکې دي .دپیغمبر(ص) له خویونو یو خوی دا هم وچې تل به يې فکرکاوه. اوڅه شی يې چې په زړه کې و ،هغه به یې ښکاره کوله. (یوه ورځ دری سړي رسول اکرم (ص) ته راغلل.هره یوه دمینې اظهارورته وکړ. پیغمبر(ص) له دغې ډلې یې یوه ته وویل : زه له تا سره مینه نه لرم ؛ځکه چې ستا دمینې په اظهارکې دروغ دي.) دحمزه شاعرانه مشاهده همدغه نفیسه مشاهده ده او داسې توسیه کوي:
داصول په نقطه خښ دزړه قدم کړه
که په برخه دې ګردش لکه پرکار شي
دهوسۍ غوندې ارام په میږتون کړه
چې جمودې هم لړلی په رفتارشي
دحمزه دشخصیت بل ښه کار دعلم سره سره تواضع وه چې دانسان سودمنه سودا همدا ده.
پرښتوته چې کله حکم وشو چې دنړۍ دټولو اشیاوونومونه واخلی؛ نو عاجزې شوې. حضرت ادم(ع)ددې هنرمتکي شو. الله تعالی پرښتوته حکم وکړچې ادم(ع) ته سجده وکړي. شیطان لعین دمغروریت په ګدۍ پښه واړوله او الله تعالی له خپل مقدس ټولي څخه ویسته. له استاد اصف صمیم اواستاد ناګار څخه مې اوریدلي دي: دحمزه بابا لوی خاصیت دا وچې تل یې دخاکسارۍ او تواضع لمنه غوړه ولې وه .نوځکه يې دانسانیت دشعار چیغه پورته کړې ده:
حمزه ډیر مسلمانان شته په دنیا کې او کافر هم
زه اشنا دهغه کس یم چې روش يې دانسان وي
د حمزه دشخصیت څیړل او زما قلم یو نا انډوله تړون دی؛ ولې دحمزه د فن څیړل دده دلویۍ یوازنۍ لامل دی چې زما په څیرنا بلده ، کسان هم پکې لارې اوباسي. دسعادت حسین خبره : په خوشال يې ډیر زبردست پایلیک لیکلی و. ډیر مې خوښ شو. راته يې وې: چې دا دخوشال دفن زور دی، ګنې مونږ خوهسې دقلم تاو ته ناست یو. نو دهمدغه ډاډ په بنیاد دحمزه شاعرانه مشاهده وړاندې کوم.
دمشاهدي انځورول په شعرکې لکه: د اوبو خوند ښکاره کول دي. اصل کې مشاهده د انا او روح وي. کله چې دانسان حواس یې درک کړي نو دهغې مشاهدې انځورول په شعریا په خبرو کې یو ډول ګستاخي ښکاري. ځکه چې دا مشاهده داسې ښکاري ته وا: د سترګو یا دباصرې حس په واسطه یې ورسره اړیکې پیدا کړې وي. مګردغه اړیکه دهغې د ښکلا لپاره يو انځور جوړشي. ددې مشاهدې درک کول بیا ځینې ستونزې را ولاړوي .صوفیان اکثره په دا ډول مشاهده باندې ګستاخ، ملحدین او داسې په نورو نومونو باندې تورن شوي او د اظهار ازادي یې هم سلب شوې ؛ مګر د ځینو سره د منصور په څېر جبر شوی دی.
لکه لاندې مثالونه یې وګورئ:
په دوه کونه باور وکړه
موجود هيڅ نشته بې خدايه
دولت لواڼی
تا ته ځکه زما دغم اندازه نه شي
تا دخدای مینه لیدلې نه ده خدایه
راز محمد راز
زه اول هم ديوانه وم ديوانه يم لا تر اوسه
له دلداره هم خانه وم،هم خانه يم لا تر اوسه
دولت لواڼی
په هرڅه کې ننداره دهغه مخ کړم
چې د ډيرې پيدايۍ نه نا پديد شه
خوشال بابا
هرچې دی سېوا له خدای ج
واړه وګڼه نابود
رحمان بابا
تا په خپله اراده و راز ته شاه کړه
بې جوازه بهانې د ازل پریږده
راز محمد راز
استغنادې شوه روزي په کومو سترګو
دموجونو خو هر څه وي دریابونه
کړاو
په قدسي حدیث شریف راځي (زه دبنده ګانو په ګمان کې یم) چې دفارسي ژبې یو شاعر داسې انځور کړی دی:
مشکل حکایتی است که هر ذره عین اوست
اما نمی توان که اشارت به اوکنید
او منصور همدغه ناره وکړه چې جبر ورسره وشو. ده چې ځان ته (( حق)) وايه د همدې نارې له امله علماو د اعدام پرېکړه پرې وکړه او تر يو څه بند وروسته په (۳۰۸ ه کال د خليفه په امر(سنګسار) شو.
مګر کله چې صوفیان په راز و نیازکې راشي په ښکاره اشاره ورته کوي. او دا ددوی ګمان دی.
حمزه دا مشاهده دمشترک حس په مرسته په شعرکې انځورکړې ده. دا ډول مشاهده دحمزه دشعر یوه لویه خاصه ده. دمثال په توګه:
داهمه زه یم چې اثار مې وینې
په حقیقت کې لا ولد یمه زه
«««
زما نظر دښکلیو وږی نه دی
زه په هریو کې ستا نظیر غواړم
««««
ياخو هيڅ نشته دا واړه وهم وخيال دي
او که وي نو بس د ياربه وي وجود
عمر بن عثمان مکي ویلي دي: مشاهده هغه څه ده چې زړونه یې له غیبو څخه غیبوته مومي او دخپل وجد وسیله یې نه ګرځوي. دحمزه په ځینو بیتونه هم دا نیوکه کیدای شي. ځکه دحمزه دشعرژبه اکثره د معنوي ښکلا مشاهده وي. که حمزه بابا همدا مشاهده دخپل وجد وسیله یې هم ګرځولې ده ؛ نو ډیره په لطیفه او په معقول ډول یې ارایه کړې ده. چې خوند او جذبه ،لوستونکي ته داسې ورکوي لکه: یو تږي ته چې ښې یخې اوبه ورکړې. لکه:
ځان ښودنه دې غرض وه،خپله مینه دې عنوان کړه
ورته زه دې افسانه کړم افسانه یم لاتر اوسه
تا پرده کړه له میینو مرورشولې له مانه
ورته زه دې بهانه کړم بهانه یم لاتر اوسه
حمزه بابا
د دغه حال انځور دحمزه دغزل ذاتي او فطري خاصه ده. دتصوف ډیرو پلیونوباندې همدا تور وي او له همدې عمله ډیر صوفیان یا خودمنصورپه څیر باغي معرفي شوي او یا دملحدینو په ټولي يې ور ګډ کړي دي. حال داچې حمزه بابا ویلي دي چې د اسلام اساسي روح په تصوف کې دي. او امام غزالي هم ویلي دي: دحقیقت تر منزله رسیدل یواځې دتصوف پر لاره شوني دي.
که دحمزه رومانوي مشاهده ته ځیر شو؛ نو یوداسې انځور په لاس راکولای شي ته واچې یو مستند فلم ګورې. دحمزه بابا دشاعرۍ لوی کمال په مشاهده کې دی. او مشاهده یې یوداسې انځور دی چې په حقیقت کې نه وي ؛ ولې د ډیر لطافت له مخې حقیقي او مستند ښکاري.
ځي پلو لره دې لاس بې اختیار
جوړ څوکۍ ته دې دحسن ځواني راغله
«««
خیر حمزه که مست نظر یې تل تر تله برند وي
کور چې میخانه وي دچا څه به فرزانه شي
«««
د حمزه صاحب نه تاج سعید پوښتنه کړې وه چې ستاپه ژوند کې کمزوري څه شئ ده؟ حمزه صاحب یې په ځواب کې ویلي و: چې دذوق جمال فرواني ده. دحمزه رومانوي مشاهده یوازې ازلي نه ده؛ بلکې دحقیقي ښکلا موجب هم پاتې شوی دی او دټولې ښکلا سرچینه هم حقیقي ښکلا ګڼي او وایي:
ستا دمخ ښایست له بلې ډډې نه دی
چې ماخذ دی د قران هغه قران دی
داسلام دراتګ او د قران دنزول نه وروسته په ښکلا ایزو افکارو کې ډیر تفصیلات مخې ته راغلل او دقران له مخې دحقیقي ښکلا او ازلي ښکلا نظریات وڅيړل شوه. نو دجمال سرچشمه يې خالق او ددغه جمال مظهریې مخلوق او کاینات وګڼل. لکه رسول اکرم (ص)چې وایي: (الله جمیل ویحب الجمال) ژباړه: الله ښکلی دی ښکلا خوښوي. ددې نه دا څرکنديږي چې کاینات ښکلي دي؛ ځکه چې دحسن له سرچشمې نه رڼا شوي دي. نو حمزه بابا د دواړو ښکلا د توصیف موجب ګرځيدلی دی.
ښکلیه چې موسکۍ په ټیټو سترګوشې
هیڅ دې اندازه دښکلا نه راځي
دغه مشاهده دمجازي تاثر له مخې ده: مګرمشاهده د ډیر ریاضت نه وروسته په کلام کې پیداکیږي، ولې د مشاهدې اصلي سرچشمه روح یا انساني انا ده. چې بغير ددې نه ده هیڅ شي دپیدا کيدو امکان نشته. دمشاهدې د انځور نه وړاندې یو تصور حس شي او له هغه وروسته مشاهد کیږي. دهر شي دخلق کیدونه وړاندې یو علمي وجود شتون وي. لکه کاینات چې دالله تعالی په علمي وجود کې وه. (وجودیان)
ددې تصورنه وړاندې یو ذهني اوروحي شی چې محسوس شي همدغه مشاهده ده. هسې خو مونږپه ورځ کې ډیرشیان وینو. خو مشاهده دهغې سرچشمې درک ده چې له تصوره وړاندې پیداکیږي. دصوفیانه شاعرۍ همدغه مزاج دی چې تل پاتې اولامحدود ده وي. ځکه هغو چې دکو م حسن اظهارکوي هغه تل خور اونه فنا کیدونکی وي.علامه اقبال هم ویلي دي چې :الله تعالی محیط ذات دی. همدا رنګه دا حدیث مبارک دغې وینا ته قوت ورکوي: انا الدهر. یانې زه زمانه یم. اوبیا یې دا هم ویلي دي: زمانه مه غندئ ،زما خدای دی.(۷۷ مخ ،غنچک،) او په هرڅه کې د هغه جلوه لیدل دا دحمزه او صوفیانه شاعري مزاج دی.همدا ښکلا انځورول شاعري لطیفه او غښتلې کوي. میرزا غالب وایي: حسن معروضي هم دی او موضوعي هم ؛ ځکه حسن یوه جذ به هم ده او یو عمل هم.
نصیر احمد ناصر وایي: جلال او جمال دحسن مظاهر دي. په دې وجه جلیل او جمیل دواړو کې دحسن شته والی ضروري دی.
ځکه خو په دنیاکې هر حسین شی یا جلیل دی یا جمیل. یانې په کوم حسین شي کې وجاهت و هیبت او د قهاري او جبروت رنګ غالب وي هغه به جلیل وي. او ددې نه خلاف په کوم حسین شي کې چې لطافت او نزاکت زیات وي هغه به جمیل وي.
اخځونه:
۱: دښکلا هنداره، خلیل ،حنیف ،۱۹،۴۶،مخونه.داشرف مفتون رومانوي شاعري ،دشیدا دجمال نظریه.
۲:انسان او خدای ،دانش خپروندویه ټولنه۱۳۹۲،۲۰۱۴دحمزه او جعفر اڅکزي خطونه.
۳:غنچک ،دحمزه بابا ملفو ظات ،تحقیق او تر تیب کلیم شینواری،پاک امارات پښتو ادبي ټولنه دوبۍ،چاپ کال،۲۰۱۳
۴:دتصوف حقیقت او دنقشبندیه طریقې یو بحث،پښتو ژباړه.پوهاند دودیال، محمد بشیر،میوند خپروندویه ټولنه،چاپ کال،،۲۰۱۰.۱۳۸۹،۱۴۳۱
۵: زما بیلابیل یادښتونو کتابچې……..تنویر.