تاند- افغان چارواکي وايي چې ځانګړي ځواکونه یې د کندوز ستراتیژیک ښار ته لېږلي چې له وسله والو طالبانو څخه یې تصفیه کړي.
طالبانو نن /دوشنبه/ کندوز ښار په پراخو حملو کې، چې د تېرې شپې په درو بجو یې له څو خواوو پیل کړې وې، ونیوه.
حاضردمه د کندوز ښار له هوايي ډګره پرته ټول ښار او لمنې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
کندوز په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړنی ښار او لومړنی ولایتي مرکز دی چې وسله وال طالبان یې نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *