ژبـــــاړه: هدیـــــه فاروق

ناڅاپي! او له منظم پلان څخه پرته درس ویل تېروتنه ده چې هر محصل او زده کوونکی یې کوي. د منظم پلان نه لرل مو له بري راګرځوي، محصلانو ته لازمه ده چې د درس لوستلو لپاره منظم پلان ولري، پریکړه وکړي چې کوم درس، څه وخت ولولي. نو پر همدې اساس خپل لومړیتوبه تنظیم کړي څو په ښه او سمه توګه درس ولوستلی شي.
مرحلې:
۱ـ درسونه مو هماغه ورځ مطالعه کړئ.هره ورځ په ښوونځي او پوهنتون کې نوي څیزونه زده کوي؛ نو پر همدې اساس کله چې کور ته ولاړ شئ هماغه درس چې تاسو ته په ښوونځي یا پوهنځي کې ښوول شوی دی ولولئ.

۲ـ بیا کتل(مرورکول). هر هغه درس چې تاسو ته د اوونۍ په اږدو کې ښوول شوی او زده کړی مو دیي، د اوونۍ په وروستۍ ورځ چې رخصتي وي له سره وګورئ.

۳ـ لومړی هغه درس وټاکئ او مطالعه یې کړئ چې ضروري وي، نه هغه درس چې خپله یې غواړئ.

۴ـ هڅه وکړئ هغومره وخت چې د هر درس لپاره اړین دی تخمین او اټکل یې کړئ.

۵ـ د هر درس لپاره لومړیتوب وټاکئ، د فوري مثال او نمونې لپاره، وروستۍ او.

۶ـ کتابتون ته ولاړ شئ؛ د ستونزو او کورنیو دندو لپاره مو کتابتون ته ولاړ شئ، څو کتابدار هغه کتابونه چې ستاسو ستونزو او دندو سره مرسته کولای شي، لارښوونه وکړۍ.

۷ـ د تیرې شوې ازموېنې پوښتنلیکونه ځواب کړئ. ټول پوهنځي د تیر شوي ازموینې زیرمه لري، دا پوښتنلیکونه حل کړئ، ځکه دا مو پر ځان ډاډ او باور پیاوړی کوي اود دې پوښتنو په ځواب کولو کې د ځان لپاره وخت ونیسئ.

۸ـ څو ساعته هره ورځ درس ولولئ، هره ورځ منظمه مطالعه ستاسو د مغزو حجرې فعاله کوي، وروسته له څو صفحو مطالعې څخه هڅه وکړئ، پرته له دې چې غلا،غلا یا د سترګو په کونجونو کې کتاب ته وګورئ، هغه څه مو چې لوستي دي خلاصه یې ولیکئ.

سرچینه: wikihow

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *