هغه مهال چې پر کال ۲۰۰۴ زېږديز، فېسبوک راپيدا شو، مخترعينو يې ګومان نه کاوه چې د دوی رامنځته شوی ايجاد دې په دې کچه د بشر د ګټې شي. د دې ټوليزې شبکې مخترع زوکر برګ وايي، چې په خيال کې يې هم نه تېرېدل چې فېسبوک دې په دې اندازه خلک سره وتړي. برګ په دې طمع و چې يوازې به د کالج ملګري سره وتړي، خو د څه باندې يوې لسيزې تر تېرېدو راورسته هغه ټوله نړۍ سره پيوند کړ. ملګرو او د کورنۍ غړو پرې د لرې وطنونو فاصلې رالنډې کړي دي. کمپنۍ او ادارې پرې خپل کارکوونکي څاري. دلبران په کې په خپل راز او نياز اخته وي او ځينې خدايي خدمتګاران په کې يوازې د ملګرو د فېسبوکي بازار په ګرمولو بوخت وي. لايک او کمېنټ!
د برېښنايي رسنيو يو تاوان دا دی چې هر څه چې د هغوی خوښه وي، پر موږ يې تحميلوي. فېسبوک چې د افرادو د نظرونو، مقولو، تحليلونو او تبصرو کور دی، ښايي دا زيان ونه لري. ځکه که د يو چا فکر مو نه خوښيږي، په يوه ټک سره يې د ملګرو له کتاره وباسو او بيا به مو د عبثو پوسټونو په لوستو وخت نه ضايع کيږي.

که څه هم مطالعې او لوستنې لپاره ډېرې نورې وېبپاڼې شته چې په مختلفو ژانرونو کې د ليکوالو او شنونکو د فکر له تجربو څخه ډېر او ښه خبريږو، خو معمولا په فېسبوک کې د دغسې افرادو له لنډو تبصـرو سره مخ کيږو. که د ځينې سايټونو د اوږدو او بې ګټې مقالو پر ځای د فېسبوک لنډ ګټور ټکي لولو، دا د فېسبوک ګټه ده.
يوه ورځ د يو چا راسره په دې بحث شو چې مطالعه فرهنګ دی کنه! ملګری مې په دې کلک و چې مطالعه د ټولنې د ارزښتونو په کتار کې نه راځي او نه زموږ د خلکو د ژوند يوه برخه ده. نو بويه چې لوبو، دوديزو مراسمو، هنر، انګېرنو او عقيدو په څېر د فرهنګ برخه ونه بلل شي!!! د ملګري خبره مې په خپل ځای سمه وه. موږ د نورې نړۍ په څېر مطالعه د خپل ورځني ژوند يوه اړينه برخه نه ده ګرځولې. موږ د مطالعې له ارزښته او د نړۍ د پرمختګ له رازه نه يو خبر! او ښايي ډېر کله يو چا پورې په دې وخاندو چې دېره او جومات نه پېژني او مطالعه کوي. موږ به يې د يوه فرهنګ په کتار کې رانه ولو، خو د نورې دنيا په هر کور کې کتابتون وي. هغوی خپل کوچنيان په تنکي عمر له مطالعې سره روږدي کوي. هماغه شان چې ډوډۍ يې د هرې ورځې پلان وي، هماغه شان چې ښوونځي ته تګ يې د کار برخه وي او هماغسې چې دفتري او اداري کارونه يې د ورځنيو چارو حصه جوړوي، مطالعه يې هم د همدې ورځني پلان برخه ګرځولې ده. هغوی نه جومات ګوري او نه تشناب! فقط موقع ګوري او بس مطالعه!
په يوه داسې ټولنه کې چې ډېر وګړي يې د لوست او مطالعې ډېر شوقيان نه دي، يوې وسيلې ته اړتيا ده چې له لارې يې د مطالعې مينان شي. تر يوه بريده دا وسيله، د مشرانو لارښوونې او ورسره د اړوندو برخو او ادارو تبليغات او عامه پوهاوی مطالعه او کتاب لوستنه په رښتيني معنا پر فرهنګ اړولی شي، چې فېسبوک ښه وسيله ده.
که فېسبوک ځينې زيانونه لري، نو دا هم نه شو کولی چې ترې لرې پاتې شو. دا نو بيا موږ پورې تړلې ده چې څنګه ګټه ترې اخلو. تاوان او فايده يې زموږ په لاس کې ده. خو که قصدي ترې ځان ناخبره پاتې کوو، وروسته پاتې کيږو. او که موږ ډېر پوهيږو، زموږ له علم څخه د نورو د نه خبرېدو له امله، نور راڅخه وروسته کيږي.
که څوک يې د استعمال سم ځايونه پېژني، نو بيا د مصر، تونس او لېبيا د وګړو په څېر انقلابونه راولي. د فېسبوک له لارې ټول يو کيږي او ټول نظام پر سر اخلي. همدا نږدې کلونه وړاندې د دغو مملکتونو خلکو د مودو له بېکاره خوبونو راويښ شول او پرلپسې انقلابونه يې راوستل، مثبت انقلابونه!
چا چې سمه ګټه ترې واخسته، د ټولنې په دردونو يې نور هم وسکونډل. خپلې تجربې يې له نورو سره شريکې کړې. خپل ادبي پنځونې يې په کې پوسټ کړې. نورو داد ورکړ او د ده پرې حوصله ډېره شوه. خو هغو چې په د مستعارو او غولوونکو ګڼونونو (اکاونټونو) له لارې تخريبي دريځ خپل کړ، له ځانه يې جينۍ جوړه کړه او د نورو هوايي مينه يې خپله کړه، تېروتل. ځان ته يې دوکه ورکړه.
زموږ ډېرو مبتدي ليکوالو او له ليکوالۍ سره مينه والو همدلته د ليکوالۍ تجربې پخې کړې. دا له موږ سره د فېسبوک بله ښېګڼه ده.
د وزګارتيا پر مهال د فېسبوک کارول او د خپلې خوښې مطالب او تبصرې په کې لوستل بې ګټې کار نه دی. د معلوماتو اضافه يې يوه ګټه او شعوري يا لاشعوري له مطالعې سره روږدتيا يې بله ګټه. په داسې حال کې چې مطالعې ته د يوه ارزښت په توګه نه کتل کيږي، دا ښه فرصت دی. له نه مطالعې څخه لږه مطالعه ښه ده. په دې کار به مو د روانو حالاتو او پېښو په اړه به تجربه ډېره شي . هسې خو هم زموږ د هرې ناستې او هر مجلس عنوان سياسي بحثونه، پر چارواکو او سرکار نيوکې، او نورې ناندرۍ وي. خو د موثرو فېسبوکي ليکوالو له اند او تجربو څخه ګټنه، زموږ د استدلال په پياوړتيا او منطقي کېدو کې ډېره مرسته کولی شي. خو دا هم بايد ووايو چې په ټوله معنا فېسبوک ته کار ويل، له فېسبوک څخه د هراړخيزې مطالعې طمع لرل او کرۍ ورځ فېسبوک ته نښتل، په دې دليل چې له مطالعې سره مو روږدي کوي، د تعقل تقاضا نه ده. که داسې مو وکړل، د ګټې پر ځای به مو تاوان کړی وي. ولې بيا هم پورتنۍ تجربې هغو لپاره، چې د کتاب او اخبار مطالعې ته مخ وګرځوي.
له مطالعې سره د لېوالتيا په موخه مبتدي کسانو لپاره فېسبوک په پورته ډول څه ناڅخه ګټور کېدی شي. خو راځئ خبره به د هغه چا وکړو چې فېسبوک له مطالعې پاتې کړي دي. هغوی چې د منظم پلان له مخې فېسبوک ته مخ ښکاره کوي، د کار پر مهال کار، د مطالعې وخت کې مطالعه او د تفرېح او حالاتو څخه د خبرېدو په هدف فېسبوک کارول، بريالۍ پلانايښودنه ده. خو يو شمېر ملګري چې دغو قواعدو ته ژمن نه پاتې کيږي، کارونه يې ټکني کيږي. زه يو شمېر داسې ملګري پېژنم چې فېسبوک له مطالعې پاتې کړي دي. ټوله ورځ يې په سياسي بحثونو او شديدو انتقادي دليلتراشيو تېريږي.
د ښوونځيو يو شمېر زده کوونکي هم فېسبوک له کاره ويستي. د يوه اکاونټ پر ځای څو اکاونټه لري. د دوی دا کار د وخت له ضياع او د نوموړو له شاتګ پرته بله هېڅ ګټه نه لري. همدا څو ورځې وړاندې چې په ګرمو سيمو کې د ښوونځيو کلنۍ آزموينې وې، د ښوونځيو دغه زده کوونکي تر بل هر وخته په فېسبوک کې ډېر بوخت شوي وو. په پوسټونو او تصويرونو کې يې د خلکو پر دعاګانو ټوله تکيه وه. له دې ناخبره وو چې د فېسبوک وچ لايک او د کمېنټ خيالي دعا دوی نه شي بريالی کولی. د برياليتوب راز بېسارې مطالعه، فردي رياضت او ډېره خواري وي.