انور وفا سمندر

یوولسم ګام –

«ذهن کمپیوتر دی. خو د ځنو حافظه زیاته او د ځنو نورو بیا کمه ده.
ځنې کمپیوترونه ډېر پروګرامونه لري او نور یې نلري… خو ټول یو ډول وظایف سرته رسوي.» ساتوکوراج

ذهن د اروا غلاف
۱
ځای یې دی، چې نور نو له دې مقدمه مقدمه غږېدلو تېر شم او سم ځان ته سر ور ښکاره کړم. خو دا کار بیا د ذهن په لاس کې دی! نو:

«ذهن څه شی دی؟ ذهن یو کمپیوتر دی.» دغه ځواب، د اروا د سفر د لرغونۍ حکمت مرید، (فیل موري میتسو) د یوې دروني تجربې په ترڅ کې، ددغه حکمت له ډېر لرغونی استاد، ساتوکوراج، څخه واورېد.
د نالیدلو دغه په خټه جاپانی لاروی فیل موري، خپلې غیر فزیکي او حسي تجربې د «In the company of Eck Masters» په کتاب کې را ټولې کړي. دغه کتاب (در پیشگاه استادان اک) په نامه، مهیار جلالیاني په فاړسي ژبه اړولای دی. لاروی له موږ سره په ډېره مستنده، ژوندۍ او اسانه ژبه غږېږي.

چېرې دا لیدنه وشوه او ساتوکوراچ څوک دی؟

د غیر فزیکي او غیر ذهني وضعیتونو او اقلیمونو دغه مسافر نکل کړي، چې د فردي مراقبې له لارې، د خپل دروني استاد (iner master) هارولد کلمپ په مرسته له فزیکي او حسي ژوند او وضعیت څخه جلا شو او د ډېرو لېرو او هېرو زمانو دغه مخکښ روح یې، په یوه غیر فزیکي عبادتځي کې ولید او له هغه یې د ذهن په اړه- موږ ته- دغه نااشنا لوست تر لاسه کړ.

ساتوکوراچ لاروي ته ووېل: «ذهن کمپیوتر دی»

اوس به راشو وبه ګورو، چې دغه عجیب او نه پېژندلی کمپیوتر څه لري او څه ډول عمل کوي؟ نو زه خپلې لیکنې ته ددغې ژوندۍ او اګاهانه لیدنې د بحث پر بنسټ ساه ورکوم.

فیل موري، په دغه دروني تجربه کې، د اروا له دغه لرغوني سفیر څخه اوري، چې ذهن څه دی؟ جوړښت او ارکان یې څه دي؟ او د ذهن فعالیتونه څه ډول انسان په خپل واک کې نیسي؟

د نالیدلو مسافر دا هم اوري، چې خپلسری ذهن څه ډول پر ځمکه د بل د ځپلو، غوبل کولو او نېستولو مسوول ګرځي؟

د حقیقت دغه مرید د خپل حاضر استاد، «ئوازي» په مرسته، د مراقبې د ژوندي هنر له لارې، د نااشنا طبقو ذهني پوړۍ ته ځي .

لاروی، خپل هغه شخصي او دروني احساس او درک تشریح کوي، چې څرنګه د یوه دروني حرکت له لارې، د یوې رڼې هستۍ قلمرو ته پښه ږدي. د ابي رڼا په دغه ناپایه دنیا کې، د یوې لوړې دپاسه، یوه داسې معبد ته رسېږي، چې دی یې له شکلي او هندسي پلوه د یونان له «پارنتون» معبد سره ورته بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *