دوهمه برخه
ليکوال: احسان الله غازي يار
د رومي بانجڼو ټولوونکی
Tomato harvester
تاريخچه او پيژندنه:
رومي بانجان يو له هغه سبزيجاتو څخه ده چې په روزمره ژوند کې ډير استعمال لري او د انسانانو لخوا ډير زيات مصرفيږي. نو له دې امله مهمه ده چې د رومي بانجانو د حاصلاتو د راټولولو لپاره مناسبه ماشينري په کار واچوو تر څو دغه حاصلات په لږ وخت او موثر ډول راټول کړي.
زموږ د هيواد په زياترو سيمو کې بانجان په کوچنيو ساحو کې زياتره د کورنيو مصارفو لپاره کرل کيږي نو دومره د ماشينرې استعمال ته په دې اړوند دومره توجه نه کيږي. د نړۍ په پرمختلليو هيوادونو کې کرنه يې هم ډيره پرمختللې ده، چې د نورو لويو کروندو تر څنګ د بانجانو لويې کروندې هم لري چې د لاس پوسيله د دوی حاصلات راټولول ستونزمن دي او ډيرو شمير کارګرانو ته اړتيا لري.
په ۱۹۵۰م کال کې په UC Davis د کرنيزې انجنرې د څانګې څخه Coby Lorenzen او د سبزيجاتو د څانګې لخوا Jack Hanna دواړو د رومي بانجانو راټولولو لپاره په ميکانزه سیستم باندې کار پيل کړ. Hanna د داسې بانجانو په روزلو پيل وکړ چې د ماشينرې د تطبيق سره مقاومت وکړلی شي، په يو شان پاخه شي او په اسانې سره د نبات څخه بيل کړل شي. تر ۱۹۶۰ م کال پورې دغه پوهنتون په دې بريالی شو، چې د توليدوونکې کمپنۍ په مرسته بريالی د بانجان ريبلو ماشين منځ ته راوړي. دغه ماشين د خاورې د سطحې سره بانجان ريبل. ريبل شوي بانجان د لوډر شکله ماشين پوسيله يوې ځانګړې نقليه وسیلې ته چې د ماشين تر څنګ به يې حرکت کاوه، اچول کيدل. په تجارتي ډول د دې ماشينونو کارونه په ۱۹۶۲م کې پيل شوه. په همدې وختونو کې ۲۶۲ هارويست ماشينونه د تجارتي استعمال لاندې راغلل، چې ۲۵٪ رومي بانجانو نباتات يې ريبل. له دې نه څلور کاله وروسته ۹۵٪ يې د ماشين پوسيله هارويسټ کيدل. د دې ماشين په کار اچولو سره د کارګرانو تعداد د پام وړ اندازې سره راکم کول شو، خو بيا يې هم يو شمير (۲۰-۲۶ تنه) کارګرانو ته اړتيا درلوده، تر څو رومي بانجان سورټ کړي او اضافي توکي ورڅخه ليرې کړي. وروسته په دغه ماشينونو کې داسې ساختمان رامنځ ته شو چې په اتومات ډول به يې شنه بانجان له پخو بانجانو څخه بيلول. په ۱۹۷۶م کې ۲۵٪ دې ډول ماشينونو کې دا ډول ساختمانونه رامنځ ته شوي وو. په دې ډول د کارګرانو تعدا هم تر ۵-۶ پورې راکم کړل شو.
په کرنه باندې د Tomato harvester اغیزې:
لکه وړاندې مې چې هم يادونه وکړه، دغه ماشينونه ته له دې امله زياته اړتيا محسوسيدله، چې د لاس په واسطه د رومي بانجانو په لويو کروندو کې هارويسټينګ يو ستونزمن او تقريبا يو ناممکن کار و، چې د زياتو کارګرانو د استعمال له وجې اقتصادي نه ښکاريدل. د دې ماشين په رامنځ ته کيدو سره نه يوازې کارګرانو سپما رامنځ ته شوه، بلکې د بانجانو په حاصلاتو کې هم ډير زياتوالی راغی.
د دې ماشين د جوړښت په لومړنيو وختونو کې له ۲۰-۲۶ تنو کارګرانو ته اړتيا وه، خو اوس د دغه ماشينونو سره ۹۲٪ د کارګرانو سپما منځ ته راغلې ده. د لاس پوسيله هارويسټ زيات مصارف هم درلودل. دغه مصارف د مجموعي توليد ۵۰٪ راتلل. کله چې په لومړي ځل دغه ماشين په کار واچول شو نو د مجوعي توليد مصارف يې ۳۳٪ ته راټيټ کړل. په دې ماشينونو کې د اتومات سورټر په نصبولو سره مجوعي مصارف تر۱۹۷۹م کال پورې تر ۱۶٪ راکم کړلی شول. په اوسنيو وختونو کې د لا پرمختلليو ماشينونو په رامنځ ته کيدو سره دغه مصارف نور هم راکم شويدي.
د حاصلاتو د زياتوالي اغيزې کولی شو د امريکا په کلفورنيا ايالت کې مشاهده کړو، چيرته چې د ۱۹۶۰م کلونو په لومړيو کې د بانجانو حاصلات په يو کال کې ۲.۵ ميليونه ټنه وو، خو تر ۱۹۹۰ کال پورې دا اندازه تر ۱۰ ميليونو ټنو هم واوښته. په اوس وختونو کې کليفورنيا د امريکا د ۹۴٪ رومي بانجان توليدوي، چې د ټولې نړۍ ۳۷٪ سلنه راځي.