د شعر موسيقي ډېر اهميت لري. پخوانو د متجانسو کلمو په تکرار کې دا خوند ليده؛ خو اوس موږ وينو، چې تر کلمو لا د موسيقۍ په پيدا کولو کې اوازونه ډېر اهميت لري.

په شعر کې موسيقي عموما څو ډوله ده، يو هغه موسيقي ده، چې د متجانسو کلمو يا هممخرجو يا ورته اوازونو له محسوس تکرار نه پيدا کېږي. دا موسيقي د کلام ظاهري يا تلفظي بڼه اهنګينه کوي او لوستونکى د ورته اوازونو له پرله پسې تلفظه خوند اخلي. لنډۍ ده:

په سالو سم راسره څمله
که سالو لنډ شو، څه به زه درلنډه شمه

د س او څ پرله پسې تکرار لنډۍ اهنګينه کړې ده، چې موږ ترې خوند اخلو؛ خو اوازونه لکه موږ ته چې ښکاري، بې علته نه دي وضع شوي. څرنګه چې ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎طبيعي اوازونه د يوې بشپړې طبيعې پېښې استازي کوي، دغسې ژبني اوازونه هم که بشپړ نه وي، څه نا څه د شيانو او مفاهيمو په اړه زموږ احساس انځوروي. که د شيانو نومونه راټول کړو، ښايي دا مشترکه پکې ومومو. موږ (س) عموما د پستو مادي شيانو لپاره کاروو او دا پخپله د (پوست) په کلمه کې هم وينو. په مانيزو شيانو کې بيا (س) د هغو لپاره کاروو، چې مينه ورسره لرو يا مثبت عاطفي ارزښت راته ولري. (سوله) که ماده واى، پسته به واى. (س، م او ن) د مترنمو شيانو لپاره هم کاروو، ځکه چې د دې اوازونو په تلفظ کې د شپېلۍ د اواز خوږلني احساسوو. اوس که پاس لنډۍ کې د س او څ محسوس تکرار ته وګورو، نو پر ترنم سربېره يې مانيز نقش هم لوبولى دى او هغه دا چې دا عاشقانه تجربه يې راباندې لمس کړې. مفهوم او درک يې په کلمو کې پراته دي؛ خو احساس يې دغو اوازونو راانتقال کړى دى.

له دې نه ښکاري، چې اوازونه يواځې د موسيقۍ په ايجاد کې نه، د احساس په دقيق او لمسېدونکي لېږد کې هم مرسته کوي او مانيز ارزښت لري.

له موږ نه کله ناکله موسيقي، غاړه(لحن) او اهنګ ګډوډېږي. موسيقۍ باندې مو پاس خبرې وکړې. غاړه يا لحن دا دى، چې ته يو شعر يا يو نثر څرنګه لولې، تېز که ورو، که لوړ، که ټيټ.دا له اهنګ سره تړاو لري؛ خو اهنګ هغه دى، چې له فشاره پيدا کېږي او په عام ګرامري يا ناشعري فشار کې پرې خبري، پوښتني او نورې جملې توپيرېږي.

په شعر کې اهنګ د موسيقۍ غوندې ارزښت لري. اهنګ د نظم له منظم فشاره پيدا کېږي او له دې نه ښکاري، چې وزن بې ارزښته نه وي.

په پښتو کې وزن پر څپه او خج(فشار) ولاړ دى، ځکه نو زموږ د وزن سيسټم ته څپيز خجيز وايي، چې په څلورو څپو کې پر يوه څپه خج راځي. مثلا: که درېيمه څپه خجنه وي، دا فشار په هرو څلورو څپو کې پر درېيمه څپه راځي. اوس داسې ډېر ولسي او ناولسي شعرونه شته، چې په درېيمه څپه يې فشار دى؛ خو وزنونه يې مختلف دى. له دې نه ښکاري، چې د وزنونو ترمنځ توپير په اهنګ کېږي او د اهنګ له مخې وايو، چې وزن د ورته او ټاکلو اهنګونو مجموعې او تکرار ته وايي.

اهنګ له فشاره پيدا کېږي؛ خو زموږ له عواطفو، رواني حالتونو او کيفيتونو سره اړيکه لري. موږ که دردمن يا نهيلي يو، ښايي داسې وزن انتخاب کړو، چې اهنګ يې ټيټ وي. که قهرجن يو،ګړندى وزن، که وياړمن يو، لوړ. که خوښ يو روان او…وزن وټاکو ؛ خو شفيع کدکني په( موسيقى شعر) کې وايي، چې ” د يوه شعر وزن د شاعر په لاس کې نه دى او چې څنګه شاعر ته يو فکر ورشي، وزن سم ورسره وي. بيا د ګويته له خولې وايي، چې: ”هره موضوع وزن لري او که له مخکې ورته وزن انتخاب شي، لېونتوب دى او له داسې چا دې د ښه اثر د ايجاد تمه نه کېږي”.

شفيع کدکني او ګويته هڅه کړې، چې وزن او موضوع هممهالي وښيي او ووايي، چې که موضوع د شاعر له خوښ، خپه ىا نهيلي حالته زېږدلې وي، وزن به هم هغه ورسره وي؛ خو موږ وينو، چې (موضوع) ترې مخکې شوې او وزن يې په موضوع پورې تړلى دى. اوس دا خبره به ډېره پېچلې وي، چې په دواړو کې کوم يو مخکې دى، ځکه چې موضوع نوم لري، خبره لري؛ خو وزن مانا نه لري؛ خو زموږ له احساساتو سره ډېره نېژدې اړيکه لري؛ نو وزن، چې اهنګ يې زموږ له کيفيتونو سره د يارۍ تار لري او زموږ د کيفيتونو غوندې مرموزو او مبهم دي، موضوع هڅوي؟ که له بهرنۍ نړۍ اخيستى ژبنى مفهوم يا درک، وزن ته لار پرانيزي او که غبرګ د يوه بل ملا تړي؟ خو د شفيع کدکني او ګويته له خبرو ښکاري، چې موضوع انتخابېږي؛ نو که موضوع انتخابېږي، وزن ولې انتخاب نه شي؟ عروضي وزنونه خو لا بيا تر څپيزو خجيزو ډېر چوکاټي او معلوم دي او زموږ وزنونه هم د انسان د عواطفو له مخې بېلابېل اهنګونه لري او شاعر يې د انتخاب استعداد لري.

شفيع کدکني د اهنګ په اړه، چې له وزنه پيدا کېږي، د ارستو خبره رااخيستې، چې ”شعر د دوه شيانو زېږنده ده، چې يو محاکات او بل د وزن او اهنګ درک دى”. کدکني زياتوي، چې شعر اصلا لومړى بې مانا موسيقي ده، چې وروسته يې مانا پيدا کړه، ځکه ورته په دري کې د (سرودن) کلمه کاروو. وايي، چې اعشى د عربو مغني شاعر و او اسلامي خلفاوو به هغه شاعران په دربارونو کې ساتل، چې ترنم به يې کاوه او سندرغاړى به و.

زموږ په کليو کې تراوسه سندرغاړي ته شاعر وايي، ځکه چې د شعر د وزن له موسيقۍ او نڅا سره نېژدې اړيکه ده او کله خو درېواړه د تفنن په موخه په يوه فن کې شمېرل شوي دي او موسيقي او نڅا ته بې مانا شاعري ويل شوې ده. کومو مکتبونو چې د شاعرۍ په نازکو وليو د درنو اخلاقي پېغامونو له لېږد سره مخالفت کړى، د هغوى په ذهن کې د شعر همدا موسيقايي او نڅاګر تصور و.

دې پوښتنو ته چې شعر ولې د مانا تر څنګ د نڅا او موسيقۍ غوندې منظم وي او وزن يا اهنګ او موسيقي لري او وزن څه اهميت لري؟، (موسيقى شعر) ځواب وايي: ”تر عاطفې وروسته،-چې د شعر مانيز رکن دى- د شعر موثرترين عامل وزن دى. وزن په شعر کې د سينګار لپاره نه دى، بلکې يوه طبيعي چاره ده، چې عواطف انتقالوي…وزن د انسان له روحي انفعالاتو سره اړيکه لري. مثلا: انسان څنګه سا اخلي او وباسي، دا پخپله د يوه مرموز منطم وزن او اهنګ ښکارندويي کوي”.

د انسان حالت او عواطف د موسيقۍ د نغمو، د سيتار د ترنګ، د ډول د ډنګ او د شعر له وزن سره هماهنګي لري. د ډول له منظم ډنګ سره چې اوږې غورځوو او اتڼ کوو، ښايي دا خبره په اسانه درک کړو يا چې کومه نغمه اورو او دروني انفعال احساسوو يا لکه څوک مو چې د زړه مراندې راکاږي، دا خبره ښه احساسولاى شو. لنډۍ ده:

د سریندې وچه لرګیه
غږ دې نری دی پرې کوې نتلي زړونه

همدا لامل دى، چې موږ په شاعرۍ کې د موسيقۍ له اصطلاحاتو(موسيقي، اهنګ، غاړې) نه استفاده کوو.
په شاعرۍ کې وزن زموږ انفعالي او منتشر حالت او احساسات انځوروي. د ممتاز اورکزي شاعري د نويو اهنګونو او موسيقۍ له امله مشهوره ده، په لاندې غزل کې يې د بېلابېلو متضادو حالتونو او موسيقۍ او له وزنه راولاړ شوي اهنګ ترمنځ اړيکې ته ځير شئ:

شيطانه! وسوسه درغله. هاى، هاى ،هاى
مونږ ټول کوو توبه له جنګه، وخ ،وخ ،وخ
زه ګورم نن هغو سترګو ته ، بيا ،بيا ، بيا
په کوم لوري به تښتې؟ رنګه.وخ، وخ ، وخ
ممتاز په خيال کښې ډوب وساته، جار ،جار جار
درجار د سريندې اهنګه.وخ ، وخ ، وخ

د وزن د اهميت په اړه شفىع کدکني نورې خبرې هم لري. وايي: ”حالت چې په کلمو کې وړاندې کوو، داسې تقسيم شي، چې هره برخه يې د وزن خاونده وي؛ نو که په نثر يې ووايو، کمزوري يې راښکاره کېږي. له دې نه ښکاري، چې وزن د شعر فضيلت دى…اندره مور په دې اند دى، چې بې وزنه شعر شډل نثر دى، چې هېڅ بې هېڅه له يو بله پرې شوى دى او نيما پوشيج(په ايران کې د نوې فارسي شاعرۍ سرلارى ګڼل کېږي) خو بېوزنه شعر، د لوڅ انسان غوندې بولي.”
د نوموړي په وينا، ”موسيقي لذت پيدا کوي او انسان ترې د خپل فطرت له مخې خوند اخلي. د عاطفې ژبه تل موزونه وي او اهنګ پر مهمو کلمو ټينګار کوي او امتياز ورکوي.”

خو يوه تېروتنه چې د شفيع کدکني په ګډون ډېرو پوهانو تکرار کړې، هغه د اهنګ او موسيقۍ ګډول دي.

اهنګ(tune) له لحن(tone) سره په توپير له وزنه پيدا کېږي؛ خو موسيقي له وزن سره ښايي نامستقيمه اړيکه ولري او کېداى شي، د ورته اوازونو له منظم او نامنظم تکرار نه په نثر کې هم پيدا شي. د الفت صاحب د ىوې ادبي ټوټې په مشهوره جمله کې د (ابا) تکرار موسيقي پيدا کړې: ” چې اباسين اباسين بولي، د هغوى يو ابا دى ”.

اهنګ په فارسي کې سندرې ته هم وايي؛ خو موږيې په ګرامر او شاعرۍ کې کاروو. د ګرامر اهنګ او د شاعرۍ اهنګ دواړه له فشار سره رابطه لري. دا معلومه نه ده، چې دا اصطلاح له شاعرۍ نه ګرامر ته تللې ده، که له ګرامر نه شاعرۍ ته؛ خو دومره پوهېږو، چې په شاعرۍ او ګرامر دواړو کې موږ د اهنګ پرځاى د موسيقۍ نومونه نه کاروو؛ نو پکار ده، چې د موسيقۍ پرځاى هم د اهنګ اصطلاح ونه کاروو.

شفيع کدکني د موسيقۍ او اهنګ توپير کړى؛ خو د اصطلاحاتو په کچ يې بيا سره ګډ کړي دي. نوموړى موسيقي په دوه برخو وېشي، چې يوه بهرنۍ موسيقي ده، چې په پښتو کې پر ټاکلو څپو باندې له فشاره د وزن په بڼه پيدا کېږي؛ نو دې ډول ته -چې کدکني بهرنۍ موسيقي وايي او له وزن پيدا کېږي- ښه ده، چې اهنګ ووايو، ځکه موسيقي له نغمې سره تناسب لري او اهنګ بېلابېلو وزنونه توپيروي.

دويم ډول موسيقۍ ته نوموړى دروني موسيقي وايي، چې د کلمو له هماهنګۍ او د ورته غږونو له ازانګې زېږي. په اصل کې موسيقي همدا ده، چې په نثر او شعر دواړه کې پيدا کېداى شي او د دې تعريف پر بنسټ قافيه او رديف دواړه د شعر په موسيقۍ کې لاس لري، ان ځينو پخوانو مشرانو خو قافيه د وزن برخه ګڼلې ده.

اهنګ او موسيقي دواړه يواځې اهنګنيتيا او موسيقيت نه ښيي، بلکې د شاعر د احساساتو او د شعر د مانا په دقيق لېږد کې هم ښايي کله ناکله مرسته کوي؛ خودا خبره څېړل غواړي، چې اهنګ او موسيقي د موضوع په انتقال کې له يو بله څنګه بېلېږي.

———————

په تاند کې د ښاغلي ښکلي ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر،جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه، غیررسمي ژبه،  شعر و نظم، لاهو کېدل ، هنر او زموږ ماورالطبیعت، د هنر تار

2 thoughts on “موسيقي او اهنګ/ اجمل ښکلى”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *