ګل پاچا الفت

الف: پښتو شاعري:

استاد په قوم سيد پښتون و او مورنۍ ژبه يې پښتو ده، دې پخپل ډېرې تحقيقي، تخليقي، تحليلي او تفسيري، ژباړې او مقالې په مورنۍ پښتو ژبې ليکلي دي.

دې په پښتو ليکلې ژبې کې د فصاحت او بلاغت خاوند و او د پښتو ژبې شاعري يې يو ډول کشش لري، کله چې د دې د شعر په ويلو پيل وکړو او څو بيتونه يې ووايو، د ويلو تلوسه مو لا پسې زياتېږي، ددې د شعر په لوستلو به د خستګۍ احساس ونه کړي.

د الفت صاحب پښتو شاعري عام فهمه، ساده او روانه ده، د ټولنې ډېر خلک يې له ويناوو خوند اخيستلای شي.
دده اکثره پښتو شعرونه انتقادي برخه لري، چې ډېر عوام يې خوښوي او د ټولنې ځينې په فساد ککړ خلک به يې نه خوښوي، ددې په ډیرو ويناوو کې د ټولنې نيمګړتياوې ښوول شوي دي.

زماپه پوهه د الفت صاحب شعرونه په ساده ګۍ او عام فهمۍ کې د عبدالرحمن بابا له شعرونو سره پرتله کولای شو، خو د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو دا يو امتياز شته، چې د مفکورې له پلوه غني شاعري ده، د نمونې په ډول د استاد يو پښتو شعر راوړم:

معنا وګوره
سر و صورت يواځې مه ګوره معنا وګوره
په سر كې فكر، زړه كې پټه مدعا وګوره
وينا يې واوره بيا يې وګوره عمل ورسره
ميل و رغبت غايه، هدف او تمنا وګوره
په آشنايانو او ملګريو كې يې فكر كوه
په غور غور يې بيا ذوق و اشتها وګوره
څه وايي څه كوي او څه غواړي دڅه دپاره؟
ورته په ځير ځير له هر لوري هرې خوا وګوره
نن دې چې وليده يواځې او له نورو سره
په يو ځل مكړه قناعت سبا يې بيا وګوره
مه وايه دا چې نور يې نه ګورم ليدلى مې دى
بيا په دقت دده تمامه مشغولا وګوره
ورپسې پټ پټ څار كوه څه پټوي څه ښيي؟
دده په كار كې دده غلا دده ريا وګوره
تاثير يې څنګه دى په نورو په ده څه تاثير دى؟
دده طاقت او دده ټوله كمزورتيا وګوره
په خطراتو سختو ورځو كې به څه رنګه وي
استقامت او حوصله د خپل اشنا وګوره

ب: فارسي شاعري:

استاد ګل پاچا الفت له پښتو ژبې سر بېره په فارسي او عربي ژبې هم پوهېده او په فارسي ژبې نثرونه او شعرونه درلودل، چې فارسي ادبي ټوټې د الفت نثري کليات، دويم ټولک کې راټولې شوې دي او فارسي شعرونه يې مولوي خال محمد خسته په (معاصرين سخنور) کې راوړي دي.

د کميت په لحاظ يې فارسي شعرونه لږ دي، خو لوړ کيفيت لري او ډېر امکان يې شته، چې نور فارسي شعرونه يې هم لاس ته راشي.

که د استاد ډېر فارسي شعرونه موجود وی، نو دا مو د فارسي ژبې له ډېرو ښو شاعرانو سره پرتله کولای شو.
سر محقق عبدالله خدمتګار(د استاد الفت ياد) مقالې ټولګې کې د الفت صاحب د فارسي شاعرۍ په باب وايي: (منظومه هايش در زبان دری اګر از لحاظ کميت کمتر هم باشد، دارای کيفيت عالی شعری است). ژباړه: (د استاد ګل پاچا الفت فارسي شعرونه که د کميت په لحاظ کم دی، خو لوړ کيفيت لري.) (۱۲: ۴)

د استاد د کيفيت په لحاظ دغه هنری، شعري او ادبي فارسي شعرونه بايد په کلياتو کې ځای پرځای شي، ترڅو د الفت صاحب له فارسي شعرونوپښتوژبې او فارسي ژبې ليکوالان خبر شي.

استاد اسد الله غضنفر (نثر ليکلو هنر، ص ۳۳۴) کې وايي: ( الفت صاحب په پښتو ژبې يو نيم بيتی دی (توره ماته کړه او مات ورځنې لور کړه) او همدارنګه د (جمهوري نظام) تر عنوان لاندې يو شعر دی، چې په کلياتو کې نشته، ښاغلي شهرت ننګيال د الفت د شعرونوکليات ترتيب کړی دی، خو د استاد الفت ځينې شعرونه په کې نشته، غضنفر وايي، پلار مې (صديق الله غضنفر) ويلې، چې پنځوس، شپېته کاله پخوا الفت صاحب د خپل زوی د وفات په مناسبت خورا اثرناکه فارسي مرثيه ليکلې، چې يو بيت يې داسې و:

مهر و ماه اسمان بی نور شد
تاز چشمم نور چشمم دور شد
(۲۰: ۳۳۵)
رښتيا چې دغه بيت او د استاد الفت ذکر شوې مرثيه په منظوم کليات کې نشته، خو کوم فارسي شعرونه، چې د الفت صاحب مولوي خسته په معاصرين سخنور کې راټول کړي، هلته دغه مرثيه شته ده، که د الفت صاحب فارسي شعرونه ولټول شي، امکان يې شته، چې نور شعرونه يې هم لاس ته راشي، د فارسي ژبې يو شعر يې دی:

نسيم

من شيدم از نسيم هر لحظه درباغ اين سخن
نيستم در قيد رنګ و بو چو بلبل اين چمن
مانع سيرم نه کوه و دشت و صحرا می شود
ميتوان رفتن به يکدم از چمن در انجمن
ګر هميدانی ز پايم هيچګه سر بر متاب
می برم بوی خوشت را در مشام مرد و زن
فارغ از قيد زمان و از مکان تنها منم
ګاه اندر باغ میګردم ګهی اندر دمن
رفت بالا و پايينم نشانت میدهد
کاين فراز و اين نشيب هيچست اندر نزد من

اوس به د استاد له هغه مرثيې نه څو بيتونه راوړم، چې د خپل زوی لپاره يې ليکلي وه او استاد غضنفر يې يادونه کړې ده.

بهار من (در مرثيه فرزند)
هر يکی سر مست از فصل بهار
تاج ګل بر سر زده هر شاخسار
عقده های خاطر ګلها کشود
سبزه باز از خاک سر بالا نمود
بلبل خوش لحجه، شيرين نوا
نغمه عيش و طرب خواند بما
موسم ګل فصل شادی و خوشی است
فرصت عيش و نشاط و خرمی است

د مرثيې د پای څو بيتونه په دې ډول دي:
داغهايم تازه ګردد زين بهار
اين بهار از من برد صبر و قرار
شبنم او نيست خالی از شرر
لاله اش چون شعله آيددر نظر
ګر بجای اشک خون ريزم رواست
درد من از درد اين عالم سواست
مهر و ماه و آسمان بی نور شد
يا ز چشمم نور چشمم دور شد

د پای بيت هماغه بيت دی، چې استاد صديق الله غضنفر خپل زوی اسد الله غضنفر ته يې يادونه کړې ده. (۱۳: ۳۸ ـ ۳۹)

ت: منظومې ژباړې:

استاد الفت د منظومو پښتو او فارسي شعرونوسربېره منظومې ژباړې هم لري، دی نظم په نظم او نثر په نثر ترجمو کې استاد دی.

د نثر په برخه کې يې لوړ خيالونه او ژور فکرونه د يادولو وړ دي.

اکادمېسین پوهاند عبدالشکور رشاد (زاړه مې په نوي جام کې) مقالې کې د استاد الفت د منظومې ژباړې په اړه د کار خبرې کړي، چې زه يې مفهوم راکښم: (مولانا جلال الدين بلخي، ۶۰۴- ۶۷۲ هـ ق) د پارسي ژبې نامتو شاعر دی، ده چې پخپل شهکاري مثنوي کې د خدايۍ ښوونو کوم رازونه د حکايتونو او تمثيلونو په بڼه څرګند کړي دي، اوس لا هم د نړۍ ژبې زيار باسي، چې د هغې په ترجمو خپلو ادبياتو ته ځلا او ښکلا وروکاندي.

د پښتو ادبياتو خوږ ژبی شاعر ارواښاد ګل پاچا الفت په ۱۳۵۶ لمريز کال مړ، د مولانا شعر په شعر ژباړلی دی او د غوره اشعار په (۵۵ مخ) کې (د هوښيار او دنيادار) ترسرلیک لاندې راغلی دی.
د مولانا جلال الدين فارسي شعر، چې استاد الفت ژباړلی دی:
يک حکايت بشنو ای صاحب قول
در بيان جهل و عقل بوالفضول
يک عرابی بار کرده اشتری
يک جوال رفت از دانه پری
يک جوال ديګرش از ريک پر
هر دو را او بار کرده بر شتر
او نشسته بر سر هر دو جوال
يک حريث انداز کرد او را سوال

د پای دوه بيتونه يې داسې دي:
حکمتی کز طبع زايد و ز خيال
حکمتی بی فيض نور ذوالجلال
حکمتی دنيا فزايد ظن و شک
حکمت دينی برد فوق فلک

پورته فارسي شعر د مولانا دی ، چې د استاد الفت داسې ژباړلی دی:
اورېدلې مې قصه له راويانو
که يې اورئ ای د عقل خاوندانو
په کوم وخت کې چېرته ليرې څوک مالدار و
شوم، بخيل او ډېر بې عقله دنيادار و
هوښياري، پوهه خدای هيڅ نه وه ورکړې
انساني برخه يې ډېره وه نيمګړې
يوه ورځ يې پخپل اوښ له کومې خوا
څه غله راوړله کور ته د ربا

د پای دوه بيتونه يې داسې دي:
دا هېواد دې خدای ساتي له داسې حاله
چې معنی به څوک نه ويني بې له ماله
مال دولت د بډايانو دې مدام وي
خو د علم لوړ بيرغ ته دې سلام وي

استاد الفت د نظم په نظم ژباړې کې داسې استاد او ماهر دی، لکه چې منثورو ژباړو کې دی. (۱۴: ۶ ـ ۸)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *