تاند- د ناټو یوه ویندوی نن /سې شنبه/ وویل چې امریکايي الوتکو نن د کندوز ښار په لمنو کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو پر مورچو بمباري وکړه
کندوز پرون /دوشنبه/ وسله والو طالبانو ونیوه خو د ناټو الوتکو د طالبانو لاس ته د دغه ښار د لوېدو د مخنیوي لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره هوايي او لوژیستیکي مرسته ونه کړه.
د ناټو د ویندوی ډګروال برېن تریبیوس په وینا نن سهار ۹ بجې د لومړني ځل لپاره د امریکا جنګي الوتکې د کندوز په څنډو کې پر طالبانو بمباري وکړه.
برېن وویل چې دا برید د دې لپاره وشو چې نړیوالو او افغان امنیتي ځواکونو ته د خطر مخه ونیول شي.
ده ونه ویل چې په سیمه کې (ممکن د کندوز هوايي ډګر) څومره نړیوال ځواکونه موجود دي.
ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت رسماً د ۲۰۱۴ کال د دسمبر يه ۳۱ مه پای ته رسولی خو یوازې هغه مهال، چې د دوی ځواکونو ته خطر پېښ وي، دفاعي اقدام کوي.
تر دې مخکې افغان امنیتي چارواکو ویلي و چې تېره شپه او نن سهار وختي یې د کندوز امنیه قومنداني او محبس بېرته نیولي دي.
خو له بلې خوا طالبان وايي چې د کندوز په بالاحصار کې له یو شمېر محاصره امنیتي ځواکونو سره په خبرو بوخت دي.
طالبان هیله لري چې د خبرو له لارې به دا سرتېري ورتسلیم شي.
بالاحصار د ښار په شمالي څنډه او محبس جنوب کې دی. همداراز د کندوز امنیه قومنداني د ښار په جنوب لوېدیځ کې موقعیت لري.