ژباړن: اجمل ښکلی

يادونه: د ليکوال له هر خبرې سره زما(د ژباړن) همفکري اړينه نه ده.

ښکلا څه ده؟ په دې کايناتو، په تېره انساني ژوند کې د ښکلا نقش څه دی. زموږ ماورالطبيعت(ليکوال په هر ځای کې له ماورالطبيعي اسطورې نه موخه مذهب دی ) د ښکلا(ليکوال جماليات کارولی، چې هم ښکلاپوهنې ته وايي او هم ښکلا ته؛ نو دلته ترې مطلب د ښکلا تخليق يعنې هنر دی) له ټولو بڼو ولې ويره احساسوي؟ له پېړيو څخه دې سپېڅلې وېرې زموږ فرهنګي څېره څومره اغېزمنه شوې ده؟ ټولنپوهنه خو وايي، چې ښکلاييزه چاره همدومره پخوانۍ ده، څومره چې انسان پخوانی دی او دا لړۍ تر تاريخ مخکې پيل شوې او تر اوسه روانه ده. له حيواناتو سره د انسان توپېروونکی خصوصيت، د فنونو او هنرونو په لاس د خپل ځان او روح د ازادۍ څرګنتيا، د بېلابېلو بڼو او د رنګارنګو حالتونو ابدي لټه. په يوې ناختمېدونکې لټې پسې د وتو ارمان… په رنګونو، زمزمو، بڼو او زاويو کې ځان ښودل او د ښکلا په نويو نويو مانيزو بڼو يې اړول.

له هنر او ښکلا سره د ماورالطبيعت ټکر: ماورالطبيعت وحدت، مرکزيت او پرېکنتيا(قطعيت) غواړي؛ خو هنر رنګارنګي غواړي. ماورالطبيعت د يوه ازلي او ابدي خالق دعوه کوي او هنر پخپله د تخليقي فطرت(Creative Impulse) شاهکار وي. هنرمن نه جوړېږي، د هغه جوړښت داسې وي، چې يو څو خياله راټول کړي، څو خبرې وکړي، يو انځور جوړ کړي، رنګ وکاروي، يو سر وکاروي. پنځګر ته پخپله هم پته نه وي، چې هغه دا هر څه ولې او څنګه کوي….شيان تل د تخليق له عمله تېرېږي. د يوه پنځګر په توګه انسان خپله دروني او بهرنۍ دواړه نړۍ واړوي. تل لګيا وي، نوي فکرونه او ارزوګانې روزي. د پنځګر نړۍ پای نه لري، نظر يې ذرې وڅيري او ناپايه بېدياوې ګزوګام کړي. له ښه نه تر ښه تره پورې د لټې دا جنون او “سرګرداني” پر مزکزيتپالي ماورالطبيعت باندې ډېر بده لګي…د شر او سرغړاوي ډېر مقامونه په لار کې راځي.

هنر د انسان د روح له ازادۍ سره تړلی دی. غلامانه ذهنيت هنر نه شي ايجادولی، ازادپالی روح پکار دی، چې يو رنګوالی نه مني او رکود نه خوښوي. اډانو او ظاهري جوړښتونو ته له بلې زاويې کتل غواړي او نورې ماناګانې ورکول غواړي. دا د تخيل په پراخه بحر کې بې ويرې او بې ځنډه لامبو وهي. ماورالطبيعت او فکري ازادي دوه متضاد ټکي دي. د ماورالطبيعت په دربار کې مرييتوب وياړ دی. د ښارونو دېوالونه خو هسې د “”غلامان دي، غلامان دي” له چغو ډک نه دي. سرونه او تندي پر ځمکو ولګوئ! هيڅوک دا حق نه لري، چې په هسکه غاړه خبره وکړي؛ خو هلته ټولنپوهنه: يوه حيوان چې ټيټ سر او له ځمکې لاسونه اوچت کړل؛ نو انسان ورته وويل شو.

هنرونه او ښکلاپالنه(حسن پرستي) د منځلارۍ، نېکۍ او اخلاقو چينې دي. ته ښکلي خوبونه وينې، ښکلې څيزونه وينې، ته پخپله هم ښکلی کېږې او شاوخوا هم ښايسته کول غواړې. ته پخپله هم ښايست غواړې او نور خلک هم په ښکلا سمبال غواړې. هنر انسان نرمخويه کړي. د چا روح چې ښکلی وي، پر ښکلا مړ وي، هغه ظلم نه خوښوي، هغه ظلم نه شي کولای، هغه به عدل غواړي او نورو ته به هم د ځان غوندې حق ورکوي.

د دې پرخلاف، بهرنۍ او دروني چټلۍ همغسې پاتې شوې. اخلاق که پخپل لاس جوړ کړې او له خپلې تجربې دې راووځي، د روح برخه به دې وي؛ خو که د نېکيو او اخلاقو کڅوړه درته له اسمانه راشېوه شي، نو دې ته وايي: حشر…. دوی خپلې ښېګڼې ځان ته پخپله ټاکلې دي او په خپله خوښه پرې عمل هم کوي. ټولنه له نظام، نظام له هېوادوالو او خلک له يو بل سره تل ښه کوي، له يو بل سره مرسته کوي. له يو بل سره فضا د “بښنه کوه” او “مننه” په مښکو معطره کړي.

ښايست راښکون لري، سړی ځان ته راکاږي او په ځان کې يې محوه کوي. ځان ته يې کتو او له ځان سره يې ناستې ته مايل کوي. دا راښکون ماورالطبيعت نه شي زغملی. که له انسانه د ايجاد فطري وړتيا واخلې، د پلټنې تڼۍ يې بنده کړې، له رنګونو، نغمو او تصويرونو نه يې له خوند اخيستو محروم کاندې او د نڅا و سرود او خوښۍ شېبې پرې حرامې کړې او د انساني کايناتو رنګينوونکې ښځينه هستي او وجود د ګناه هېنداره شي؛ نو د تورې سياهۍ شيندونکې تقوا ژغور اړين ګڼل کېږي. په داسې حالت کې پوښتنې، مخالفت او نيوکې ته د مرګ سزا ورکول کېږي. په داسې نړۍ کې څېړنه حرامه وي، پوښتنه نه وي، يواځې ځوابونه وي، هرې خوا ته ځوابونه، تيار توږلي او ږيرور ځوابونه او له اسمانه راغلي نابدلېدونکي ځوابونه او بيا د دې ځوابونو د متضادو تعبيراتو او شننو ناختمېدونکې لړۍ، چې سرسام دې کړي.. نه په څه پوه شې او نه څه په لاس درشي.

د انسان (خپل جوړ کړی فرهنګي او مدني) مزل له حيوانيت نه انسانيت ته روان دی، چې فکري ازادۍ او ښکلاييز ذوق پکې د بنسټي ځواک چاره ترسره کړې ده. د ماورالطبيعت په دربار کې څوک د فکري ازادۍ او ښکلاييز ذوق پر اساس پخپله فرهنګي او مدني سفر او پرمختګ کولی شي؟ ماورالطبيعت مرګ ته پر ژوند ترجيح نه ورکوي؟ تر ننه پرون غوره نه بولي؟ تر ځمکې اسمان لوړ نه ګڼي؟ تر هنرونو، رسمونه ښه نه ګني؟ دودونه(روايتونه) ورته تر تعقل بر نه ښکاري؟ نن تر ژونده مرګ غوره دی.

د تېرو وختونو د سپېڅلو کلمو له مخې په تېرو آلو(چړو او تارونو) د چا د مرۍ پرې کول يا په ځان پورې په بارودو تړلو مرګ ته غاړۍ غړۍ ورتګ، تر مرګ وروسته (ژوند!) لپاره. ژوند، د ماورالطبيعت دومره بد ايسي او دومره سپک يې ګني او پر داسې يو ګړنګ يې ودروي، چې ژوند پکې له هغه ځايه پيلېږي، چې پکې فنا کېږي. دا د هغه مزل انتها نه ده، چې په بېدياوو کې ډېرې پېړۍ پخوا پر ځان باندې، له ژوند سره د اشناکوونکو هنرونو او خوندونو له حرام کولو پيل شوی و. تاريخ، د فرهنګ او تمدن هر پل ورانولو ته چمتو دی، يواځې د ماورالطبيعت د زړه لپاره، د ماوراالطبيعت په نامه. د هغه ماوراالطبيعت لپاره چې په تاريخ کې بل چا راکړی دی او موږ چې د خپلو نيکونو ماورالطبيعت مو پرېښود او پر ځای يې د يوه بل چا په پل پسې روان شو. نننی بشري علم د ماورالطبيعت د نمنځ لپاره نه دی، بلکې پخپله انسان او د هغه سفر ورته مهم دی. ظلم خو دا دی، چې د وروستۍ څېړنې پر بنسټ، چې انسان پخپله د ټولو ماورالطبيعتونو پنځګر دی، چې کله يې نوی جوړ کړی، زوړ يې پرېښی دی. دا د ده د ماشوم ذهن يو ستونزور او اوږد مزل و، چې بالاخره يې ترې له خپل ذهنې بلوغ سره خپلواکي واخيسته. ژوند خو خپله د ځان فلسفه وه، خپل تعبير يې غوښت، پر خپل سفر روان و او د ځان لارښود پخپله و. دا ځان پخپله تعريفوي، خپلې لارې پخپله جوړوي. خپلې تيارې او رڼاوې پخپله شني. ټولې سترګې پکې دننه لګېدلې دي، هر مفهوم پکې دننه دی. موږ به پخپله دا څنډو او څېړو. ژوند او کاينات تور سپين نه دي، منشور دی. دلته د هر څيز نوم تنوع ده، چې پر يوه ټکي يې متمرکزول، د شتون عدم دی، نفې ده. يو اړخ ته مشري نه ورسپارل کېږي. د ژوند، کايناتو بې شمېره مخونه دي، بې شمېره ليدلوري(زاويې)، بې شمېره مقامونه.

چې پوهه، هنر، نڅا، تمثيل، مجسمه سازي، شاعري، انځورګري، نندارې، سينما، سندرې، رنګونه، مستي، تفريح، خندا او لوبې له بشري ژونده وباسې، نو د چوپلي ام غوندې به نه شي؟ د ژوند له شربت، له اوبه تش….. يو لوی لښکر، يو هجوم څومره تباهي راوستی شي. مرګ چې پر ژوند، پر جهالت، پر ارمانونو، پر عقل او خيالي رښتيا پر مخې ته پرتو ثابتو حقايقو، عنعنه پر څېړنه…..ماورائيت پر مادې برلاسي شي……

انسان هېڅکله ماتې نه ده خوړلې، ژوند هېڅکله ناکامي نه ده منلې، بلکې د اور او وينو له سينده راتېر شوي دي. منځلاري،نياو(عدل)، ښکلا، مينه، زغم او رنګارنګي به يې بيا ګټي.

چې له هرې خوا سر رااوچتوي، د مرګ فلسفه او د مرګ وسايل به ختم شي. د ژوند او د ژوندي اوسېدو ارزښتونه به ميدان وړي، د ژوند ښايست به عام شي…. جنت به پر همدې ځمکه جوړوو او ابادوو!!!

—————————————

په تاند کې د ښاغلي ښکلي ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه، غیررسمي ژبه،  شعر و نظم، لاهو کېدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *