تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د کندوز ښار د بېرته نیولو لپاره ځوابي عملیات پیل کړي دي او امنیتي ځواکونه د دولتي ودانیو د نیولو په حال کې دي.
ده وویل چې د خاصو او کومانډو ځواکونو په شمول یو شمېر کومکي ځواکونه کندوز ته رسېدلی یا د رسېدو په حال کې دي.
د افغانستان ولسمشر، چې د خپل حکومت د لومړۍ کالیزې په مناسبت خبرې کولې، همداراز وویل:«دښمن ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.»
ولسمشر له ملته وغوښتل چې پر افغان امنیتي ځواکونو باور ولري، ترور او وېرې ته تسلیم نه شي.
ولسمشر وویل چې امنیتي ځواکونه به کندوز ته امن بېرته راولي او یو شمېر دولتي ودانۍ یې ازادې کړي دي.
ده په عین حال کې وویل چې لویه اندېښنه دا ده چې طالبان د کندزو له ښاریانو څخه د ډال په توګه کار اخلي، له همدې کبله امنیتي ځواکونه په احتیاط پر مخ ځي.
ده زیاته کړه:«د افغانستان حکومت مسوولیت منوونکی حکومت دی، پر خپلو خلکو بمباري نه شي کولی.»
طالبان، چې پرون یې کندوز ښار ونیوه، نن /سې شنبه/ د کندوز په واټونو کې ګزمه کوي، ځای ځای یې د تلاشۍ پوستې جوړي کړي، د حکومت په پلویانو پسي پلټنې کوي او یو شمېر لارې یې د دې لپاره بندې کړي چې څوک له ښاره ونه وځي.
له بلې خوا په کابل کې د ملي امنیت شورا د کندوز پر حالاتو غونډه کوي.
د کندوز په جګړه کې د مرګ ژوبلې شمېر
لا هم د کندوز په جګړه کې د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر نه دی څرګند.
د عامې روغتیا د وزارت ویندوی وحید الله مایار په ټویټر کې ویلي چې د کندوز روغتوتونو ته ۱۷۲ ټپیان او ۱۶ مړي وروړل شوي دي.
له بلې خوا د بې پولې ډاکترانو پلاوي وویل چې له پرون څخه په کندوز کې د دوی روغتیايي مرکز ته د ۲۰ ښځو او ۳۹ ماشومانو په ګډون ۱۲۹ ټپیان وروړل شوي دي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي چې په دغو ټپیانو کې ۹ تنو ساه ورکړې خو نور تر درملنې لاندې دي.
له بلې خوا د پرون ورځې او تېرې شپې له لوټ او تالانه وروسته طالبانو نن کندوز ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې شتمنۍ او ناموس به یې خوندي وي.
خو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د کندوز څو تنو ښاریانو ورته وویل چې نن سهار سړکونه بند شول او دولتي ودانیو ته اور ورته کړای شو.
دلویو خلکو دروغ هم لوی وي نه خو کونه خو دولتي ځواکونه دعملیاتو توان لری او نه هم وررسیدلي دي بیا نو عملیات څوک کوي ورلیږلي ځواکونه هم په بغلان کې بند پاتې دي خو جمهور رئیس خلکو ته ډاډ ورکوي چې دا بخبله دملت سره لویه جفاده ځکه چې کاذبانه ډاډ دی تراوسه هیڅ یوې دولتي ودانۍ ته اور ندی ورکړل شوی هیڅ دولتي کارمند چا ندی وژلی ټولو ته عفوه اعلان شوي ده دهیچا مال ندی چور شوی طالبانو یې دامنیت تضمین کړیدی خو ستاسو رپوټونه اوس مطلق یو طرفه او په حقائقو نه ولاړ دي