تاند- د ۲۰۱۶ م کال په پای کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بشپړه وتلو په وړاندې د امریکا او د دغه هیواد د دفاعي چارواکو د اندېښنو له څرګندېدو وروسته سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور پر پلان بیا غور پیل کړی دی.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي او ناټو چارواکو په قول وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان کېمبل پینتاګون او د ناټو تړون چارواکو ته پنځه سپارښتنې لېږلي دي.

په دغو انتخابونو کې یو دا دی چې د امریکا اوسني پوځیان دې، چې شمېر یې نژدې ۱۰ زره دی، پاتې شي، بل دا دی چې یو څه دې لږ او تر ۸ زرو دې نه کمېږي، بله سپارښتنه دا ده چې نیمايي ته دې رالږ شي او وروستی دا چې اوسنی پلان دې عملي شي چې پر اساس یې د ۲۰۱۶ م کال په پای کې یوازې څو سوه امریکايي پوځیان پاتې کېږي.

وال ستریټ ژورنال وايي، ځیني چارواکي اندېښمن دي چې په پراخه پیمانه د ځواکونو ایستل به سبب شي چې د افغانستان حکومت د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ترفشار لاندې راشي.

ورځپاڼه وايي چې پینتاګون د ځواکونو د شمېر په پلان کې د بدلون په اړه رسماً کومه سپارښتنه نه ده کړې.

وال ستریټ ژورنال وايي چې په ۲۰۱۱ کې له عراقه د پوځیانو ایستل او په دغه هیواد کې د داعش رامنځته کېدا هغه درسونه دي چې چارواکي یې د افغانستان په اړه اندېښمن کړي دي.

لوېدیځ چارواکي، چې په لومړیو کې یې په افغانستان کې د داعش د نفوذ زیاتېدا جدي نه بلله، اوس مني چې دې سختدریځې ډلې په افغانستان کې ریښې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *