محمد عارف رسولي

د سر خبره

پراختیا او انکشاف ډېر تعریفونه لري او په راز راز ځایونو او مفهومونو کې استعمالیږي. موږ دلته د ټولنو او ملتونو د اقتصادي پرمختګ، بیوزلۍ ورکولو، د ټولنیز او کلتوري حالت د ښه کولو، د سیاسي شعور د لوړولو، په ځان بسیا کیدو، یووالي او نورو ورته څیزونو په هکله خبرې کوو.

اړینې کلمې: پراختیا، پرمختګ، انکشاف، بشري انکشاف، ناخالصه ملي تولید، شاخص

پراختیا او انکشاف څه شی دی؟

پراختیا هغه پروسه ده په کومه کې چې کوم کس او یا کوم شی ستر شي، یا بدلون ومومي او نور پرمختګ وکړي. یا پراختیا او انکشاف د ټولنو او ملتونو هغه اقتصادي او ټولنیز انتقال دی چې په پیچلو کلتوري او چاپیریالي لاملونو او د هغو ترمنځ په راکړه ورکړه او تعامل باندې بنا دی. له دې تعریف څخه څه زده کوو؟

دلته ګورو چې پراختیا، پرمختګ او انکشاف یوه پروسه او بهیر دی او د یوه وار خبره او کومه لنډ مهاله پیښه نه ده. د دې مانا داده چې د ټولنو او ملتونو انکشاف او پرمختګ وخت، اړین شرایط، پروګرام او کار غواړي. بله داچې پرمختګ د ټولنو د ذهني شرایطو، سوچونو او غوښتنو انتقال او بدلون دی. که تاسو یوازې زیاتې پیسې کومې سیمې ته ورکړی خو که دهغوي ذهنیت او سوچ ته بدلون ورنکړی په هغو کې سمه پرمختیا او انکشاف نه راځي. همدارنګه، په تعریف کې ګورو چې پرمختیا په کلتوري ښکارندو پورې اړه لري. مانا داده که په ټولنه کې ناسمې کلتوري انګیرنې، جهالت، ځان غوښتنې، نور خلک نه منل شتون ولري هلته سم پرمختګ نه راځي. همدارنګه، وینو چې چاپیریالی لاملونه هم د ټولنو په پرمختګ او یا وروسته پاته والي کې ستر رول لري او باید له پامه ونه غورځول شي.

پخوا داسې انګیرل کیدل چې یوازې لوړ تعمیرونه، لوی سړکونه، سترې فابریکې، د تولید لوړه کچه او په لنډه توګه یوازې اقتصادي پرمختګ د انکشاف په مانا دی. او د هغه کچه کې یې د سړی سر ناخالصه ملي تولیداتو (Gross Domestic Products, GDP) د معیار په مرسته ټاکله. د دې ډول پرمختګ ستونزه دا ده چې په هغه کې د ثروت د عادلانه ویش، عامه خدمتونو، ټولنیز عدالت، د فقر او بیوزلۍ کچه او نور په نظر کې نه نیول کیږي. د مثال په توګه که په یوه جزیره کې یو د جزیرې خاوند اوبل د هغه مزدور ژوند وکړي نو دلته تولید او ثروت د یوه کس دی خو د GDP په واسطه په خیالي توګه په دوو کسانو ویشل کیږي چې د سړي سر تولید سمه اندازه نه ښیي.

خو نن د پرمختګ، پراختیا او انکشاف پوهان په دې اند دي چې رښتینی پرمختګ او انکشاف بیا بشری انکشاف دی. دا ډول پرمختیا په ټولیزه توګه د انسان په هوساینه او ټولنیز عدالت، چې د پرمختګ یوه لاره ښیي، تمرکز کوي. د بشري انکشاف کچه بیا د بشري انکشاف په شاخص باندې اندازه کیږي. داشاخص د عمر د اوږدوالي هیله، د تعلیم کچه، او د سړی سر ملي عوایدو د کچې له ترکیبه لاسته راځي. دلته انسان د پرمختګ په محراق او مرکز کې ځای لري نور څیزونه دوهمه درجه لري. په دې مانا چې تاسو د یوه هیواد د پرمختګ ښه والی او یا ټیټوالی د عامه انسانانو د هوساینې په تله تلی.

په زړه پورې خبره داده چې په اسلام کې هم اصلي تمرکز په دنیا او اخرت کې د انسان په نیکبختۍ باندې دی. سړی په زغرده ویلای شي چې زموږ ډېر اوسني عالمان تراوسه په دې خبره او دهغه په پوره مفهوم سم نه پوهیږي چې د قرآن مضمون او د بحث موضوع انسان دی. د قرآن اصلي موخه په دنیا او اخرت کې د انسان سمې لارې ته سمول او نیکبخته کول دي. یو دیني عالم لیکي که تاسو د یوه کس، کوم ګوند، کومې ایدیالوژۍ، کومې ستراتیژۍ، کوم دولت او یا کوم خوځښت او تحریک موخو او یا لاسته راوړنو ته ښه ځیر شي که د هغو موخه او د پای لاسته راوړنې د انسان سعادت په دارینو کې وو نو په سمه لاره روان دي او کنه نو لاره یې غلطه کړې ده. ټولو سیاسیونو، د هغوي ډلو، حکومتونو او ملتونو ته دا یو ښه معیار په لاس ورکوي ترڅو خپل ځان، خپل ګوندونه او خپلو ټول کارونه او کړنې ورباندې وتلي چې دوی په سمه لاره روان دي او کنه. په خواشینۍ سره ویره داده چې دا معیار نن زموږ په کمو خلکو او ټولنو کې شتون لري خو څوک ورپسې سر نه ګرځوي.

د انکشافی کار کوونکو لپاره پوهه اړینه ده

پراختیا او انکاشف یوه داسې پروسه ده چې تکمیل او پای نلري. که تاسو د پراختیا په پروسه کې کوم ټاکل شوی برید ته ورسیږی نو اړینه ده بل پړاو پیل کړی او ونه دریږی. که تاسو پخپلو لاسته راوړنو بسنه وکړه او له نورو هڅو لاس په سر شوی نو سقوط به وکړی او وروسته به پاته شی. مانا داچې تر یوې لاسته راوړنې او یوه پړاو وروسته د بل پړاو لپاره کار پیل کړی.

وروسته پاته ټولنې او ملتونه یا بیخي په ځان بې باوره او ناهیلي وی، که څه لاسته راوړنې هم ولري نه ورباندې پوهیږي او یا په یو څه لاسته راوړنو مغرور شي او د پرمختللو هڅې بس کړي. هره ټولنه اړتیا لري چې له دې دواړو حالاتو ځان وساتي.

باید ټولنې له خپلې وهلې او پاته لارې خبر وي. قومونه او ملتونه ډېری وختونه له خپلې وهل شوې لارې او له خپلو لاسته راوړنو بیخبره او غافله وي. ځکه هغوي د خپلو لاسته راوړنو د ارزونې او ورباندې د پوهیدو فکر نه کوي. نو هغوي د شته ستونزو په هکله له یو بل سره ناندرۍ وهي، ناهیلي او په ځان بې باوره وي.
د ځینو نورو ټولنو او ملتونو ستونزه دا وي چې په یو کم شي مغروره شي او د ننګونو په پوهیدو هڅه نه کوي. هغوی د پراختیا او انکشاف هڅې پریږدي، یا یې کمزورې کړي. په پراختیا او انکشاف کې دا دواړه حالته ځوروونکي دي. اړینه ده د لاسته راوړنو او پاته کار او ننګونو ترمنځ د پوهیدو په هکله یو ښه انډول او توازن په پام کې وساتل شي او دواړو خواوو ته اړینه پاملرنه وشي.

همدارنګه، په ټولنو اوملتونو کې یو شمیر خلک د پرمختیایي لاسته راوړنو او ناکامیو په هکله سم دریځ نلري. یو شمیر بیخي ناهیلي وی او له شته پرمختګونو یو مخ سترګې پټوي. هغوی مخکینی ستونزمن حالت له پامه غورځوي. له بله پلوه نور بیا هرڅه سم بولي، هر کمبود، بی کفایتۍ او ناکامۍ ته پوله جوړوي او ډېره کمه لاسته راوړنه ډېره زیاته ښیي. دا دواړه حالته سیي نه دي. باید په سړه سینه، لاسته راوړنې، بریالیتوبونه، لاملونه یې او هم پاته راتلل او ناکامۍ او لاملونه یې بیله دې چې څوک ملامت شي وارزول شي، درس ورڅخه زده شي او د راتلونکي لپاره پکار واچول شي. د بی پرې ارزونې لپاره اړینه ده چې د کمښتونو د څیړلو لپاره اشخاصو ته ګوته ونه نیول شي. خو کله که په کمیو کې اشخاصو د رول قانوني پلټنه او څیړنه غوښتل شوي وي، یا د چا د کومې ټګۍ او غدر په هکله قانوني څیړنه د قانون په اساس غوښتل شوې وي هلته د اشخاصو په رول فکر کیږي. هلته بیا ګرمو کسانو ته ګوته نیول سم کار دی. خو د راتلونکي لپاره د زده کړې او پلان جوړولو په موخه د پروګرامونو د پلټنې په وخت د خلکو نوم اخیستل سم کار نه دی او له زده کړې کولو پام پلې خواته اړوي.

د وروسته والي و څیړی

هغه څوک چې د خپلو خلکو او ټولنې د پراختیا په هکله فکر کوي تل د ناخوالو او ستونزو په هکله سوچ کوی، له ځانه او خپلو خلکو پوښتنې کوي، د ستونزو لاملونه څیړي، ورته د حل لارې مومي او هڅه کوي چې تر وسه وسه د ټولو خپلو خلکو په مرسته داکار وکړي.

د مثال په توګه، له ځانه وپوښتی چې ولې ستاسو زیات خلک د ستونزو له ارزونې او حل سره علاقه نلري؟ که علاقه لری ولې د حل لارو موندلو کې ونډه نه اخلي؟ که څوک هغوي د ستونزو لپاره د حل لارو موندلو په موخه رابولي ولې نه راټولیږی او ولې ونډه نه اخلي اوکه راټولیږي او ونډه اخلي ولې پایلې لاسته نشي راوړلای؟ همدارنګه، لکه څنګه چې پورته وویل شول چې پراختیا او انکشاف یوه نه خلاصیدونکې پروسه ده او د یوې مرحلې تر تکمیل وروسته بله باید پیل شي. که تاسو راتلونکې مرحله پیل نکړه او په ټپه ودریدی نو د لویدو، سقوط او بیرته پاته کیدو خطر مو حتمي دی. نو دلته باید وپوښتل شي چې ایا که لاسته راوړنې لری تلپاته دی او که نه؟ که تلپاته نه دي لامل یې څه دی او څنګه یې تلپاته کولای شی.

په پراختیا او نکشاف کې بدلون غوښتونکي تل هڅه کوي د خپلې ټولنې د اوسني حالت او غوښتنو سره سم فکر وکړي، د ټولنې د رښتینو نمایندګانو سره په ګډه موخې وټاکي او د لاسته راوړو لپاره یې د سمې کړنلارې سره سم کار وکړي. که ستاسو خلک نا لوستي، د کمې انساني او ټولنیزې پانګې لرونکي، ویشل شوي او بیوزله وی نو اړینه ده وپتیل شي چې څه ورته پکار دی او بیا لاس په کار شی.

د مثال په توګه، که تاسو وکولای شول چې د خلکو د سواد کچه یو څه لوړه او هم بیوزلي یو څه کمه کړی او یا خپله هغوي له دې نعمت څخه برخمن وي نو تاسو باید دلته پرمختیایي کار او هڅې بس نکړی ځکه هغوی کیدای شی ویشل شوی وي، له یوبل سره به د ګډو موخو د ټاکلو او لاسته راوړلو لپاره کار نشي کولای اوټولنیزه پانګه به یې کمه وي او په اصطلاح هر سړی به من وي نو دلته هم هغوي زیات نور څه نشي تر لاسه کولای، اړین پرمختګ نشي کولای او دا بیا بله مرحله ده او د مرستو او پرمختیا لپاره بیل پروګرام ته اړتیا لري.

د انکشاف لپاره اړین چاپیریال څنګه برابریږي؟

د ګډ پرمختیاي کار لپاره یوازې سواد، تعلیم او انساني پانګه بس نه دي. د مثال په توګه که په یوه ټولنه کې ټول خلک هم د تعلیم خاوندان وي، ژوند یې هم یو څه ښه وي خو کیدای شي چې هرسړی من وي، له یوبل سره ګډ کار نشي کولای، هرڅوک د ځان په فکر کې وي. د داسې ټولنو په هکله ویل کیږي چې هغوي کمه ټولنیزه پانګه لري، له یوبل سره سمه اړیکه نشي نیولای، په غونډو او مجلسونو کې سمو پایلو ته نشي رسیدلای. تل به ناندریو اخته وي، یو بل ملامتوي او کوم ګټور ټولنیز کار نشي کولای. په داسې ټولنو کې نه مخکښ کسان پرګنې په ځان راټولولای شي او نه هم خلک د ښو مشرانو په پیژندلو او ورڅخه ننګه کولو کې کوم مثبت رول لرلای شي.

د دې لپاره چې په ټولنو او ملتونو کې د باور فضا رامنځته شي، د ځان غوښتنې په ځای د ټولو ګټو او ملي منافعو ته ژمنتیا رامنځته شي او د پرګنو ټولنیزه پانګه زیاته شي اړینه ده چې په هغو کې ټولنیز کار، عامه پوهاوی، د ستونزو د ریښو ارزونه، لاملونه او د حل لارو موندل خلکو ته ورزده شي. باید د تل لپاره کدرونو ته د جمعي رهبرۍ په هکله چې په نن زمانه کې له خلکو سره د کار کولو د توان په مانا ده زده کړه ورکړل شي او ګډ کار ته چمتو شي. دا کار په یوه مشارکتي پروسه کې ښه سرته رسیږي او د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې دا کار په بریاليتوب سره ترسره شوی او اوس هم روان دی.

په پای کې هیله ده چې زموږ خلک او په خاصه توګه زموږ ځوان کدرونه د انکشاف، پراختیا او پرمختګ په مانا سم پوه شي او په خپله ټولنه او ملت کې ورته علمي کار وکړي ترڅو ناپوهي، ځانځاني، بیوزلي، او د پردو لاسوهنه او احتیاج له ټولنې ورک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *