د وروستي راپور پر اساس طالبانو د کندوز ښار نیولی، امنیتي ځواکونه د ولایت د هوايي ډګر لور ته تښتېدلي دي.
ویل کېږي چې اوس په ټول کندوز کې یوازې هوايي ډګر او د کندوز بالاحصار د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
وسله والو طالبانو، چې د کندوز ولایت پر مرکز یې ډله ییز بریدونه پیل کړي، وايي چې د دغه ولایت دوه سوه بستري روغتون یې نیولی دی.
طالبان وايي چې له درو استقامتونو یې پر ښار یرغل روان دی، د دوه سوه بستري روغتون په شمول یې د ښار ځیني سیمې لاندې کړي.
خو په کندوز کې شاهدانو تاند ته وویل چې طالبان د لنډ وخت لپاره روغتون ته د دې لپاره ننوتل چې د امنیتي ځواکونو او اربکیانو ټپیان ومومي.
شاهدان وايي چې د طالبانو د حملې له کبله ملکیانو ته زیاته مرګه ژوبله اوښتې ځکه چې طالبان پر له پسې د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي او اکثره مرمۍ پر کورونو لګېږي.
د دوی په وینا کله چې په اسمان کې هیلي کوپترونه ولیدل شي، طالبان ډزې ودروي خو چې هیلي کوپترونه لېري شي، بیا ډزې پیل کړي.
یوه شاهد تاند ته وویل چې طالبانو د کندوز ښار په جنوب لوېدیځ کې د سې درک، په لوېدیځ کې د چهاردرې ولسوالۍ او د شمال یا شمال ختیځ له لوري پر ښار برید کړی دی.
د کندوز دوه سوه بستري روغتون د ښار په جنوب لوېدیځه څنډه کې دی.
لوېدیځ خبري اژانسونه وايي چې د طالبانو هممهاله بریدونه د سهار په شپږ بجې د توپونو او درنو وسلو په ډزو پیل شول او د ښار په مرکزي برخو کې د درنو ډزو ږغونه اورېدل کېږي.
رویټرز خبري اژانس د کندوز د امنیه قومندانۍ د ویاند په قول وايي چې په خان اباد، چهاردره او امام صاحب ولسوالیو کې هم درنه جګړه روانه ده.
ویاند سید سرور حسیني ویلي چې کافي امنیتي ځواکونه لري او ژر به وسله وال طالبان په شا وتمبوي.