افغان ملي پولیس له روزنې وروسته لوړه کوي

تاند- د کورنیو چارو وزارت له ارقامو سره سم په تېرو درو میاشتو کې په متوسط ډول د ورځې ۲۳ پولیس وژل شوي دي.

اکثرو پولیسو ته د سړک د غاړې په چاودېدونکو موادو او ماینونو مرګ ژوبلې اوړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مالوماتو سره سم په تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې دوه زره اووه سوه افغان پولیس وژل شوي دي.

افغان چارواکي او د پوځي چارو کتونکي وايي چې د پولیسو تلفات د دې لپاره زیات شوي چې افغان پولیس د ماینونو او د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو د شنډولو لپاره کافي وسایل نه لري.

د پوځي چارو ډېری افغان کارپوهان د ماینونو او چاودېدونکو موادو پرضد د وسایلو نشتوالی د افغان ځواکونو د تلفاتو سبب بولي.

د امنیتي چارو کارپوه عبدالواحد طاقت په ځانګړي ډول د ماینونو ضد تجهیزات د افغان پولیسو د مرګ ژوبلو د کمېدو لپاره ضروري بولي.

د جنرال طاقت په وینا افغان امنیتي ځواکونه د ماینونو په شنډولو سم نه پوهېږي، له همدې کبله باید هغوی ته د ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو پرضد سمه روزنه ورکړای شي.

د اروزګان والي امیر محمد اخوندزاده وايي اوس چې د افغان امنیتي ځواکونو مسوولیتونه زیات شوي باید چې د وسلو او جنګي وسایلو په برخه کې د دوی کمښتونه پوره شي. د کندهار والي توریالي ویسا هم له څو سیکتوري وزیرانو سره په یوه غونډه کې ورته غوښتنه وکړه.

     د ولسمشر کرزي د کابینې یو پخوانی غړی جنرال غلام حسین هزاره د چاودېدونکو موادو ضد وسایلو ترڅنګ ځیني نور عوامل هم د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو سبب بولي.

د ده په نظر افغان امنیتي ځواکونه اوس تر پخوا زیاتې سیمې اداره کوي، د عملیاتو ساحه یې پراخه شوې او تر بل هر وخت زیاتې ګزمې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د یوې ادارې په وینا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي فعالیت له کمېدو سره وسله والو طالبانو ته وخت په لاس ورغلی چې د سړک د غاړې لا لویې حملې وکړي.

د دې ادارې په وینا امریکايي پوځیان اوس له خپلو اډو بهر پر سړکونو د ګزمې لپاره ډېر نه وځي او خپل کشفي بالونونه یې هم راټیټ کړي طالبانو خپل تکتیک بدل کړی.

د سړک د غاړې بمونو د شنډولو د ګډې ادارې د څېړونکو د څانګې مشرال سویتڅر Al Sweetser چې؛ د سړک د غاړې بمي حملو پته لګوي او په افغانستان کې خپل څېړونکې لري وايي، وسله وال اوس کولای شي د یوه برید لپاره پر تیارۍ ډېر وخت ولګوي او کله چې؛ د دوی برید بریالي کېږي، نتیجه یې د امریکايي ځواکونو لپاره ډېره خونړۍ وي.

سویڅر او نور امریکايي چارواکې وايي اوس چې؛ د امریکا او نورو هېوادونو پر ځواکونو حملې او د هغو مجموعي تلفات کم شوي دي، کېدای شي خال خال حملې په جزییاتو سره پلان شي، هدف په دقت په نښه او تلفات یې هم زیات شي ځکه وسله وال د تیارۍ لپاره کافي وخت او امکانات لري.

One thought on “هره ورځ ۲۳ افغان پولیس وژل کېږي”
  1. طالب گوټیه!
    هر څه وژنه خیال (ملی اردو) او فکر (ملی پولیس) می مه وژنه – چې پدی کې د وطن او ولس مې ډیر تاوان دی.

    خدای او رسول ته وګوری چې د امریکایانو پسې لاړ شې او زمونږ د ملی پولیسو او ملی اردو څخه څه غواړی دا خو الله مونږ ته ډیرو سوالونو ورسته راپه نصیب کړه. که سمیږی سم او که نه سمیږی نو الله مو پخپل قهر او عذاب اخته کړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *